کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

د افغانانو د تفاهم نهضت د خواخوږۍ پیغام

د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره 

نېټه: ۱/۹/۱۳۹۹

د ۱۳۹۹ لمریز هجري کال د قوس د میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ښار یو ځل بیا تر راکيټي بریدونو لاندې راغی. د سهار د اتو بجو او څلويښتو دقیقو په شاوخوا کې د سرلوڅې مازدا لارۍ له منځه ۲۳ ړانده راکټونه د ښار د اوسیدونکو په مختلفو سیمو شلیک شول چې د خلکو تر منځ د ویرې د پیداکولو او مالې زیانونه سربیره یې لس ښاریان شهیدان او ۳۳ نور زخمیان کړل.

د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت دا ډول تروریستي پیښې په کلکه غندي او د شهیدانو له پاره لوړ جنتونه او د زخمیانو له پاره بیړنۍ روغتیا غواړي.

څرنګه چې د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت له لومړنیو دندو څخه شمیرل کیږي، دولت باید ددې پیښې عاملین زر تر زره ومومی او د قانون سره سمه جزا ورکړي، نه چې د تیرو په څیر بې تفاوته ترې تیر شي.

اوس چې د افغانانو له پاره د خپل منځو مذاکراتو له لارې د سولې د راتلو او د تاوتریخوالي د کمیدو شرایط منځته راغلی، د افغانستان د خاورې په هر اوسیدونکي فرض ده چې د دوامدارې سولې او امنیت د راوستو او پایښت له پاره پخپل ټول توان مبارزه وکړي.

د افغانانو د تفاهم نهضت په دې نظر دی چې زموږ د ګران هیواد د اوسنیو ستونځو د حل لار یوازې او یوازې د تفاهم او یو له بله سره د پخلاینې او خبرو اترو، د مخالفو نظرونو د احترام، د سیاسي او عقیدوی توپیرونو د زغم او د هیواد د سمسورتیا او خلکو د هوساینې له پاره په دموکراتیکه فضا کې د ګډ کار کولو لار ده.

د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت د ټولو وطنپالو شخصيتونو او کړيو د وحدت او د ټولو ملی او دموکراتو ځواکونو د اتحاد له پاره پرله پسې مبارزه کوي او پر دې باور دی چې له دې لارې کیدای شي چې د هیواد د اوسنیو ستونزو د حل له پاره غښتلی ځواک رامنځته شي.

زلمی کاشفي

د تفاهم د نهضت رئیس