عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

د روسیه سیاسی او دفاعی امنیتی موخې د شانګهای د همکاریو پر سازمان کې!

لیکوال: قاضی نجیب الله جامع

د سړې جګړې له پایته رسیدو سره سم، د شوروی اتحاد کبرجنه او ځواکمنه امپراطوری هم دړی وړی شوه، هغه امپراطوری چی له نړیدو سره جوخت یې د روسیه فدارسیون پر کورنی اوسیمه یزه کچه له ډیر زیات شمیر کورنیو ستونزو او ناخوالو سره مخ کړله، ځکه پدې وخت کې روسیه پر ټولنیزه کچه له مارکسیسټی سیاسی نظام څخه د ګذار په حالت کې د یو نوی ټولنی په لور له ډیرو سختو ټولنیزو سیاسی، اقتصادی او امنیتی شرایطو تجربه کولو په حال کې وله.

 

ددغو سیاسی او ټولنیزو نا کراریو د بی ثباتی ترټولو لوی لامل د سړې جګړې څخه د راوتلې سیاسی ډلیو ترمنځ  د یو ځانګړی هویت پر وجود کښې د معین مفهوم او تعریف نشتوالی  تیوریک بحث ولو، کوم چی وکولای شی د یوې سراسری ملی اجماع پر سر سره را ټول شی او وتوانیږی لدې لاری خپل کورنی او بهرنی سیاستونه تر تیب او پلې کړای شی.

 

پدې موخه د ۱۹۹۰ کلونو پر اوږدو کښې د شوروی اتحاد د امپراطوری په ړنګېدو سره په کورنی کچه ډېر داسی سیاسی او فکری لوری رامنځته شول تر څو دغه هیواد د بیلا بېلو سیاسی، فرهنګی او  جغرافیایی دلایلو پر مټ یو لوری ته لیواله او وهڅوی د بیلګه په توګه د روسیه فدارسیون د سیاسی حیات په لومړیو کلونو کې لوی هڅی پردې وی تر څو روسیه د لویدیځ او اروپای بلاک پر فرهنګی هویت کې تعریف کړی، هغه لیدلوری چی ولسمشر بوریس یلتسن او دهغه وخت د بهرنیو چارو وزیر کوزیروف چی دواړه غرب  پلوی څېرې ولې تر افراطی اغیزې لاندی ولو، اما د هغه مهال نامساعدو اقتصادی او ټولنیزو حالاتو دا سیاستونه له چلینج سره مخ کړل، او د کال ۱۹۹۰ کال پر پېل کښې تند لاری ناسیونالیسټ ګوند د ولادمیر ژیونیفسکی په مشری د کال ۱۹۹۳ پر ټولټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون څخه وروسته پدې یې بریالیتوب حاصل کړل، په پایله کې د هغه هڅی او کوښښونه ولو تر څو له اروپای افکارو سره د کلک ټکر لرلو پر بنسټ روسیه وتوانیده تر څو عملا یو غیری غربی اما شرق ته لیواله هویت ته ددی هیواد د بهرنی سیاست په اسټراټژیوکې د عمل غیږه خلاصه شی.

دا نا څاپه بدلونونه تر هغه ځای مخته لاړل تر څو په کال ۱۹۹۶ کښې  کوزیروف دېته اړ شو تر څو له خپلو سیاسی تمایلاتو څخه لاس په سر شی، او د« ګاګ ب» د مسول مدیر یوګنی پریماکوف رسیدل د بهرنیو چارو وزارت ته مسکو په لویه کچه د غرب پالنی له سیاسی لیدلوریو لری شو او ټوله پاملرنه یی په خپل بهرنی سیاست کښې د ختیځ لور ته ځانګړی کړله

 

لکه ددې ښه اود تحلیل وړ بېلګه د روسیه وروستی ګرمې اړېکې او ځانګړی پاملرنه د چین، هند، جاپان او هغو سیمو ته وله کوم چی له روسیه امپراطوری څخه د سړې جګړې د نا سالم مدیریت په صورت کې پېل شوی، لکه د قفقاز او مرکزی اسیا حساسی سیمی ته دی، هغه سیمې چی روسان ورته د ډېر ارزښت او حساسیت پر بنا د « نږدې خارج» اصطلاح هم کاروی او حتی یو شمیر غربی شنونکی د یادو شویو سیمو امنیتی، اقتصادی او سیاسی ارزښت د روسیه له پاره لکه امریکا ته د لاتینی امریکا سره مقایسه کوی.

د روسیه فدارسیون د لږ غوړیدو او په هوښ راتلو سره په ځانګړی ډول د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ چی ولادیمیر پوټین واک ته رسیدلی د خپلو دغو پر ځانګړی ډول د شوروی اتحاد د امپراطوری د سیاسی، اقتصادی او فرهنګی برم د را ژوندی کولو په موخه ډېر زیات او چټک  ګامونه اخیستلی، لکه د خپلواکو هیوادونو د ټولنی جوړول، د مشترک المنافع هیوادونو د ټولنی جوړول، پر قفقاز کښې  نظامی حضور او همدا ډول د ۵ غړو هیوادونو شانګهای د همکاریو سازمان جوړول د چین او مرکزی اسیا هیوادونو پر ګډون – هغه هڅې چی په ښکاره د روسیه فدارسیون په سیاستونو کښې شرق ته  د ځانګړی کتنې په سر کښې له ۱۹۹۰ کاله راپدېخوا د کرملین خصوصا د اندر پریماکوف پر وزارت او د ولادیمیر پوټین پاملرنی او اهمیت وبلل شی.

 

موږ دلته د روسیه شرق ته د ځانګړی پاملرنی او لیوالتیا د سیاست په لړ کې د روسیه  سیاسی، او دفاعی – امنیتی او موخی او ګټی له دغو اړیکو څخه د شانګهای د همکاریو سازمان د میکانیزمونو په وجود کې تر غور او کتنی لاندی نیسو، او وبه ښیو چی اغیزې به یې د روسیه او سیمی او پر روانو معادلو څه وی؟…

سیاسی – امنیتی دفاعی موخې او ګټې

په لومړی یوه لیسزه کې روسیه ونه توانیده تر څو د یو شمېر ټولنیزو او سیاسی ناخوالو له امله د شرق اسیا او په ځانګړی ډول مرکزی اسیا د له پېښو ډکې سیمې او د سیاسی قدرت په متحول چاپیریال کې خپل تاریخی نقش ولوبوی، نو ځکه لویو قدرتونواو په ځانګړی ډول د امریکا متحده ایالاتونو او دهغوی ملاتړی اروپای هیوادونو کوښښ وکړلو تر څو له دغه کړکېچنې فضا څخه په استفاده دلته د خپلې خوښې اقتصادی، سیاسی او امنیتی فضا رامنځته کړی، اما په وروستی یوه لیسزه کې وروسته له هغه چی ولادیمیر پوټین د سیاسی واکمنې پر ګدی کښیناست، روسیه و توانېده چی د سیمی په کچه د نسبی احیای قدرت لاسته راوړی اوکوښښ یې کړی تر څو د غربی قدرتونو د هغه سازمان شوی نفوذ او لاسوهنو په وړاندی د سیاسی قدرت په بحث کې د مقابلی او چنو وهلو لازم توازن رامنځته کړی.

پر همدې بنسټ مسکو په ټولو سیمه یزو جوړښتونو لکه د ټولیز امنیت سازمان، د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو سازمان او په ټوله کې د شانګهای د همکاریو سازمان څخه غواړی اوپدې لټه کې دی چی تر څو د اوراسیا او قفقاز پر سیمه کې د ناټو او امریکا متحده ایالاتونو پراختیایی اسټراټژیانی چلینج کړی او له سیاسی او نظامی لحاظه د قدرت متقابله موازنه په څلورو ۴ بنسټیزو  برخو کې رامنځته کړی.

الف. یو له مهیمو او بنسټیزو سیاسی او دفاعی – امنیتی اهدافو او موخو د روسیه له ملاتړ د ټولو منطقه ای جوړښتونو څخه پر ځانګړی ډول د شانګهای د همکاریو د سازمان څخه د یو اصل په توګه دا وه تر څوخپل کورنی ملی یوالی او ځمکنې بشپړتیا د ملت پالو قومی او مذهبی ډلیو د ازادی غوښتونکو خوځښتونو له ظهور څخه وساتی، ځکه چی روسیه لا تر اوسه هم په فرهنګی او ټولنیزه کچه د همغږی او تعامل وړوکی اجتماعی میثاق ته هم نه دی رسیدلی تر څو وتوانیږی په یویشتمی پیړۍ کې د خپلو ملتونو د منسجمو او چټکو خوځښتونو ټولیزو غوښتنو ته ځواب ووایه، له همدی امله دی چی په تاریخی لحاظه روسیه تل د ټروریزم افراطګرایی  او بیلتون غوښتونکو ډلیو د ځواکمن حضور او ګواښ سره مخ وی، روسیه دغه مذهبی او قومی ډلی په ځانګړی ډول دقفقاز مسلمانان، هغه چی دلویی روسیه د بیا احیا په لار کې په کورنی کچه غټ خنډ دی  له بهر سره پر اړیکو تورنوی، اوس روسیه پالیسی میکرانوهغه د خپل ملی امنیت دبقا او پراختیایی سیاست سره پر ټکر کښی بولی اویوله مهیمواهدافو د مسکوپر دغوجریانونو لاس بری او غلبه وله، کوم چی د شانګهای د همکاریو سازمان پر څیرد سیمی سازمانونو پر وجود کښې د څو اړخیزو ملاتړونواو همکاریو له لاری پر ځانګړی ډول د شانګهای  د سازمان له وجودی اهدافود روسیه پر وړاندی دکورنی امنیت د ثبات  په برخه کښې شمیرل  کیده، هغه چی مسکو یا کرملین  ددغو جریانونو د ټکولو خنثااو له منځه وړلو په برخه کښې د مرکزی اسیا د متحرکه او شاهی ډموکراټو مطلق العنان او دخلکو له ملی او ارزښتی ملاتړه خالی واکمنیو سره پر همکاری ورته رسیدلی او غلبه یی پری حاصله کړی دی.

ب. په سیمه کښی پر ځانګړی ډول د مرکزی اسیا او قفقاز په سیمو کې چی د روسانو په عامیانه اصطلاح نږدې خارج ورته ویل کیږی او د سیاسی امنیتی جغرافیه لیدلوری پر بنسټ چی ارزښت یې روسیه ته لکه د امریکا له پاره له لاتینی امریکا څخه کم ندی، د ناټو او امریکایی پراختیایی  سیاسی نفو‌ذ څخه  مخنیوی هغه چی روسیه وتوانېده  څو د شانګهای د همکاریو سازمان د ګډو امنیتی  او دفاعی سیاستونو پر نیولو سره په ازبکستان کې د ټروریسټی کړنو ضد یو مرکز رامنځته کړی، دا ډول د لومړی ځل لپاره وروسته له سړې جګړې د دوی پریکړو ددی جرات پیداکړل تر څو په ازبکستان کې د خان اباد او په قرقیزستان کې د مناس هوایی اډی چی ناټو او امریکایی ځواکونو ته یې په افغانستان کې غیری نظامی اړین اکمالات تر سره کول وتړی،روسیه وتوانېده چی ددغو اډو پر تړلو سره خپل حساس سنتی سیاسی مراکز پر امن کې کړی، او هغه سیاستونه چی تراوسه پورې معطل پاتې کړای شوی ولو د مرکزی اسیا پر دغه محصوره سیمه کې  یو په بل پسي په پوره زرکتیا پلی کړی

ځکه په ټولیز ډول د شوروی اتحاد تر حاکمیت لاندی جمهوریتونه د روسیه لپاره له دریو منظرو ډیر د ارزښت وړ دی.

۱.   داچی دا هیوادونه د پخوانیو جوړښتونو او مناسباتو پر بنسټ د روسیه اړوند بازارونه بلل کیږی هغه چی روسیه هیله منده دی ترڅو وکوالی شی د سیمه یزو جوړښتونو پر مټ دا اړیکې یو ځلی بیا جوړی او وروغوی.

۲.   د شوروی اتحاد دغه پخوانی جمهوریتونه په امنیتی لحاظ د دوی اسټراټژیک عمق بللی کیږی، او روسیه دا سیمه د خپل سنتی امنیت د تضمین په موخه خپل انحصاری حق ګڼی.

۳.  په لوی کچه روسیه د منطقوی جوړښتونو په رامنځته کولو او په هغوی د پراخی ونډې په صورت کې غواړی  د شوروی اتحاد پخوانی جمهوریتونه او د قفقاز سیمه د یوې ټوپ وهونکی تختې په ډول نړیوال نظام کې د لوبی په موخه وکاروی. پر همدی بنسټ روسیه تل د هر ډول تحرک اړوند پدی سیمه کې حساسه دی، او په چټکی ددغه ډول تحرکاتو په وړاندې له خپل ځانه غبرګون ښیی، هغه چی د ګرجستان څخه د سهیلی اوستیای  او ابخازیا بېلول د همدغه حساسیت وړاندیونه ښیی، داچی روسیه به په راتلونکی کی هم ددی سیمی د پېښو اړوند ځانګړی پاملرنه ولری. 

 

ج.  روسیه هڅه کړی ترڅو د خپلو پراختیایی سیاستونو په لړ کې ځان په سیاسی او امنیتی کچه ددی سیمی تر ټولو په اغیزمن منطقوی هژمون بدل کړی، بنا پردی سیمه کی هر ډول روسی ضد تحرک د مسکو د دولت پر وړاندی ګڼی، هغه چی د مرزی امنیت په خطر کی لوېدل،د روسی لږیکو پر وړاندې  تهیدیونه هغه عوامل دی چی د روسیه د قدرت او برتری غوښتنی  پلمی  ددی سبب شوی تر څو روسیه په سیمه او ځانګړی ډول د مرکزی اسیا هیوادونو کی د لاسوهنی پر موخه فعالیت وکړی، بل لورته د مرکزی اسیا هیوادونه هم پر لویه کچه په بهرنی سیاست کي د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ پر ځانګړی ډول پر امنیتی او سیاسی برخه کی له مسکو سره تړلی اړیکې لری.

د. او په اخر کښې د خپل نړیوال ځای پراختیا، دا د روسیه هغه سیاسی او دفاعی – امنیتی سیاستونه دی چی هم یې د شانګهای د همکاریو سازمان په میکانیزمونو کښی په لټه دی او هم یی د ګډو ګټوهیوادونو او نورو منطقوی سازمانانو له لاری د تحقق په موخه غواړی کار وکړی.