ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

د ملیشه سازۍ د ترخې تجربې تکرار

وروسته له دې چې تېره مياشت کندوز ولايت د دريو ورځو لپاره د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړ او يو شمېر پخوانيو قوماندانانو له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى د کندوز په جګړه کې برخه واخيسته؛ اوس په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د دولت له لوري په شخصي ملیشو د وسلو د وېش راپورونه ورکول کیږي. د راپورونو له مخې په غزني کې يو پخوانى جهادي قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه حکومت جهادي قوماندانو ته وسلې ورکړې دي. دغه قوماندان وایي حکومت دوی او ځينو نورو جهادي قوماندانانو او ځينو خلکو ته وسلې ورکړې تر څو امنيت ټينګ کړي. د هغه د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د مجاهدينو يوه شورا هم جوړه شي چې د امنيت په ټينګښت به مهم رول ولري. هاخوا بیا د غزني والي محمد همیم نه مني چې ګویا حکومت دې په غزني کې کوم جهادي قوماندان ته وسله ورکړې وي.

خو اساسي پوښتنه اوس دا ده چې دغه ملیشې د امنیت ټینګښت ته ګټورې دي که زیان اړونکې؟
راځۍ ددې پوښتنې ځواب په هیواد کې د سیمه ایزو پولیسو له موجودیته چې د قانون په چوکاټ کې فعالیت لري؛ پيدا کړو.

د ارقاموله مخې افغانستان دمګړۍ شاوخوا درې نیم سوه زره امنیتي ځواکونه لري چې له دې ډلې یې یو سلو پنځوس زره ملي پولیس او نږدې دیرش زره نور سیمه ییز پولیس تشکیلوي. په خلکو د سيمه ایزو پولیسو د زور زیاتي اړوند راپورونه ډیر ورکړل شوي دي. همدا اوس هم د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې يو شمېر سيمه ييز پوليس له دې ولسوالۍ په زور خلک بيايي او بيا يې د پیسو په بدل کې راخوشې کوي. د سيمې خلک شکایت کوي چې د دې خلکو زور څوک نه لري، کور ته ننوځي، خلک له ځانه سره بیايي چې ورپسې ورشې بيا وايي چې درې لکه کلدارې راوړه بيا يې پرېږدم او تر څو چې پيسې ورنه کړې، نه يې پرېږدي. دوی داسې ظلمونه کوي چې حتا په کفري نړۍ کې هم ساری نه لري. ایا دا وحشت نه دى؟ ظلم نه دى؟ دوی ورته انسانان نه ښکاري؟

له دې وړاندې تېره ورځ هم د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د غزني د ولايت مخې ته لاريون کړى و او ويل يې چې د شاه ولي په نوم د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکى سيمه ييزو پوليسو په بې رحمۍ سره وژلى دى. دا لومړی ځل نه دی چې له سيمه ایزو پولیسو څخه خلک شکايت کوي، تردې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه پوليسو له وحشت څخه خلکو شکایتونه کړي.
نو د افغانستان د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې دسيمه ایزو پوليسو د شتون له مخې چې ولس اوحکومت ته دومره سرخوګۍ رامنتځه کیدای شي؛ نو څوک ددې ضمانت کوي چې شخصي ملیشې به ګویا د خلکو امنیت ټینګ کړي؟

حقیقت دا دی چې د حکومت له لوري پر قوماندانانو د وسلو وېشل امنيتي ستونزې نه کموي، بلکې نورې یې هم ډېروي. ځکه دا کار له امنیت سره د مرستې پر ځای امنیت ګواښي، او بيا سبا همدغه کسان د دولت د سقوط وسیله ګرځي. په داسې حال کې چې موږ امنیتي سکتور لرو ؛ ملي اردو لرو؛ ملي پولیس لرو او ملي امنیت هم لرو نو بیا د افغان ځواکونو له چوکاټ بهر د خلکو وسله وال کول او ملیشې جوړول څه معنا؟
که څوک د امنیت د ټینګښت په نامه شخصي ملیشې جوړوي؛ دا ولس ته د منلو وړ نه دي او افغان حکومت باید هیڅکله د دغه ترخې تجربې تکرار ته اجازه ورنکړي. اصلاً د حکومت له چوکاټه بهر د مخالفینو پر ضد د مبارزې په نوم هر ډول وسله وال فعالیت د بهرنیو ګټي خوندي کوي چې افغانستان به یو ځل بیا د ملیشه جوړونې د ترخې تجربې شاهد وي. ګاونډي هېوادونه غواړي چې دلته د وسله والو د ځپلو په نامه ملېشې جوړې کړي چې بیا وروسته همدا ملېشې حکومت ته سرخوږی جوړېږي. که درې لسيزو وړاندې حالاتو ته وګورو نو دغه شخصي ملېشې موږ ته ښې ندې تمامې شوې، که دغه شخصي ملېشې د دفاع وزارت په چوکاټ کې یا د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې، د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سره په مرسته کولو بدلې شي نو پایله به یې ډیره ښه وي.

لیکنه :

خوشحال آصفی