به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د ګډ حکومت کلیزه

((د لوی خدای(ج) په نامه لوړه کوم چې د اسلام د سپېڅلي دين پيروي او ساتنه وکړم، د اساسي قانون او نورو قوانينو رعايت او د تطبيق څارنه وکړم. د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او افغانستان د خلکو حقوق او ګټې خوندي کړم او د لوی خدای(ج) له دربار څخه د مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلکو پرمختګ او هوسايۍ په لاره کې خپلې هڅې جاري وساتم.)) دا د ولسمشر غني هغه قسم دی چې له ننه پوره ۳۶۵ ورځې وړاندې یې د ملي شورا، سترې محکمې غړو، کورنیو او بهرنیو میلمنو او د ولس په مخ کې د قرآن پاک پر سر لاسونه کیښودل. د ولسمشر په توګه تر سوګند يادولو وروسته تر ننه موده کې اشرف غني او عبدالله څه کړي دي؟ دلته د ګډ حکومت په بیلابیلو اړخونو نظر اچوو.

۱ــ اقتصاد:

ولسمشر غني د افغانستان خلکو ته ٥٠ سترې ژمنې ورکړې وې، چې د خپلې بريا په صورت کې به يې عملي کوي. مونږ یې فقط د لویو ژمنو یادونه کوو. غني د هر ولایت اوسیدونکو سره بیلابیلې ژمنې کړې وې چې تر ډیره پر اقتصادي مسایلو څرخي.

  • کابل: زما د حکومت په پنځو کلونو کې به هېڅوک هم بې استوګنځي نه وي
  • کابل: په هېواد کې خپله د افغانانو له خوا د پانګونې زمينه مساعدوو، زموږ سترګې او غوږونه بايد د بهرنيو مرستو په تمه نه وي.
  • کندز: کندز ولايت به د نړيوال ترانزيټ پر مرکز بدل کړو او په شېرخان بندر کې په پانګونې سره به رېل پټلۍ له دغه مسير څخه وغځوو.
  • کندوز: د امو سيند د سواحلو ټينګول، د کرنې ميکانيزه کول، د کرنيز پوهنتون جوړول، د هوايي ډګر او کندوز ښار پراختيا، د دوو ولسواليو زياتول، د خصوصي او د ښځو د لاسي صنايعو وده ټول زموږ په کاري لومړيتوبونو کې دي.
  • ننګرهار: ختيځ ولايتونه به د برېښنا پر توليدوونکو ولايتونو بدل کړو. په جلال اباد کې به په نړيواله کچه يو اسلامي پوهنتون جوړ کړو، دغه ښار به پر يوه صنعتي ښار بدل کړو، چې حتى توليدي توکي يې له هېواده بهر صادر شي، د ننګرهار کانال به جوړ او اوبه به يې مهار کړو.
  • بدخشان: په لومړي قدم کې د ورېښمو سوداګريزه لاره، چې له بدخشان څخه تېرېږي، له چين سره نښلوو او هغه د نړۍ په ترانزيټي مرکز نوموو.

په نړۍ کې داسې لږ ولسمشران پيدا شي چې خپلې ټولې کړې ژمنې سل په سلو کې عملي کړي، خو داسې ولسمشران به هم ډېر کم پیدا شي چې په ټولو ژمنو کې پاتې راشي .د ولسمشر غني د اقتصادي برخي دغه ژمنې نه يوازې دا چې عملي نه شوې، بلکې تر ډېره حده د هغو خلاف عمل هم وشو. د خلکو په دسترخوان کې تغیر یې راوستو خو منفي، د خلکو په دسترخوان هغه یوه شته ډوډۍ هم نیمایې او یا هم بیخې ورکه شوله، ځوانانو ته د کار پیدا کولو په برخه کې چې ویل یې لږ تر لږه (يو ميليون شغلونه) به رامنځته کړي، نه يوازې دا چې نوي شغلونه رامنځته نه شول، بلکې تر سلو زرو زیات په کار بوخت ځوانان بیکاره شول. د نشه یې توکو په کښت کې مو بیا هم لومړی مقام وګټو او اداري فساد هماغسې په خپل اوج کې دی.

۲ــ حکومتولي:

  • د قانون بشپړ تنفيذ، ملي يووالى، د ولسي حکومت جوړول، د محاکمو اصلاح، ځوانانو ته د کاري زمينو برابرول.
  • دولت به پر يوه سهامي شرکت بدل نه کړي او په هرو شپږو مياشتو کې به خلکو ته د حکومتوالۍ راپور ورکړي.
  • له فساد سره به کلکه مبارزه وکړي او هغه کسان چې له تېرو کلونو راهيسې يې په دولت کې د واليانو په توګه کار کاوه، له دندو به يې لري کړي.
  • مجرمان به مجازات کړو او د مکافاتو او مجازاتو سيستم په رامنځته کولو سره به د عدلي او قضايي ارګانونو او پوليسو تر منځ اړينه همغږي رامنځته کړو.

دلته تاسې خپله قضاوت وکړۍ چې آیا د غني او عبدالله ګډ حکومت چې واک یې له وزارتونو نیولی آن په دفاترو کې د خلکو د ګمارنې پورې پنځوس پنځوس تقسیم نه دی؟ آیا دا یو سهامي شرکت نه دی چې په پوره یو کال کې ددفاع وزیر په ټاکلو سره سلاح نه شول او دا دی اوس هم مو دغه وزارت د سرپرست له لوري اداره کیږي؟ تاسې په خپله ووایاست چې د ګډ حکومت یو کلنه دوره کې څومره په خلکو قانون تطبیق شو، په محاکمو کې څومره اصلاحات منځته راغلل؟

۳ــ امنيت او پوځي چارې:

  • له لومړۍ ورځې به د افغانستان د وسله والو ځواکونو على سرقومانداني رامنځته کړو، چې په هېواد کې امنيت خوندي شي.
  • خپلسري وسله وال به قانوني کړو. د قانوني صلاحيتونو په رڼا کې به د دبشري حقونو له سرغړوونکو او جنګي جنايت کارانو سره قانوني چلند وکړو.
  • ختيځ ولايتونه د سولې او امنيت پر مرکز بدلول.
  • د هېواد په کچه د ملي اردو پياوړتيا، سمبالښت او روزنه

لمر په دوه ګوتو نه پټیږي؛ په امنیتي مسایلو کې د ولسمشر غني له لوري ورکړل شوې ژمنې او اوسنی وضعیت پرتله کړۍ، د هیواد د اعلی سرقوماندان په توګه ولسمشر غني څه کړي دي؟ د هیواد د دویم شخص او د اجرایوي ریس په توګه عبدالله څه کړي دي؟ آیا په رښتیا هم په هیواد کې مو خپل سري وسله وال نشته؟ آیا په ختیځو ولایاتو کې داعش د عام ولس وینې نه زبیښي؟ ځواب روښانه دی، نه یوازې دا چې امنیت ډاډمن نه شو بلکه تر دې بريده خراب شو، چې طالبان او يا په ټوله کې مخالفين له چريکي جګړو څخه منظمو جبهه يي جګړو ته راووتل او آن ځينې ولسوالۍ یې ونیولې او تیره ورځ یې کندز په خپل کنټرول کې راوست.

۴ــ له طالبانو سره سوله:

  • په هېواد کې د سراسري سولې د خوندي کولو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د دريځ نيولو لپاره ملي اجماع راغواړو، د ملي اجماع شرايط برابروو، څو تلپاتې سوله راشي.
  • په هېواد کې د ديني عالمانو په مرسته د سولې راوستل.
  • ملي حاکميت زموږ له کاري لومړيتونو څخه دى، څو له سياسي لارې يوې واحدې اجماع ته ورسېږو.له ټولو وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو غواړو، چې د يوه غښتلي نظام د جوړښت او ملي مشارکت لپاره خپل نظريات او وړانديزونه وړاندې کړي او ځان په يوه سياسي نظام کې داخل کړي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې ولس سولې ته لکه د اوبو د تږي روژه دار په څير تږی دی خو دا تنده یې تر اوسه نه ده ماته شوې. ولسمشر غني او عبدالله دواړو د خپل ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په هیواد کې تل پاتې سوله راوستل خپله اساسي موخه ګڼله. د نوي حکومت له بیله د مخالفو وسله والو سره د سولې خبرې ګرمې شوې او دا دی تر ننه تش د شعار په پڼه زمزمه کیږي. سوله لا هم د مرغۍ پۍ ده.

۵ــ د بيان ازادي:

  • په خپل حکومت کې به د بيان ازادي په هېواد کې قانونمنده کړو.
  • د رسنيو مديريت ته به په بنسټيز ډول بدلون ورکړو، څو يو ازاد ملي فرهنګ رامنځته شي.
  • د ټولو وژل شوو خبريالانو دوسيې له سره خلاصوو، حق الله او حق العبد يو له بل څخه تفکيک کوو، څو د بيان له ازادۍ ساتنه وشي.

د بیان ازادي چې تیر حکومت یې خپله لویه لاسته راوړنه بولي دا دی په ګډ حکومت کې د بیان آزادۍ دومره پرمختګ وکړ چې له سرې کرښې یې هم پښه واړوله. ډیر لیرې نه ځو همدا د تیرې ورځې پیښې (د کندز سقوط) ته کتنه کوو. تیره ورځ طالبانو د کندز پر خوا فقط منډه وکړه او دلته په کابل کې ترهګرو رسنیو چیغه کړه چې نیم کندوز سقوط شو، طالبانو د کندز فقط ځینې سیمي ونیولې خو دلته ترهګرو رسنیو د بشپړ کندز د سقوط خبرونه خپاره کړل. څومره خطر چې د ترهګرو له لوري دغې نظام ته ورپيښ دی له هغې څو چنده زیات دغه ترهګرې رسنۍ خطرناکې دي. په اصل کې که نظام ته خطر وي نو د بیان په ازادۍ دې اور پورې شي.

په خلص ډول دا چې ګډ حکومت په یوه کال کې له حده ډیرې نیمګرتیاوې لري. که وضعیت همداسې دوام وکړي، فکر نه کوم چې دا شړۍ وړۍ شي.

لیکنه : خوشحال آصفي