قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

«
»

د رياض کنفرانس؛ د ترهګرۍ سره د مبارزې او که د ايران لپاره د ګواښ سرمشريزه؟

تيره يکشنبې ورځ په سعودي عربستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم سرمشریزه کې چې د امریکا ترڅنګ د اسلامي هیوادونو د نېږدې ۵۴ هیوادونو مشرانو ګډون کړی؛ د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ټرمپ د افغان پوځیانو ستاینه کړې او زياته کړې يې ده چې د افغانستان زړور ځواکونه په خپل هیواد کې له طالبانو سره په جګړه دي او له متحد عربي اماراتو مننه کوم چې افغانستان ته یې ځواکونه استولي دي. نوموړې د ياد کنفرانس په ترڅ کې ځينې جالبې او د فکر وړ څرګندونې وکړې.

يوه د مکس او د بحث وړ خبره يې دا ده چې له ايران پرته د کوم بل هيواد نوم  يې ياد نه کړ خو زیاته يې کړه داسې هیوادونه هم شته چې د ترهګرو ملاتړ کوي، هغوی ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي. نوموړي همداراز د دوشنبې په ورځ د اسرايلو له ولسمشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې هم ایران ته خبرداری ورکړ او زياته يې کړه، ايران باید ترهګرو ته روزنه او د پیسو لیږد فوراً بند کړي. بله د مکس وړ خبره يې ترهګري يواځې د اسلامي هيوادونو پورې منحصرول دي. نوموړي د اسلامي هيوادنو په کنفرانس کې ويلي چې ترهګري په اسلامي هېوادونو کې روانه ده او د دغو هېوادونو مشرانو ته په کار ده چې پر خلاف یې د مبارزې لپاره سره یو لاس شي. همداراز ډونالډ ټرمپ په دغه ناسته کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له خپلو سیمو ترهګر وباسي او د مسلمان د کلیمې پر ځای یې د شیعه او سني کلیمې جلا جلا یادې کړې.

په تازه کې د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې ترهګر د جوماتونو نه، بلکې د امریکا او د هغې د متحدینو د پالیسیو زېږند دي. ښاغلي کرزي ويلي ترهګر اوس هم په هغو هېوادونو کې مرکزونه لري او ازاد فعالیت کوي چې امریکا یې ملاتړې ده او مالي مرستې ورسره کوي. کرزي د ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د مسلمان د کلیمې پر ځای یې د شیعه او سني کلیمې جلا جلا یادې کړې؛ ويلي چې سني او شیعه دواړه لکه په مسیحیانو کې د کاتولیک، ارټو ډوکس او پروټسټانټ په څېر وروڼه دي.

لومړی خو دا چې ترهګري مسلمانان نه کوي بلکې ترهګري د اسلام له سپيڅلي نوم څخه په ګټې اخيستنې د نورو کفري هيوادونو پروژه ده چې د اسلام د بدنامولو په خاطر يې د اسلام د عوده دارانو په لاس ترسره کوي. دا سمه ده چې ترهګر په اسلامي هيوادونو لکه ايران او پاکستان کې روزنځايونه او پناه ځايونه لري خو تغذيه او مالي ملاتړ يې د کفري هيوادونو په لاس کې دی. ښه بېلګه يې له پاکستان سره د امريکا متحده ايالاتو په ميلياردونو کلنۍ مرستې دي چې اوس هم  دوام لري.

دويمه دا چې د رياض په کنفرانس کې ښاغلي ټرمپ يو ځل بيا د امریکا د پخواني ولسمشر په پل پل کېښود او پاکستان چې د ترهګرو اصلي او ستر روزنځای دی؛ له ړندې سترګې لاندې تېر کړ. په دغه کنفرانس کې ډونالډ ټرمپ يواځې د ايران يادونه وکړه چې ترهګر روزي او مالي ملاتړ يې کوي خو پاکستان چې افغانستان، سيمه او ټوله نړۍ ترې په سور تنور کې ولاړه ده؛ هيڅ يادونه هم ونه کړه.

د اسلامي هيوادونو په دغه کنفرانس کې د امريکا ولسمشر ټرمپ يادونه وکړه چې د ترهګرۍ جرړې بايد وباسل شي خو له بده مرغه ويې نه ويل چې د ترهګرۍ جرړې چيرته دي، ترهګري له کومه ځايه تغذيه کيږي او ټوله سيمه چا ناکراره  کړې ده؟

جالبه دا ده په خپله هغه هيوادونه چې په دغه اسلامي کنفرانس کې ګډونه کوي؛ ځينې يې د ترهګرۍ اصلي ملاتړي او سرچينې دي. همدغه پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هغه لومړني هيوادونه و چې په افغانستان کې يې د طالب نظام ته مشروعيت ورکړ او په رسميت يې وپېژانده. عرب هيوادونه اوس هم په طالب پوره نفوذ لري او عرب شېخان يې لويې مالي سرچينې دي. همدغه پاکستان په ځلونو اعتراف کړی دی چې طالبان د دوی تر نفوذ لاندې دي او د دوی په خاوره کې پناه ځايونه لري. نو بيا ولې ښاغلی ټرمپ د دغو هيوادونو يادونه نه کوي؟

ټرمپ د دې لپاره چې خپل سياسي رقيب (روسيې) سره د خپل غلام (پاکستان) د نوې يارانې باج بايد اخيستلای وای او په زغرده يې د پاکستان نوم ياد کړی وای چې د ترهګرو ملاتړی دی او که خپل دغه کار ته دوام ورکړي نو بايد د خپل عمل سزا وويني. خو له بده مرغه چې داسې ونه شول. اوس ولسمشر غني ته په کار ده چې د خپلې وينا پر مهال دغې اصل ته په پام د ترهګرو د اصلي حامي هيواد له مخه پرده پورته کړي او د پاکستان يادونه وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي