حال: زمانست یا هستی؟

بیت: غم فردا، کز غصه دیروز ریزد به هجوم انرژی، کشف زمان…

درختی سرشار از روح حماسی  و جلوه های معبودایی

نویسنده: مهرالدین مشید تک "درخت توت" و دغدغه های شکوهمند خاطره…

کهن میلاد خورشید 

رسول پویان  شـب یلـدا بـه دور صندلی بـسـیار زیبا بود  نشـاط و…

مبانی میتودیک طرح و تدوین اساسنامهٔ سازمانهای مدنی

نور محمد غفوری شاید همه خوانندگان محترم روش تحریر و طُرق…

انحصار طلبی ملا هبت الله، کشته شدن حقانی و سرنوشت…

نویسنده: مهرالدین مشید ختلاف های درونی طالبان و کش و قوس…

ریحان می شود

قاضی پشتون باسل حرف  نیکو مرکسان را  قوت  جان میشود قوت جسم…

کهن جنگ تمدن 

رسول پویان  نفـس در سـینۀ فـردا گـره افتاده بازش کن  بـرای خــاطــر…

ترجمه‌ی شعرهایی از بانو روژ حلبچه‌ای

هر گاه که باران،  آسمان چشمانم را در بر می‌گیرد. آن، تکه…

سلام محمد

استاد "سلام محمد" (به کُردی: سەلام موحەمەد) شاعر کُرد، زاده‌ی…

آغاز یک توطیه ی جنایت بار و کوچ اجباری پنجشیریان

ویسنده: مهرالدین مشید امروز روستای دشتک پنجشیر و فردا هم دشتک…

آغوش مادر وطن!

امین الله مفکر امینی       2024-08-12! مــرا مادر وطن ومردمش بس گرامیســـت هرکه مادروطن…

نور کهن 

رسول پویان  نـور کهن ز روزن دل جلوه گر شدست  هـور از…

بمناسبت  ۷۶ و مین  سالروز  تصویب اعلامیه جهانی حقوق بشر  

نوشته از بصیر دهزاد  اوضاع وخیم کنونی بین المللی، حلقه تنگ…

دادخواهی برای مهاجرین افغان که از تاجیکستان اخراج اجباری می…

من محمدآصف فقیری نویسنده و پژوهشگر و مدرس حقوق و…

عرفان در سیاست

– دکتر بیژن باران ایران از سده 19 با نپذیرفتن…

دعوت صالح به آمریکا و" هفت خوان رستم "اختلاف های…

نویسنده : مهرالدین مشید  چرخش در سیاست آمریکا یا ابزاری برای…

پردۍ ناولې پروژې ودروئ

عبدالصمد ازهر                 …

حقوق بشر 

تدقیق و نگارشی از سخی صمیم.   حقوق بشرچه نوع حقوق راگویند…

ترجمه‌ی شعرهایی از آقای "آسو ملا"

(به کُردی: ئاسۆی مەلا) شاعر کُرد زبان توسط #زانا_کوردستانی  (۱) مفت مفت‌اند، شلوار،…

فرهاد پیربال

استاد "فرهاد پیربال" (به کُردی: فەرهاد پیرباڵ) نویسنده، شاعر، مترجم،…

«
»

د جلا وطنه حکومت ټولنیزه- کلتوري خوا

نور محمد غفوری

د خبرونو او مطبوعاتو له مخې داسې ښکاري چې په افغانستان کې د جلاوطنه حکومت د جوړولو موضوع ورځ تر بلې مهمه بلل کيږي او دادي همدا اوس دریو نفرو ځانونه په تبعید کې د افغانستان د حکومت ولسمشران بللي دي. له دې کبله ګټوره ده چې زموږ وطنوال ددې موضوع په اړه کافي معلومات ولري، تر څو وکولای شي په ښه ډول  په دې اړوند د خپل وطن په ګټه موضع ونیسي. ما په مخکې دوو لیکنو کې د جلاوطنه حکومت د ماهیت او د هغو د اقتصادي اړخ په اړه توضیحی لیکنې وکړې او دادي اوس د هغه په ټولنیز- کلتوري اړخ باندې رڼا اچول غواړم. 

د جلاوطنه حکومت د ټولنیزو کلتورې خواوو په اړه چې خبرې کیږي، دا ټولې هغه هلې ځلې، فعالیتونه، او هڅې په بر کې نیسي چې دا ډول حکومتونه یې د خپل حیثیت او ملی او بین المللي اعتبار د لوړولو په خاطر د هېواد د خلکو د کلتور، هویت، او ټولنیز جوړښت د ساتنې او پراختیا لپاره کوي. دغه ټولنیز- کلتوري اړخ د خلکو ترمنځ د یووالي، د ملي هویت د ساتلو، او د خپلواکۍ لپاره د ملاتړ زیاتولو په موخه کارول کېږي، د خپل ملت د ملي هویت د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅې کوي، د خپل ملي کلتور، ژبې، تاریخ، او ملي ارزښتونو د ساتلو او تبلیغ په موخه پروګرامونه جوړوي چې د خلکو تر منځ ملي یووالی او ملي تفاهم ته وده ورکړي. دا هرڅه په ملي تاریخي روحیه او د خارجي یرغلګرو او داخلي ظالمانو په وړاندې کاروي چې له لاسه یې دوی له وطنه د بهر تګ ته اړ ایستل شوي دي. د کلتوري او تاریخي پیښو د نمانځلو پروګرامونه، کنفرانسونه، او جشنونه تنظیموي، چې د خلکو په زړونو کې د ملي هویت اوملي یووالي روحیه غښتلې کړي. د ملي ژبې او ادبیاتو د ترویج لپاره هڅې کوي، چې په دې کې د کتابونو چاپ، د ښوونیزو پروګرامونو پیل، او د لیکوالانو او شاعرانو ملاتړ ته کار کوي. د خپلو خلکو د ملاتړ لپاره د ټولنیزو او خدماتي شبکو جوړولو ته هڅې کوي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو د جلبولو له پاره چې له خپل وطن څخه بهر ته مهاجر شوي وي د ښوونې او روزنې فرصتونه رامنځته کوي، ښوونځي ورته جوړوي، تیوریکي کورسونه او تعلیمي مرکزونه جوړوي او داسې نورو کارو ته لاس اچوي. خلکو ته ټولنیزو خدمات برابروي او د ستونځو د حل په اړه مشورې ورکوي، تر څو چې د خلکو اړتیاوې پوره او د ژوند شرایط یې ښه کړي.

  جلا وطنه حکومتونه هڅه کوي چې د ملي او کلتوري ارزښتونو د ترویج او خپرولو لپاره پروپاګند وکړي چې نړیواله ټولنه د دوی د هیواد د کلتور، تاریخ، او ملي ارمانونو په اړه معلومات تر لاسه کړي. خپل ملي او کلتوري پیغامونه د مطبوعاتو او رسنیو له لارې خپروي. هنري او کلتوری فعالیتونه کوي، نندارتونونه، تیاتر، د موسیقي پروګرامونه او فلمونه جوړوي، ترڅو خپل تاریخي او ملي کلتور نړیوالو ته وړاندې کړي او ملاتړ یې ترلاسه کړي. د ملي یووالي او پیوستون روحیه غښتلې کوي او خلک هڅوي چې د هېواد په داخل کې د موجود حکومت پر وړاندې یو موټی شي او د خپلو ملي ارمانونو لپاره په ګډه مبارزه وکړي. د مختلفو قومي او مذهبي ډلو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا هڅه کوي، ترڅو د ملي غورځنګ د پیاوړتیا لپاره د ټولو خلکو ملاتړ ترلاسه او د سراسري ملي مقاومت روحیه غښتلې کړي. د نورو هغو ټولو مدني ټولنو، د ځوانانو، ښځو، او نورو ډلو ملاتړ کوي چې د موجوده حکومت پر وړاندې فعالیت کوي.

 ددې له پاره چې د داخلي او نړیوالو پرمختللو دولتونو او د مدنیت پلوو کسانو ملاتړ تر لاسه کړای شي، د وینا او سیاسي فعالیتونو د آزادۍ او د بشري حقونو د ملاتړ لپاره کمپاینونه کوي او پروګرامونه نیسي. د خپلو خلکو د کلتوري، اتنیکي او مذهبي حقونو د ساتلو له پاره غږ جګوي او د نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د فرهنګي اړیکو جوړولو لپاره کار کوي تر څو چې د خپلې مبارزې د مشروعیت د تثبیت په خاطر د خپل ملي او کلتوري هویت د ملاتړ لپاره د نړیوالو ملاتړ راجلب کړي. 

د جلا وطنه حکومت ټولنیز-کلتوري اړخ د خلکو په منځ کې د یووالي، ملي هویت، او کلتوري ارزښتونو د ساتلو، ترویج، او پیاوړتیا لپاره دی. دا حکومتونه هڅه کوي چې د خپلو هیوادوالو ملاتړ ترلاسه کړي، د سراسري ملي مقاومت روحیه پیاوړې کړي، او په نړیواله کچه د خپلې مبارزې لپاره مشروعیت او ملاتړ جلب کړي.

اوس نو که کوم څوک او یا کومه ډله غواړي چې د افغانستان له پاره جلاوطنه حکومت جوړ کړي، باید د همدغو ټولنیزو- کلتوري دندو له عهدې څخه ووتلای شي. 

نور محمد غفوري

24.09.2024