به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د سولې مخکې کورنی غوبل؛ نړيواله اجماع شته خو کورني خلک راضي کړئ

په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې په وروستيو کې طالبانو خپلو خونړيو بريدونو ته زور ورکړی او د روژې په مبارکه مياشت په خاطر يې هم اوربند ونه کړ؛ په ورته مهال ورسره په قطر کې د زلمي خليلزاد او وسله والو طالبانو تر منځ شپږم پړاو خبرو ته دواړو لوري (امرکا او طالبان) هیله مند دي او دواړو لورو په کې د پرمختګ يادونه کړې ده. خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره د سولې په شپږم پړاو خبرو کې یو څه پرمختګ شوی او دواړو خواوو د یو بل نظرونه په زغم اورېدلي دي. تر دې وړاندې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین هم له امریکایانو سره د طالبانو په خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې وه.

که څه هم په قطر کې د دواړو لورو د خبرو غټ جزيات د دغو خبرو له پيله تر اوسه نه دي روښانه شوي خو په ټوله کې دغو خبرو ته د دواړو لورو هيله مندۍ د افغانانو تر منځ هم هيله مندي زياته کړې ده. داسې معلوميږي چې سوله راتلونکې ده او طالبان به هم له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

په ورته مهال د افغان سولې په اړه د سيمي او نړۍ هيوادونو ته د زلمي خليلزاد تير ترسره شوي سفرونه هم دا په ډاګه کوي چې د افغان سولې بهرني اړخونه هم سلا شوي چې نور بايد دلته جګړه پایته ورسيږي. بهرني اړخونه هم اوس تر ډيره هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې خپل نفوذ پيدا کړي په همدې خاطر د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي. په دې مانا چې د سولې لپاره نړيواله او سيمه ايزه اجماع هم تر ډيره رامنځته شوې ده.

خو په داسې حال کې چې د افغان سولې بهرني اړخونه سره د جنګ په پایته رسولو سلا شوي معلوميږي؛ په کور دننه د سولې کورنی اړخ پيچلی او جنجالي شوی دی. که څه هم افغان حکومت هڅه وکړه چې د سولې مشورتي جرګې له لارې د سولې په اړه يو واحد دريځ رامنځته کړي خو له حکومت سره د سياسيونو مخالفت يا په ټوله کې د حکومت او افغان سياسيونو تر منځ ټکر دغه شورا او په کور دننه د سولې اجماع تخريب کړې ده.

اوس چې د افغان سولې په اړه د سيمي هيوادونه تر ډيره سلا شوي ښکاري؛ په کور دننه غوبل جوړ شوی دی. د حکومت مخالف سياسيون خو هسې هم له حکومت سره وران دي، اما اوس پخپله د حکومت نيمه بدنه بيرته د حکومت د کړنو مخالفه شوې ده. نيمه حکومتي دستګاه د حکومت له رهبرۍ سره مخالف ده. ډاکټر عبدالله چې د حکومت نیم شريکوان دی؛ هم د سولې په اړه د افغان حکومت له طرحې سره مخالف دی. همداسې په وزارتونو کې هم اختلافونه موجود دي.

د ولسمشرۍ نوماندان او ډيری سياسيون د سولې په اړه د حکومت د هڅو کلک مخالف دي. هر يو يې سوله له خپل نظره تعريفوي او هر يو ورته بيله بیله طرحه وړاندې کوي خو هيڅ يو يې هم له بل سره په يوې طرحې موافق نه دي. دا مهمه نه ده چې د دوی مخالفت له شخصي عقدې سرچينه اخلي او که واقعاً د سولې لپاره دوی له حکومت غوره طرحه لري. بلکې مهمه دا ده چې د سولې په اړه واحد دريځ نه لري.

څه کول په کار دي؟

افغان حکومت او سياسيون اوس د دې پر ځای چې د یو او بل پښې ووهي، يو او بل پسې ستغې سپورې ووايې او يو پر بل نيوکې وکړي؛ بايد سره کينې لومړی خپلمنځي مشکل حل کړي بيا دې په ګډه له طالب سره مشکل حل کړي. اوس چې دوی په خپل منځ کې جوړ نه دي نو طالب به څنګه د سولې په اړه خبرو ته قانع کړي. اوس خو طالب ته هم بهانه په لاس ورغلې چې حکومت او د کابل سياسيون په خپل منځ کې جوړ نه دي نو له ما سره به څه جوړ شي.

افغان حکومت بايد لومړی د حکومت شريکوال ډاکټر عبدالله راوغواړي، له نوموړي سره خپل مشکل حل کړي، د حکومت د بدنې له منځه دې اختلافونه خلاص کړي او د سولې په اړه د حکومت له ادرسه يو واحد نظر او دريځ راپورته کړي. بيا چې حکومت يوه خوله شو نو له سياسيون دې راوغواړي او له هغوی سره خپل مشکل حل کړي.

سياسيون هم بايد د خپلو شخصي او کمپایني عقدو په خاطر د سولې ملي پروسه تخريب نه کړي، دوی هم بايد ټولې پنځه واړه ګوتې په خولې ونه منډي او له حکومت سره د خپل مخالفت په حل کې له انعطاف کار واخلي. که داسې ونه شي، د سولې لپاره په کور دننه ملي اجماع رامنځته نه شي، سوله خو به وشي اما داسې سوله به يواځې د نورو قدرتونو ګټې خوندي کړي، يواځې بهرنی اړخ به سولې ګټه واخلي خو افغانستان ته به يې ګټه ونه رسيږي. له طالب سره له سولې وروسته به د سياسيونو تر منځ اختلافونه اوج ته ورسيږي. بيا به هم افغانان د همدې سياسیون د اختلاف ښکار شي او نور هيوادونه به مو بيا له دغې مخالفته ګټه پورته او يوه بله ډله به راپورته کړي چې جګړه جاري وساتي.

لیکنه : خوشحال آصفي