زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د اسلام آباد او کابل اړيکې ، د طالبانو دریځ او د سولې  کانفرانسونه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د پاکستان   د پګواش کانفرانس وروسته ډیر ژر پخوانی ولسمشر اصف علی زرداري  کابل ته راغی، دا ډول ددغه هیواد د استخباراتو مشر په یو پټ سفر سره هم کابل ته راورسید.

ځينې رسنۍ چې لوړ پوړو پخوانیو او اوسنیو دولتې چارواکو ته لاسرسی لري، داصف علي زرداري  او د پاکستان د استخباراتو د مشر او افغان چارواکو تر لیدنې وروسته په نیټه ۸ می ۲۰۱۵ خبر ورکړ چې طالبان به په نږدې راتلونکې کې په کوم بل هیواد کې د افغان دولت له استازو سره مخامخ ناسته ولري.

داسي معلوميږي چې د ولسمشر غني سفر هند ته دهغه په نظر کې ممکن بدلون راوستی وي، او داډول هغه وعدې چې پاکستان ولسمشر غني ته ورکړي وي چې طالبان به د هرې ممکنه لاري څخه هڅوي او اړ کوي چې د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته يې کینوي، کرار کرار ناسمې خیږي.

د پګواش کانفرانس کې چې د طالبانو پلاوي د طالبانو په استازیتوب ګډون وکړ، د افغان حکومت له خوا استازي د پګواش ادارې او ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو په غوښتنه ونه منل شول، دا ډول ځينې ګاونډي هیوادونه هم ونه توانیدل چې د کانفرانس په مشرتابه اود ملګرو ملتونو په استازو ومني چې ددوی استازي په کانفرانس کې ګډون وکړي ،  دا نو دافغان حکومت او پاکستاني چارواکو تر منځ ممکن بې باوري نوره هم زیاته کړي وي، همدا لامل و چې يو په بل پسې د پاکستان لوړ پوړې چارواکې افغانستان ته راغلل.

ولي داځل  اصف علي زرداري؟

ولي داځل پخوانی لومړی وزیر اصف علي زرداري کابل ته راغی؟ معلوميږي چې د ګډ حکومت د مشر او پاکستان د اوسنيو چارواکو ترمنځ اعتبار مخ په خرابیدو دی، اصف علي زرداري به کوشش کړی وي چې دغه بې باورې تر یوحده کمه کړي.

داډول اصف علي زرداري چې د پخوانی ولسمشر کرزي سره ښې اړيکې درلودلي، او کرزي هم په وروستي وخت کې د غني تګلاره د پاکستان اړوند ناسمه ګڼلي او د هند سره يې د اوسني ګډ حکومت تګلاره باندي توندې نیوکې کړي، اصف علي زرداري ته به دنده سپارل شوې وي چې د پخواني ولسمشر کرزي سره په دي اړه تفاهم وکړي او که وتوانیږي د هغه نظر د پاکستان په اړه لږ ترلږه مثب لور ته واړوي.

اصف علي زردادی سفر داځل کابل ته له دي امله هم مهم و، نږدې تیر ته په کتلو سره د پیپلز ګوند بهرنۍ تګلاره د  مسلم لیګ

ګوند په پرتله د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې کمه مداخله ولاړه ده.

د افغانستان اړوند  کنفراسونو کې د طالبانو رول او ګډون

طالبانو دپګواش، جاپان او فرانسې کنفرانسونو څخه دهراړخیزه لاسته راوړنو، او اوسنی عام وضعیت او موجوده کمزورې ګډ حکومت ته په کتلو سره له يادو کانفرانسونو څخه ښکاره او جوته ګټه پورته کړه، ښکاري چې طالبان به په  راتلونکې کې هم په ځینو مهمو کانفرانسونو کې ګډون وکړي، چې یابه دملګرو ملتونو له خوا وي،  اویا به دملګرو ملتونو په غوښتنه وې مګرځینې هیوادونه به يې کوربه توب کوي ، کیدای شي چین، ترکیه، عربی هیوادونه یاکوم اروپايې هیواد کې راتلونکې کانفرانسونه وي

 

د  پاکستان، طالب او چین مثلث

دپاکستان څخه کابل ته راغلو هيئتونو به  ممکن د ګډ حکومت مشرته د چین او طالبانو د احتمالي ناستې اړوند معلومات ورکړي وي، ممکن چې د ناستې نیټه او ځای به يې هم ورته ښودلی وي،

په داسي حال کې چې دا ډول غونډې هسې هم له مخکی نه دطالبانو او چنایی اړخونو لخوا په ګډه ټاکلې شوې وې

د چین هیواد سره د طالبانو اړیکې ډیر د پخوا  پېل شوې مګر دتیرکال راهیسي څو ناستې دپاکستان په وساطت ترسره شوې، او په بېلابېلو ځایونو کې يې ورسره لیدنې شوې، چې لومړي ځل يې لیدنه په چین هیواد کې وه، څو میاشتي مخکې يې له چینايې چارواکو سره ناسته په پاکستان کې وشوه، چې بیا وروسته د طالبانو او چینايې چارواکو ناسته ډیره رسنيزه هم شوه.

د چین او طالبانو ترمنځ ممکن په راتلونکې کې نورې غونډې هم د پاکستان هیواد په وساطت ترسره شې، مګر دابه په دی معنی نه وی چې د سولې خبرې دي او يا هم له چینايې چارواکو سره د ګډ حکومت په وړاندیزونو طالبان خبرې کوي.

مګر جوته ده چې له دغسي ناستو څخه به د افغانستان د سیاستوالو د ناخبري له امله پاکستان ګټه پورته کوي او کریډیټ به يې تش په تشه د ګډ حکومت له خوا همدوی ته ورکول کيږي.

دلته يوه باريکې هم شته، پخوا رسنیو راپور ورکاو، داډول ولسمشر غني هم ویل چې چین هیواد به پاکستان دي ته چمتو کړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې خبرو ته چمتو شي، ولي د اشرف غني له واک ته رسیدو مخکې همدې پاکستان کوشش کړی چې د طالبانو او چین ترمنځ د اړیکو نږدې والي او ښه والي کې وسیط و اوسي، ددي پرځای چې چین پاکستان وهڅوي، پاکستان د چین هیواد هڅولي چې له طالبانو سره يې د نظر تبادل وشي، او هغه  سوالونه او انديښنې چې د طالبانو په اړه يې چین لري مخامخ له طالبانو سره مطرح کړي.

د اروپايې هیوادونو او طالبانو اړيکې

دطالبانو ،ملګرو ملتونو ،او اروپايې هیوادونو اړیکې په دي وروستیو وختونو کې مخ په ښه کیدو لور ته روان دي، او د جهتونو له خوا  دغه تازه پرمختګونه او اړېکې مثبت ګڼل کيږي،  دغه ټکي ته په کتو سره شونې ده که په راتلونکې کې د افغانستان اړوند غونډه په کوم اروپايې هیواد کې وي، ممکن  طالبان به مخامخ يا به دملګرو ملتونو په وساطت دغسې غونډو ته بلل کیږي، او طالبان به هم پکې ګډون کوي.

په کابل کې د ځینو اروپايې هیوادونو د سفارتونو د ډيپلوماټانو له خولې داسي ګنګوسي اوریدل شوې دي چې په راروانو څومیاشتو کې به په کوم اروپايې هیواد کې یوه غونډه دایره شي ،چې دملګرو ملتونو په بلنه به د طالبانو يو لوړ پوړی هیئت په دغه ناسته کې ګډون  وکړي، په دي مهم کانفرانس کې به د اروپايې هیوادونو تر څنګ د نړۍ نږدې ۷۰ څخه تر ۸۰ د بهرنيو چارو وزیران او يا دهغوې استازي برخه لري، او ممکن چې دغه غونډه د راون کال د جون یاجولای میاشت کې وشي.

د کانفرانسونو د مخنیوې اندیښنې

طالبانو ته نږدې سرچینې وایې چې دوی حاضر و او حاضر دي چې په نړيوالو کانفرانسونو کې ګډون و کړي، خپل نظر او غوښتنې د افغان ولس او نړیوالو سره شریکې کړي،  هر چا چې اړیکه نیولي د دوی له خوا يې مثب ځواب ترلاسه کړی، پګواش هم همدغسي يوه ټولنه وه چې مخامخ يې د ملګرو ملتونو په واسطه اړیکه ونیوله او طالبانو په کانفرانس کې ګډون ومنی.

ډیری شنونکې ، د ازاد نظر لرونکې افغانان او طالبانو ته نږدې سیاسي څیرې هم په دي نظر دي چې ممکن يوځل بیا ددغسي خپلواکو کانفرانسونو مخه د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو کړیو له خوا ډب شي، او دغه لړۍ چې بیا ځل یې پېل د پګواش په کانفرانس سره وشو ټکنۍ شي.

د طالبانو ګډون او موخه

که په داسي غونډو کې یا کانفرانسونو کې طالبان ګډون وکړي نو دوی به وتوانیږي چې د غونډې په څنډو کې خپل نظر او خپله تګلاره د نړیوالو سره شریکه کړی، او دا ډول به هڅه وکړي چې د نړیوالو پوښتنو، انديښنو،  تهمتونو، او سوء تفاهماتو ته ځواب ووایې، هڅه به وکړي چې د نړيوالي ټولنې سره خپلې اړیکې نږدې او ټینګې کړی، او نړیوالو ته به ښئيې چې له طالبانو سره په اړیکو کې يې زیان نه دی، بلکه طالبان غواړي چې په راتلونکې کې هم له نړیوالي ټولنې سره ښې اړيکې ولري.

د طالبانو ګډون د يوشمیر بهرنيو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه غونډه کې پرته له شکه د ګاونډیو هیوادونو په وساطت به نه ترسره کيږي، بلکه ملګري ملتونه به د طالبانو ګډون ته لاره چمتو کوي. اوس به بیا ځل ځینې ګاونډي هیوادونه هڅه کوي چې کله هم دوی د طالبانو له ګډون څخه خبر شوې وي او یا خبر شي، نو بیا به افغان حکومت ته همداسي ښئې چې په یاده راتلونکې غونډه کې د طالبانو ګډون او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته په کرار کرار د طالبانو حاضرولو ته دوی زمینه برابره کړي او هڅه کوي چې له ګډ حکومت سره طالب مشران په يوه میز خبرو ته کینوي.

د اوسني ولسمشر تېروتنه

ولسمشر غني د د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال د سولې شعار دومره زیات بدرګه کړ چې نور نو د هر افغان هیله او مید په حقیقت بدل شوی و، چې که اشرف غني واک ته ورسيږي، سوله حتمې ده، خو د امریکا سره امنيتې تړون لاسلیک، د باګرام زندان بیا ځل پرانستل، د امریکاهغه پوځونه چې پلان و په ۲۰۱۵ کې له هیواد څخه ووځي دولسمشر په غوښتنه پاتې کیدل، داعش له پاره له بېلابېلو لارو ناسم پروپاګند، په هیواد کې د ناامنیو زیاتولای، په جګړې ټینګار او د وزرخبري،  هغه څه دي چې ولس يې د ولسمشر غني پر وعدو بې باوره کړی دی.

ولسمشر غني په مجلسونو کې خپلو پلویانو ته ویلې چې د کرزي د وخت تېروتنه به نه کوي، له ګاونډيو هیوادونو سره به يې تعامل د محاسبې له مخې وي، ولي معلوميږي چې ولسمشر غني هم په هغه لومه کې نښتی دی کوم چې کرزي خپل ځان په لوی لاس، په اګاهانه ډول پکې بند کړی و.

په هیواد کې له سياسي شنونکو سره داویره هم پېداشوې چې ممکن اشرف غني به په لوی لاس د پلان يوه برخه عملي کوي، چې طالبان سولې ته حاضر نه شي، جګړه دوام پيداکړي ، په هیواد کې ناامني زیاته شی، او په ځانکړې ډول په شمالي ولایتونو کې ، تر څو د امریکا دوامداره حضور ته ښه زمینه برابره او له شمال څخه امریکا چین او روسیه تهدید کړي.

زموږ غوښتنه له طالبانو او ګډ حکومت له مشرانو څخه داده چې د رښتوني سولې له پاره ژمن واوسي، او بین الافغاني تفاهم ته ترجیح ورکړي، بهرنیانو ته په هیواد کې د پاتې کیدو بهانی او پلمې په لاس ورنه کړی، ددی پرځای چې پر نورو هیوادونو تکیه وکړي، پر خپل افغان ولس او افغان دریمګړو باور وکړی.

هو  دامریکا سره د طالبانو د سولې د مذاکراتو او بیا وروسته له افغان ډلو سره د طالبانو د سولې د مذاکراتو د سم پرمختګ د تضمین له پاره اړینه ده چې ګاونډي هیوادونه او ځینې نور قوي هیوادونه په اعتماد کې واخستل شي.

د یو هوسا، سولئیز ، امن او خپلواک افغانستان په هیله