به بهانۀ نگاهی به دیوان اشعار نثار احمد " نثاری"

نویسنده: مهرالدین مشید از طفیل عشقری، شایق جمال و حیدری بوریای فقر…

صبح دلاویز 

رسول پویان  رها ازتار شب ها می کند شوق سحرخیزم  شـفـق بـازی…

مغز عارف

دکتر بیژن باران به من بگو قبل از تولد کجا…

زاده هایی از زن ولی دشمنان جان او

وحشیا، ترسی ز روی و موی و آوازم چرا؟ از زنی…

قانون نو طالبان ، تحقیرانسان است

                      نوشته ی : اسماعیل فروغی     قانون نو امربه…

انسان‌زدایی از جامعه افغانستان محکوم است! 

سیامک بهاری درباره فتوای امربه‌معروف رهبر طالبان وزارت امربه‌معروف و نهی‌ازمنکر طالبان،…

چرا می‌نویسم؟

آقای "علی نامو" (بە کُردی: عەلی نامۆ) شاعر کُرد زبان،…

ماموریت طالبان؛ به استهزا کشاندن دین و تبدیل کردن اسلام…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیماران روانی اند و بر روی اعصاب…

             قوم شیخ محمدی افغانستان

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۳ اگست۲۰۲۴ کالنگ دنمارک قوم شیخ محمدی اولاده شیخ…

آنها گفتند و ما دیدیم

آنها گفتند دموکراسی حلال همه مشکلات و مصائب اجتماعی و…

نیفتید درقیدِ افکارواهی!

امین الله مفکر امینی      2024-18-08! گـرصلح وصفــا،بـــرادری و بــرابــری بخواهید هموطـن پس وطن…

تروریست پروری های پاکستان و ایران؛ درس های آموزنده برای…

نویسنده: مهرالدین مشید         پاکستان و ایران دو…

رهبری طالبان، مرده ی در تخته غسل 

عبدالناصر نورزاد  وزیر دفاع طالبان از اعضای این گروه خواست از…

عقل هستی 

رسول پویان  آرزوی دل را بـر لــوح رویـا می کـشم  شکل فریاد…

لیبرالیسم در مهار امپریالیسم

امروزه قدرت های جهانی چون: آمریکا٬ اتحادیه اورپا٬ چین و…

انجماد اجتماعی

موسی فرکیش     بنابر مصروف‌ بودن و تلاش‌ برای پیشرفت شغلی، بیشتر…

تسلیت نامه به مردم مظلوم کشور

سلیمان کبیر نوری     سه سال پوره، از حاکمیت گروه وحشت و…

نگاهی به امر مهم «سلامتی و بهداشتی و درمانی»!

بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  سلامتی واژه‌ای است با تعابیر مختلف که شامل عوامل…

         آرمان وحدت 

دلم خون گشته بر آرمان وحدت سر و جان  تنم  قربان …

سرآغاز چهارمین سال حرمت شکنی ها، نفاق افگنی ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید مانور های طالبان؛ ناموفقیت های مخالفان و رنج…

«
»

د برلین ددیواله د ماتولو عاملین او زموږ حالت

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جنوری ۱۳ مه ۲۰۱۴ کال
زه یو ځوان سړې وم چې د داود خان د حکومت په دوران کې می برلین ته سفر کړۍ وو ، یوه ورځ د برلین ددیواله خواته په یوه چوکۍ کیناستلم او خلکو ته می کتل چې ددیواله لاندې وزي او ننوزي ، نه پوهیدم چیرته ځي او څه کوی ور نژدې شوم وینم چې د دیواله دواړو خواوو ته  د یوه قوم یوه نژاد خلک په تحمیلی او جبری توګه په دوو خواوو( برخو )  ویشل شوي دي دواړو خواوو ته دیوې کورنی نیمایی خلک ژوند کوي یعنی لور یوې خواته او پلار او مور بلې خواته یا زامن یوې خواته او پلار او مور بلی خواته ،یا دیوه پلار زامن یوې خوا اوبلی خواه ته ژوند کوي خو بیا نور هم را ته ډیره جالبه شوه او ورنژدې شوم ځکه یو ساعت بعد می ولیدل چې دوه تنه د یوې جلۍ او یوه هلک سره خدای پاماني کوی او اخته دی په خپلو جیبو او مخ ته ېې دستمالونه نیولي دی که ګورم چې ددواړو طرفو خلکو نه د اوښکو باران اوریږي او دوی سترګې په دستمالو پاکوی او یو بل په غیږ کې نیسي او هغه کرنسي چې په یوه هیواد کې رواج وه هغه بیرته خپلوانو ته ورکوی ځکه ددوی په هیواد کې یعنی په فدرالی المان کې رواج نه وه ، ما ته همیشه داسې بریښیده چې زموږ خلک افغانان د سرحد دوو خاوو ته یو قوم – یوه وینه – یو خیل – یو دین او یو اسلام دی او ما همیشه فکر کولو چې دا دومره بې تفاوتی چې زموږ د دواړو خواوو خلکو سره شته البته عدم احساس او نږدی والۍ ېې د بیسیوادۍ دلیلی دی چې تر اوسه ېې زموږ خلک دغه ۱۲۰ کاله یو دبله جلا ساتلی دی ، خو بیا می چې د جرمنی اوسپنیز دیوال ته وکتل او د خلکو احساس او میړانې ته مې وکتل و می لیدل چې نه د جرمنی خلک  ډیر  کاله یو د بله په تصنعی ډول جلا ساتل شوي وو خو پرون کله چې دغه دیوال د زورمندانو له خوانه ونړیدو زه پوه شوم چې هغه وخت هم د زورمندانو له خونه دغه دیوار جوړ شوۍ وو خو زه به یوه بل شي ته هم اشاره وکړم او هغه دا چې د روسې د اتوم پلار ذخاروف ویل( شوروی څو وخته بعد نړیژی او تجزیه کیژی ځکه د لینن د وخت خلک نن ډیر کم پاتي دی او هغه وخت چې لینن ژوندی وو هر څه په دقت او ښه ډول سره مدیریت کیدل خو نن چې لینین نشته دغه ۲۰۰۰۰۰۰ کمونستان د یوه پیروي حیثیت لرې چې د شدو په مخ پروت وي او د شدو په سر هیڅ شي نه معلومیژي او نه خوځیژي خو د شدو لاندې شدی ښوریژي) نو اوس هغه پیروی لرې شوي دی ، خو بیا هم چون د شوروی وسله وال پوځ یوه نیرو وه او غرب نه شوای کولای هر چیرې بیدون د شوروی له اجازی کار وکړي خو نن دغه زور د روسې سره نشته او همدا سبب دی چې امریکا په زور او نارواهر څه چې وغواړي هغه کوي او  لیونۍ شوی ده او هر طرف ته خوله اچوی او خلک وژني او هیوادونه تر پشو لاندې کوي ځکه د نړۍ انډول تغیر وکړو او هغه د شوروی په ړنګیدو سره را منځ ته شوو .
پخوا هم هر څه دزور او جنګ له لاری په خوارو – ضعیفو هیوادو عملي کیدل او نن هم هر څه په زور د امپریالستانو او زور واکانو له خوانه زموږ په خلکو تحمیلیژي ، دیوې خوانه نړیواله امپریالیزم او د بلی خوانه کورني ټوپک سالاران (مجاهدین او طالبان ) چې د امپریالیزم سپوږمکۍ یا اقمار شمیرل کیژي زموږ ولسونه تر فشار او زبیښاک لاندې ساتي او هر ډول ناروا چې ددوی په ګټه وي زموږ په نورو عادی خلکو عملي کوي ، ډیر مثالونه ېې په بین المللي برخه او ډیر نور ېې په داخلي برخو کې درته شودلای شم ، په بین المللي برخو کې (( امریکا او غرب بیدون له دی نه چې د افغانستان له حکومت نه اجازه واخلي یا د ملګرو ملتو نه دشورای امنیت د فیصلی په اساس زموږ په حریم حمله وکړي نو ېې د بحر نه زموږ خاوره په کروز او تماګک راکټو وویشتله بهانه دا وه چې هلته القاعذه فعالیت کوي او ددوی له پاره ګویا درد سر دی ، نو ېې یوه بله درامه را منځ ته کړه په لندن کې د مسعود ورور ولی مسعود – عبدا لله عبدا لله او په فرانسه کې شخصا احمد شاه مسعود د عبدا لله په ترجمانی  د غرب سره قراردادوکړو چې دوی به د شپې له خوانه د افغانستان مهم هوایی میدان بګرام ته ۱۰۰ نفره سربازان دیسانت کوې او بیا به د طالبانو د سقوط لاری چاری سنجوي )) ولې د بګرام هوایی میدان انتخاب شوو ،؟؟ نه د شینډنډ – نه د کابل – نه د مزار – نه د قندهار ؟؟ دلیل ېې داوو چې د بګرام دمیدان ساتنه د جمیعتیانو یعنی د اصیل هوتک قوماندان او احمد شاه دواړه د بګرام د ولسوالۍ پښتانه دی ساتل کیدو او مطمن وو :: دبلی خوانه بګرام همیشه یو ستراتیژیک میدان وو او د ستراتیژيک حالت له رویه د اهمیت وړ وو — دریم دلته دیوه سره د جمیعت غړي فعال وو او د غربیانو نه ېې ساتنه کولای شول – څلورم : امریکا ته د بګرام هوایی اډه د روسانو خواته نژدې کیدل ډیر مهم وو —  پنځم :: د شمال خلک همیشه د استعمارګرو سره مرسته کړی وه او نرم خلک وو او د شمال ټلواله دلته زیږیدلې او انکشاف ېې کړۍ وو ،خو په سر ددې د اصیل قوماندان سربازانو په غربیانو حمله وکړه او میدان ته دداخلیدو اجازه ېې ور نه کړه چې دغه هم ددوی دپشتونولۍ احساس وو خو بیا جکسرترا د انګریز وزیر خارجه عبدا لله ته وایی مداخله وکړه او عبدالله ورته وایی موږ په ۱۰۰ نفرو فیصله او موافقه  کړې وه خو بیا ورته ډیرې پیسې وعده ورکوي او هغه وه چې یو پر بل پسې سربازان او طیاری را کوزیږي او بیا وروسته د ملګرو ملتو فیصله لیک صادریژی یعنی په اول کی دملګرو ملتو فیصله نه وه افغانستان هسې چې غرب غوشتل اشغال کړو او روسانو هم د امریکا له اشغال سره موافقه وه ځکه روسان پوهیدل چې افغانستان د غربیانو له پاره یو بدنام تلک دي او دلته غرب اصلا هیڅ موفقیت نه لری او روسانو عمدا غواړي غربیان په دام کې بند کا او ورنه د خپلو روسي قطعاتو د تلفاتو انتقام واخلی او افغانستان ېې عملا دوی ته په دوهم ویتنام بدل کړو او تاسې وینۍ چې هم د اقتصادی لحاظه او هم د سیاسی لحاظه او هم ېې د تلفاتو له پلوه بدنام شول او تورمخ نړی ته د افغانستان څخه بیدون له دست اورده خارجیژي ،زما په نظر دغه تهاجم د روسانو په مشوره د پنجشیریانو له خوانه طرح شوۍ وو چې عمدا د غرب پښه افغانستان ته چې د انسان سوزولو او تباه کولو دوزخ بلل کیژي ور داخل کړه .
نن د نړي په مخ څو نورمشابه پرابلمونه او دفاعی استعمارګر خطونه پاتې دی چې له هغو جملې نه د (( دیورند نام نهاده کرښه — د کوریا نام نهاده کرښه — د تایوان او فلسطین او ارجنتاین سره د فاکلیند مسله )) او دغه باید د تاریخی لحاظه له منځه لاړ شي او دهیوادونو خلکو ته دخود ارادیت حق او اجازه ورکړل شي تر څو خپل برخلیک په خپله وټاکي .