آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

«
»

د افغانستان سیاسي جغرافیه څوک ویشي؟

د دښمن طرحه دا وه چې خدای مه کړه د افغانستان سیاسي جغرافیه په دوو برخو ووېشي، موږ پوهېږو چې په ټولو ځایونو کې د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي یو خو لوی هدف مو چې د ملي وحدت خوندیتوب او د افغانستان ملي حاکمیت دی په هغې کې بریالي شوي یو، او هېڅ کله به هم چاته اجازه ورنکړو چې د افغانستان سیاسي جغرافیه په دوو برخو وویشي« دا د ګډ حکومت مشر اشرف غني هغه وینا ده چې تیره ورځ یې په کابل کې د کلي د شوراګانو پنځم ملي مشورتي کنفرانس کې ولس ته وکړه. اشرف غني په داسې حال کې د دښمنانو له خوا د افغانستان د وېشلو خبره کوي چې په وروستیو څو لسیزو کې د سیمې او نړۍ ځینو هیوادونو هڅه کړې ده څو دغه هېواد په دوو برخو ووېشي. که څه هم د غني اشاره د هغو هیوادونو په لور وه چې د تاریخ په اوږدو کې یې په افغانستان او افغانانو ښه ورځ نه ده پیرزو شوې او اوس هم عملاً د جګړې د یوې خوا ملاتړ کوي خو دلته ځینې نیمګړتیاوې شته چې په خپله همدغه ګډ حکومت په دې برخه کې پړ ثابتوي. د اوسني ګډ حکومت تیره یو کلنه دوره داسې ده چې په خپله یې دښمن ته د لاسوهنو او د افغانستان د سیاسي جغرافیه د ټوټه کیدو زمینه برابره کړیده. په خپله په دې حکومت او دولت کې داسې افراد ځای لري چې هغه د پخواني متل په مصداق «قُد قُد دلته کوي خو هګۍ ګاونډي کره اچوي« دا افراد تغذیه له افغان حکومته اخلي خو کار د پردیو د ګټو لپاره کوي. په دې حقیقت سترګې نشي پټیدای چې دلته ځيني هیوادونه قومي، مذهبي، سمتي، ژبني او توکمیز تعصب ته لمن وهي او غواړي د افغانانو تر منځ د بدبینۍ او بې باورۍ فضا رامنځته کړي. دغه هیوادونه د نظام دننه زمونږ له چارواکو څخه دخپلو موخو په ترلاسه کولو کې ګټه اخلي. دلته په حکومت، دولت او سیاست کې هر هیواد خپل لاسپوڅي او مزدوران لري چې د فرصت په ترلاسه کولو سره د افغانانو په ریښو د تبر ګوزار کوي. تاسې ولیدل چې د ګډ حکومت ځینی چارواکي حتا له خپل هویته منکر شول، له افغانستانه منکر شول، د افغانیت، اسلامیت او د افغانستان له نومه تیر شول. ځیني چارواکي مو په سیاسي، مالي او اخلاقي فساد کې ډوب دي، د ګډ حکومت د مشرانو نظرونه سره ویشلي دي. له کوچنیو خپل منځي مسایلو نیولی آن د هیواد په ملي مسایلو کې هم سره په یوه خوله نه دي. ولسمشر یو څه وایې؛ اجرایوي ریس بل څه وایي هاخوا په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی په بل نظر دی. یو د سولې طرفدار دی خو بل بیا په جنګ کې خپلې ګټې ویني. یو له امریکا سره اړیکې خو بل بیا له روسيې سره یارانه لري. یو پاکستان ته یو طرفه امتیاز ورکوي خو بل ورته د دښمن په سترګه ګوري. همداسې په لسګونو نورې بیلګې. نو په داسې یو هیواد کې چې په ملي مسایلو کې یې مشران واحد نظر ونلري، چارواکي یې د بل ګټو ته وفاداره وي، فساد په کې اوج ته رسیدلی وي، مخدره توکي په عام بازار کې خلاڅ مټ پلورل کیږي، چارواکي د رسمي دندې او مسولیت پر ځای په کې شخصي کاروبار ته ډیر وخت وکوي، وزیر یې قراردادي وي، رتبه او بست په پيسو خرڅيږي، بې روزګاره خلک یې سیاسي شنونکي وي، بډې او رشوت بهترین کاروبار وي، قانون یوازې په غریب پلی کیږي، رسنۍ او میډیا په خپل سر وي او دولت یې وږی وي نو څنګه به نور هیوادونه ددې خاوري د سیاسي جغرافیي د ویشلو پلانونه نه عملي کوي؟ د دښمن د تبر لپاره لاستي په خپله د حکومت په بدنه کې شتون لري او څو چې ددوی مخنیوی ونه شي؛ د افغانانو برخلیک به د بهترۍ په ځای د بدترۍ په لور روان وي. اوس مهال د افغانستان د وېشلو طرحه د سیمې او نړۍ د پیاوړو هېوادونو د هڅو په سر کې ځای لري، او افغان چارواکي باید دې موضوع ته ځیر وي. که د نورو مسایلو په شان دغه مسله هم له پامه وغورځول شي نو د هیواد بهرني دښمنان به ډير په اسانۍ خپلو موخو ته ورسیږي.

لیکنه : خوشحال آصفي