جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

د مسکو کنفرانس؛ سيمه ييزه همکاري که د لويو قدرتونو ټکر؟

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايې ځواکونو عمومي قومندان، جنرال نیکولسن تيره ورځ د امریکا مشرانو جرګې ته ویلي چې روسیه په افغانستان کې د وسله‌ والو مخالفینو ملاتړ کوي او د ناټو ماموریت پر وړاندې خنډونه جوړوي؛ روسيه وايې دغه هېواد چمتو دی چې له ناټو او متحده ایالاتو سره په افغانستان خپله همکاري له سره پیل کړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانگړی استازي، ضمیر کابلوف ويلي  «تر کومه چې موږ پورې تړاو لري، موږ چمتو یو چې له امریکا او ناټو سره د ځینو مشترکو مسایلو په اړه په افغانستان کې همکارۍ ته دوام ورکړو». نوموړي زياته کړې که څه هم روسيې تر دې دمه د ټرمپ له ادارې سره د افغانستان په اړه رسمي اړیکه نه ده نیولي؛ خو هر کله چې متحده ایالات وغواړي له روسيې سره خپله همکاري له سره پیل کړي، مسکو چمتو دی.

بل لور ته ټاکل شوې چې د روان عيسوي کال د فبرورۍ په ۱۵مه په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمه ‌ییزو هېوادونو یو کنفرانس هم جوړ شي، چې روسیه، چین، پاکستان، افغانستان، هند او ایران به يې ګډونوال وي. په ښکاره د دغه کنفرانس د دايرولو موخه سيمه ايزه همکاري او له ترهګرۍ سره مبارزه ياده شوې خو دا چې آيا په رښتيا به دغه کنفرانس د ترهګرۍ ضد مبارزې او سيمه ايزې همکارۍ ته لاره هواره کړي او که د لويو قدرتونو تر منځ د رقابت او سيالۍ يوه برخه به وي؛ دلته پرې بحث کوو.

مسکو ولې له افغانستان سره دلچسپي پيدا کړه؟

که څه هم روسيه تر ډيره د افغان حکومتونو په بهرني سياست کې کمه ونډه لري خو دا چې له څه مودې وروسته يو ځل بيا روسيه د افغانستان په چارو کې له ښکېلتيا سره علاقه ښايې؛ ځينې لاملونه شتون لري چې پر اساس يې مسکو اړ شوی دی چې د افغانستان په اړه نړيوال سياست ته راودانګي.

لومړی: لوی او عمده دليل يې د ملي يووالي حکومت په راتګ سره د افغانستان په بهرنۍ پاليسۍ کې د لويو قدرتونو تر منځ په اړيکو کې ناانډول رامنځته کيدل دي. دا چې د ملي يووالي حکومت له پيل راهيسې له امریکا سره امنيتي هوکړه ليک لاسليک کړ او امريکا هم له افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړې نو د افغانستان تکيه تر ډيره يواځې په امریکا شوه او روسيې په افغانستان کې خپل ځان ګوښه احاس کړ. اوس يو ځل بيا غواړي چې د افغانستان په سياست کې فعاله ونډه ولري نو په همدې اساس يې له افغانستان سره دلچسپي پيدا کړې ده.

دويم: په وروستيو کې په افغانستان کې د داعش په نوم ترهګرې ډلې د پراخيدونکي حضور هم روسيه دېته اړ کړه چې د افغانستان په مسايلو کې دخيله شي. ځکه روسيه داعش ډله د خپل ځان پر وړاندې د لوی خطر په توګه احساسوي او داسې انګيري چې ګويا ياده ترهګره ډله يواځې د همدوی د ځپلو لپاره د لويديځو هيوادونو پروژه ده. اوس په افغانستان کې د همدې احتمالی خطر د له منځه وړلو لپاره کله په افغانستان کې له طالبانو سره اړيکې نيسي او کله دلته له ناټو سره د همکارۍ بحث راپورته کوي.

دريم: له تروريزم سره په مبارزه کې د اوباما د حکومت ناکاميدل هم يو له هغو مهمو فکتورونو دی چې روسيه يې اړ کړه چې د لويې لوبې د پيل لپاره ميدان ته راودانګي. د امريکا د پخواني ولسمشر اوباما ادارې په افغانستان او سيمه کې جګړه ځکه پيل کړه چې په باور يې په سيمه کې ترهګري له منځه يوسي خو لکه څرنګه چې اوس معلوميږي چې د اوباما حکومت په خپل دغه پلان کې پاتې راغی نو اوس روسيه له فرصته په ګټې اخيستنې سره غواړي له ترهګرۍ سره د مبارزې کنټرول له امریکا څخه په خپل لاس کې واخلي او په دې توګه خپل سياسي رقيب امريکا ته ګوزار ورکړي.

اوس چې ټاکل شوې د فبروي په ۱۵ نيټه د سيمه ايزې همکارۍ په نوم د افغانستان، ايران، پاکستان، چين ، هند او روسيې تر منځ کنفرانس جوړ شي نو په دې کې امريکا حضور نه لري. او په دغه کنفرانس کې د امريکا نه شتون دا ثابتوي چې ياد کنفرانس د سيمه ايزې همکارۍ تر نوم لاندې د امريکا پر ضد د سيمه ايزو هيوادونو او روسيې يو ايتلاف دی او د افغانستان له امنيتي وضعيت سره به هيڅ ډول مرسته ونه کړي. له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په کار ده چې په داسې کنفرانسونو کې د امريکا همغږي هم بايد شتون ولري. او همداراز د وسله والو طالبانو د استازو چې د جګړې اصلي اړخ دي؛ شتون هم اړين دی چې غوښتنې يې واوريدل شي او د امکاناتو په رڼا کې له حکومتونو سره توافق ته ورسيږي او دغې بدمرغې جګړې ته د پای ټکی کيږدي. له دې پرته که په لسګونو داسې کنفرانسونو جوړيږي پايله به يې د تيرو هغو په شان يوازې د وخت ضايع وي او بس.

لیکنه : خوشحال آصفي