به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

«
»

د وارې سړی ته لنډه کتنه

د ښاغلی نصیر احمد احمدی صیب د لنډو کیسو ټولګه (د واورې سړی) مې له پیله تر پایه ولوسته، خورا خوندورې او ژوندۍ کیسې یې پکې کښلې وي، چې د روان حالت یو کره او ریښتنی انځور یې ترسیم کړي او تر ډیره بریده یې د پښتنو د ټولنې هغه ترخو واقعیتونو ته اشاره کړي چې دوي یې له اصلی محور (اسلامیت، انسانیت، افغانیت، عدالت او …) څخه لیرې ساتلي دې. هغه ځانګړتیاوي چې یو لوستوونکی یې د لوستو تر څنګ د یو کره کتوونکې په توګه په کتاب کې پيدا کوي شې ځینې يې په لاندې ډول دې:

    1. انځورګرۍ (هنری سبک) یا (Symbolism): د کیسو په اوږدو کې د مفاهیمو تر څنګ لیکلی انځورونه یا نښې (سمبولونه) د کیسو هغه هستي ده چې د محتوا کیفیت لوړوي او مفاهیم په لنډه، د نښو په توګه او ژوندۍ بڼه مقابل لوری ( لوستوونکی) ته رسوي. په کیسو کې د نورو ادبی ارونو د رعایت تر څنګ انځورګرۍ ته ځانګړی پاملرنه شوي چې د لوستوونکی انځوریزه تنده ماتوي او په کیسه کې یې نور هم ډوبوي.
    2. د کلمو د صرفه جویي اصل (The Economy of Words) : هغه معاصر ادبي اصل دی چې لیکوال کوښښ کوي تر څو په کمو او د شرایطو پر بنسټ برابرو یا مناسبو کلمو (Context-Based Words) اوچت مفاهیم او ټیمونه (Themes) په لیکنه کې و نغاړي. دې اصل ته په کتو سره احمدی صیب په لنډو ټکو، ساده الفاظو او په کمو کلمو خورا لوړ لوړ مفاهیم بیان کړي او په خورا حکمت یې د ټولنې له ترخو دودونو او واقعیتونو پرده اوچته کړي او د هغو ترجمانې یې کړي.
    3. د کیسو ژبه او لهجه یې خورا خوږه، ساده او عام فهمه ده. (خوږه: یعنی د کیسه د ویلو ټکنیک یې خپلې ځانګړتیاوې لرې چې لوستوونکی د پیښې ځای ته بیايې او په ټوله مانا یې حواس ساتلي شي. سربیره پر دې لوستوونکی داسی احساس کوي لکه چې د کیسې یو کرکتر وي او یا خو له ډیر پخوا ورسره پیژني او د خواخوږۍ انرژي یې نوره زیاتوي ).
    4. سرلیکونه یا عناوین: د کیسو سرلیکونه یا عناوین په زیات مهارت، تدبر، د محتوا کیفیت او کمیت او  ژورې عقلنې انګیرنې ته په کتنې سره ټاکل شوي دې چې د یوې کیسې د لمړۍ کلمې څخه تر پایه د سرلیک ملاتړ کوي، هغه درنوي او پر واحد محور او سوژې یې څرخوي.
    5. دودیز او راڼه عباراتونه: په کیسو کې د پښتو ژبې دودیز او ورځني عباراتو او اصطلاحاتو ته ځانګړی ځای ورکول شوي چې دا په خپل وار کولای شي ورځني عبارات او الفاظ د لیکلی یا معیاری ژبې  له پامه و نه غورځوي او په ژوندی ساتلو کې یې اړینه (مهمه) ونډه درلودلي شي.
    6. د لیکوالۍ ژبه: د کیسو د لیکوالۍ ژبه هو به هو یا عینی ورتوالی د رومانتسیزم (Romanticism)  یا ( د اتلسمې پیړۍ هغه ادبي فلسفه ده چې د فرد په فکر، تخیل او بیان ټینګار کوي او په ادبیاتو کې پر احساساتو زیات اصرار لري) سره لری. دا ځکه چې د لیکوالي ژبه د عامه وګړو د خبرو او ګفتارو څخه سرچینه اخلي.
    7. د کلمو پییل (Juxtaposition) یا (د کلمو څنګ پر څنګ ایښوونه): د کیسو په اوږدو کې کلمې په داسی انداز او احساس د یو بل سره پيیلي او تړلي دې که یوه یا دوې کلمې د لیکنې د یوې برخې یا پاراګراف څخه لیرې شي او یا سمې و نه لوستل شي نو د کیسې واحد مفهموم به و نه اخیستل شي او د عباراتو او جملو ترمنځ د جوړښت (Unity) مزی یا تار به پرې شي.  

  • …  

لیکوال: پوهیالی خلیل الله توحیدیار ساپي