جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

«
»

د سیمه ییزو مسالئو د له پاره د حنيف اتمر هڅې

لیکنه: هېواد پال سمندر

پروت په وینو کی لت پت په پت کی ښه یم
نه د سرو زرو په تخت باندی بی پته

څلوېښت کلن روان ناورین افغانان د اسلام او ننګ په نوم هر ډول قرباني ورکړې او اوس هم د همدې اور په لمبو کې سیزي چې د دې لمبو د خامشولو له پاره ډېرو هڅو ته اړتیا شته چې دا په اصل کې د دې خاورې حق پر هر افغان دی ځکه خاوره د مور حیثیت لري.

بدبختانه د افغانستان په بربادۍ کې نور د آبادۍ خوبونه ويني. د یادولو وړ ده چې په دې هکله چې څنګه افغان ولس له دې ناورین څخه را وباسي حکومتي چارواکو بېلابېل ګامونه پورته کړي دي څو د دې هېواد بچو ته د هېواد پالنې روحیه ورکړي؛ خو د قناعت وړ پایله یې نه ده ورکړې.

په بېلا بېلو پاړونو کې افغان حکومتونو تر خپلې وسې منډې ترړې کړي دي څو د روان ناورین او د دې ستونزې د حل له پاره لارې چارې ولټوي؛ خو متاسفانه چې دې منډو او وهلو ځلو هغسې چې تمه کېده؛ هغه څه نه دي تر لاسه شوي؛ ځکه چې د مسالې د حل له پاره اساسي لار نه ده پيدا شوې او دا لار هله ممکنه ده چې د هېوادپالنې روحیه مو ښه غښتلې او رښتینې هڅې پیل شي چې فکر کړم دې ډول اړتیا ته د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر پیل کړي دي.

د یادلو وړ ده چې دلته تل په وړو فکتورونو فکر شوی دی او د ستونزې اساسي حل شاته پاتې شوی دی. دلته تل د جنګ د وسيلې (وسله والو مخالفانو) سره د مبارزې له پاره يو اندازه کار شوی دی؛ خو دا چې وسله وال مخالفان يوازې د جګړې وسیله ده او د جګړې اصلي لوبغاړي نور دي، د دوی د قناعت له پاره اساسي کار نه دی شوی.

 اوس د تيرو تجربو او اوسني وخت کې د نړۍ د سيالو هيوادونو د موخو په درک سره داسې وړانديز کيږي چې د افغانستان د مسالې د حل له پاره سيمه یيزه همکارۍ ته اړتيا ده؛ ځکه چې دلته جنګ اوس نړيوال شوی دی او لکه څنګه چې يې ګټې نورو ته رسيږي؛ نو همداسې يې سياسي زيانونه هم نورو رقيبونو هيوادونو ته متوجه دي.

که څه هم په افغانسان کې د روانې جګړې او حالت د سر او مال زيان افغان ولس ته اوښتی دی او لا هم دا پروسه روانه ده چې په افغانسان کې ښکلېل رقيب هيوادونه هم له دغه اور څخه په امان کې نه شي پاتې کيدلی. د افغانسان په مساله کې ښکېل هيوادونه که چېرته بې تفاوتي وکړي نو دلته دغه اور به یې تر لمنې ورسیږي.

 اوس د افغانستان د ستونزو حل يوازې او يوازې په سيمه یيزه همکارۍ او د سيالو هيوادونو ته د قناعت په ورکولو کې ده او د دغه کار له پاره په وروستيو کې د افغانسان د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر ملا تړلې ده.

 اوس محمد حنيف اتمر په دې هڅه کې دی چې د افغانستان په مساله کې د ښکېلو هيوادونو، هغوی چې تر ډېره د افغانستان په بهرني سياست کې د انډول د نه مراعات کولو له امله زيانمن شوي دي، د همدغو هيوادونو د قناعت حاصلولو له پاره د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار مټې رابډوهلي دي. دی هڅه کوي چې سيال هيوادونه لکه امریکا او روسيه، چين او امريکا، امريکا او ايران، پاکستان او هندوستان، هندوستان او چين یادیو هېوادونو ته نوموړی په دې ورستيو کې بېلابېل سفرونه درلودل چې ورستی سفر يې په روسیه کې د سوچي د نهمې امنیتي غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له امنیتي چارواکو ليده کاته يادولی شو. په دې سفر کې نوموړي د پاکستان، روسیې، ایران، قزاقستان، بلاروس او یو شمېر نورو هېوادونو له امنیتي چارواکو سره کتلي دي او ورسره په سیمه ‌ییزې امنیتي همکارۍ او پر یو شمېر نورو مسایلو غږيدلی دی.

 د ملي امنيت د شورا د وياند په وينا په دې لیدنو کې عموماً په سیمه کې د شته امنیتي او تروروېستي ګواښونو پر څرنګوالي باندې خبرې وشوې، د ترورېستي ګروپونو او نشه ‌يي توکو د قاچاق کوونکو او تولیدوونکو او په ټوله کې د سازمان شویو جرمي او اقتصادي جرمونو په اړه د دې هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر ایجاد باندې خبرې اترې وشوې.

له یادو هيوادونو سره د اتمر ليده کاته ځکه اړين دي چې دوی فکر کوي چې په افغانستان کې نشه ‌يي توکي د ترورېزم دغه نوې بڼه د دوی امنیت تهدیدولی شي، دلته د داعش موجوديت د ټولې سيمې له پاره يو ستر ګواښ دی او ښاغلي اتمر به ټولو اړخونو ته قناعت ورکړی وي چې په افغانستان کې روان بل شوی اور د دوی تر لمنو هم رارسيدلی شي. پس اړينه ده چې دوی يې په ګډه د مخنيوي له پاره صادقانه همکاري وکړي او د افغانستان لاسنيوی وکړي.

همداراز د ملي امنيت شورا سلاکار د افغان ـ هند د اړیکو په ژورولو کې هم پراخ رول درلودلی دی؛ له دې هېواد سره زموږ ډېرې پخوانۍ او تاریخي اړیکې دا یاجابوي چې داسې لیدا کاته زموږ اړیکې نورې هم غښتلې کوي چې پایه کې هندوستان له افغانستان سره هر راز مرستو او همکاریو ته چمتو شی او دی او همدا شان له هند سره یې عملي دوستي لا دوام وکړي. بل خوا له چين سره د افغانستان په اړيکو تودولو او په اقتصادي پروژو کې د چين د ليوالتيا پيدا کولو کې يې مهم رول ادا کړی دی او همدا شان چین د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر هم اتمر نور هم ډاډمنوي چې چين ته یې سفر درلود په دې سفر کې يې په افغانستان د چین باور زيات کړو او نوموړی هيواد یې له افغانستان سره هراړخیزو مرستو ته چمتو کړ. پايله دا شوه چې بلاخره تېره ورځ هند او چين چې خپل منځ کې کلک سيالان دي؛ دواړو د افغانستان په مساله کې د ګډې مرستې ژمنه وکړه. په ټوله کې ويلای شو ښاغلی اتمر د افغانسان د مسالې د حل اساسي لوبغاړی دی چې وروستۍ هڅې يې د ستايلو وړ او ولس ته هيله ورکوونکې دي.

که زموږ سیاسیون، سوداګر، خصوصاً محصلین د هېواد پالنې روحیه غښتلې کړي چې باید غښتلې یې کړي نو ډېر ژر به د مثبتو بدلونونو شایدان واستو او ډېر ژر به د آرام ساه وباسو او د سولې له نعمته به برخمن شو او له دې روان ناورین به د نجات ساحل ته ورسو او پر ځان به له همدې کبله د رحم فکر را پیدا شي چې په پایله کې خدای جل جلاله هم پر موږ ورخمېږي او دا خاوره به نور د کومې کونډې یا یتیم د ها له امله مهربان شي.

په همدې هیله