زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د اروا ښاد شامحمود حصين د دویم تلین په ویاړ

 

معززو لوستونکو !۰

نن د ليکوال، سياست پوه  ارواښاد شاه محمود حصين د مرګ دويمه کلیزه ده ۰

د ارواښاد حصین په اړه د هیواد نامتو ادیب او لیکوال ښاغلی عبدالهادي هادي لیکي:۰ 

ارواښاد حصين د ضحاک، مثلث بی عيب، تاريخي لويدنه، تاريخ پوهنه او بلا نورو علمي آثارو او لسګونه مقالو ليکوال وو۰

اروا يې ښاده او يادونه يې تلپاتې۰

 

اروا ښاد شامحمود حصین زما «د وطن یادونه » تر سرلیک، لمړنۍ شعري ټولګې په اړه یوه ښکلې سریزه لیکلې چې زه د هغه پاک روح ته د لوی خدای له درباره څخه د فردوس جنت هیله کوم او د دوستانو پام ددغې مقدمې لوستلو ته اړوم۰

د وطن یادونه

 

د «وطن يادونه  »د سميع الدين ، سعید افغاني د شعرونو ښکلې مجموعه د پښتو او پښتنو د ځپل شوي ادب  په دنيا کې د رنګارنګ ګلونو څه نوې شان ګيډۍ ده چې د شعر او ادب مينه والو ته ېې  و ړاندې کوي ٠   

 سميع الدين سعيد افغاني شاعر دی، د هغه په شعرکې د هغه هيلې ، دردونه ، مينه او ارمانونه  ژور ټولنيز ، انساني او بشري رنګ لري ٠ د سولې، هوساينې او نیکمرغۍ تږی دی ٠ د خپل ځپل شوي وطن  د زوريدلي انسان په دردونو اوښکې تويوي ، د کرکې ، نفرت او توپير غوښتنې پر ځای د مينې  او محبت اواز اوچتوي د ارمانونو ارمان ېې خپل خلک خپله مينه ا وخپل وطن دی،دخپل وطن په روان ناتار زوريږي او وايي :۰

 

په وطن مو جوړ ماتم دی            تورتمونو کې مو شپې دي

دا  د کوم  ظالم له    لاسه چه ظلمونوکې مو شپې دي

 

د هيواد د زخمي زړه، کابل په وير ناست  دی، له وطن څخه د لريوالي غم ېې دزړه وينې خوري او د پردو پردي کتنې ېې د شاعرانه احساس روح ته عذاب شي ، کله د پښتنوخوږ ژبی ملي شاعر ملنګ جان ته مخه کړي او کله بيا د وتلي شاعر او نامتو اديب ګل پاچا الفت د ارزو ګانو دراژوندي کيدو هيلې  پالي،په تيرو وياړي اوپه روانوژاړي اودسولې، وروری او هوساينې په هيله دنفلونو سجدې په غاړه اخلي ، دشکونواو بې باوريو تورو لړو ته زوريږي او همدغه څه د افغان ولس د ناورين د اوږديدو دليل بولي ، ومو ويل چې هغه شاعر دی، دشاعر دنيا له ټولو غمونو او دردونو سره سره تنګه ،تروشه او يولې نه وي،درد لري ،سوز لري، ساز لري ، مينه هم٠

 

يار چې کړم بيمار د ليونو په چم          دود شوم په انګار دسپيلنو په چم

 

او کله چه غم پرې زور شي نو بيا رندانه  د رندانو جمع ته ځي او د خپل زړه خبرې کوي :۰

زه د رندانو او مستانو جمع  ته چه کله ځمه بيرته  نه راځمه 

زه د بد مسته می خورانو جمع ته         چه کله ځمه بيرته نه راځمه 

 

خو زه شاعر  پيژنم ، هغه د مستي،رندۍ  او ميخواری نه وه او نه دي٠

دردونه ، رنځونه او د رورانې زمانې د انسان بې غوري ېې پسې اخلي  او د تيښتې 

يوه لار لټوي ٠ دده په شاعرانه احساس کې د رندانو او مستانو دنيا له درغو ، ريا، تذوير او سالوسۍ څخه پاکه د مينې او  محبت دنيا ده نوځکه هغه لوري ته مخه کوي او چه هلته دردونه او پيالې سپکې ويني نو ساقي ته په ملامت کې وايي  : ۰

ساقي تاثير دې په پيالو کې نشته        ځکه چه خوند ېې په نيشو کې نشته

هسې مې بوزه د مستيو لور ته      چې د جنت په کنارو کې نشته

 

د شاعر کليوالې  سندرې چې دملنګ جان  د ملي نارو اثر پرې   پروت دی خپل ځانګړی خوند او اشنا موسقي لري ٠دبنجاره بنجاره په نارو کې دوطن تير يادونه پالي ، دحسنونو سوداګر مخې ته دريږي ، دنارنج  د ګل په ياد د ښکلي ننګرهار يادونه کوي او دهمدې محلي سندرو په لړ کې دخوږ ژبي محلي شاعر بهايي جان د« شير او شکر » سندرو په سبک

 د خپل پرديسي ژوند سندره بولي او وايي  : ۰

 

ځه چه ځو بهر ته سېل به وکړو د ملکو    

      توهم بيا برو ګلم تو هم بيا برو

نه ځمه بهر ته ځما خپل وطن ياديږي 

  څه کړم عبث ژوند دی په وطن کې د پردو

توهم بيا برو ګلم تو هم بيا برو

 

د وطن   يادونه ددرد او احساس  سندرې دي ، ژبه يې ساده ، روانه  اوبې تکلفه ده ٠ په دغې ښکې رنګينه ډالۍ کې د رنګ رنګ ګلانو نښې شته او په همدې  وجه ده چه د هر لوستونکي ادبي تندې ته يو څه لري٠داشیبه چې زموږ په ښکلي تاريخي وطن د پیړیو  پيړيو زړه خپسه را خپره شوې او د وطن ډیره ستره انساني پانګه مو د پرديسۍپه نيولې دنیا  کې د خپلو هيلو جنازو ته ناسته ده ، همدا د هيلو دردونو ،ميني او ارمانونو کوچنۍ ګيډۍ هم لويه ډالۍ ده ٠

په ډيره مينه

شاه محمود حصين

 ١٣٨٢  لمريز ٢٠٠٢ م ۰ کال

خدای دې وبښي،جنتونه یې نصیب شه

امین یا رب العالمین

سمیع الدین افغاني

۱۴ – ۱۰ – ۲۰۱۹

م ۰ کال