زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

دوبۍ اوالعین دخاطروپه ځولۍ کې

عربان خورابډای فرهنګ لري اودهغوی له مقولې به ېې پیل کړم چې واېې.(زینت المکان بالمکین.) همداسې ده ځای،ځای ګی په خلکوښایسته وي ماته هم دوبۍ اوالعین ته سفرپه جانان،جانان ملګرو،دوستانواوخوږویارانوپه لیدلواوزړه خواله کولوله خاطروډک دی له مودو،مودواوږدوکلونوله تیریدلووروسته دملګرو،دوستانواوسفروهلوستړوهیوادوالولیدل خدایږوله خونده اودرده ډک دي انسان په مینه اوعاطفه انسان دی دکلو،کلودنالیدلویارانوپه لیدلوکله له درده اوکله له خوښۍ له سترګوخامخا تړمې،تړمې اوښکي څاڅي اودهغې له نذرانې پرته مې بل څه نه درلودل اودهجران وهلوزړونوټکورهم همدا دی د دوبۍ اوالعین په اماراتوکې مې دګڼ شمیریارانو،دوستانواوخپلوخوږواوګرانوهیوادوالوپه لیدلودزړه تنده ماته کړه اودویاړځای دی چې په عربي متحده آماراتوکې ګرده افغانان په تیره بیا دګلالي اوښایسته خوست هوډمن اوزیارکښ خوستیان ځانګړی درنښت اوویاړلی ځای لري اواوسنی خوست دهمدغوهمتناکواومټوروپولادي مټواولاسونوپه تڼاکواوبرکت ښایسته اوجوړشوی دی د دوی ټول غیرتي لاسونه په مینه،مینه ښکلوم اوپه سترګویې موښم دسفر په یون کې مې د  دوی دباعزته اوپتمن ښکلي ژوند اوافغاني غرورپه لیدودچا خبره من،من غوښه اخیسته پریږدی یوځل مو بیا لاسونه ښکل کړم اوویاړلي وجاهت اوکارګري عظمت ته مود درنښت سر ټیټ کړم ویاړ،ویاړاوزرګونه،زرګونه افتخار په تاسوچې عربي سوځنده دښتو اوراملوکې مودنګې،دنګې ماڼۍ اود دغه هیواد معاصرمدنیت جوړاورامنځته کړیدی اود دغه وچو دښتودبې کچې ښکلامعماران تاسویاست اوعربي متحده اماراتوکې دګرده نړۍ اودجنوب اسیادهیوادونودمیلیونو،میلیونوکارګرانوپه څنګ کې مووزن اومقام اظهرمن الشمس دی.

داچې زما غریب اوبې وسه انسان موعزت اودرنښت کړی له تاسوټولونه دزړه له تله مننه کوم ګرمې ډوډۍ

اویخی اوبه اوسرشاره مینه هغه خواږه یادونه چې دژوند په یون کې به لکه بلې ډیوې بلیږي اوسفرمې لاخوندورپه دې شووایې چې:  ملنګه دوې ګټې دې وکړي     یودې خیرټول کړبل دې وکړل دیدنونه

هو همداسې ده د دیدنوپه څنګ کې مې ګران اونازولی زوی اجمل اکبري دخپلې توړۍ له لورچې ځما کشره خوراودهغې لور کیږي کوژدن اونامزد کړد درنواوباعزته دوستانوله مینه ناک دستمال اودرنښت څخه دزړه له کومې منندوی یم اوداچې دګران اجمل جان ګڼ شمیرخوږویارانواوملګرودفیسبوک له لارې دمبارکۍ زیات شمیرپیغامونه را استولي دي له ټولودرنودوستانواوملګروڅخه دززړه له کومي مننه کوم اوهغوی ته هم دورته خوښیواوښادیوهیله کوم دژور درنښت اوادب مراتب مې ومنی .دسفر موده مې ډیره لنډکې اوهغه هم یوه اوونۍ وه اودادی نن دزیارت یا پنجشنبې په ورځ دفبروري ۱۱ نیټه کال ۲۰۱۶ بیرته هالیډ ته ورسیدم اوټول مود درنښت اواد ب په مراتبونمانځم بې ځایه به نه وي چې دعربي متحده آماراتو په اړه خپل معلومات درسره شریک کړم.

عربي متحده امارات چې په عربي کې یې الامارات العربیه المتحده اوانګلیسي مخفف کې یې یو،آ،ان بولي دجنوب لویدیځي آسیایوهیواد دی چې په ختیځ کې یې سعودي عربستان جنوب ته یې قطر،سعودي عرب ختیځ ته یې عمان اوشمال ته یې دفارس خلیج پروت دی.

عربي متحده آمارات داووکوچنیوشیخ نشینانویا آمیرانوڅخه جوړشوی یوهیواد دی چې ټول شیخان پخپلواړوندوآیالتونوبشپړه واکمني اواختیارات لري خوپه راس کې یې یوموروثي چارواکی اوآمیردمتحده آماراتودآمیرپه توګه دنده ترسره کوي اوسنی آمیراود دولت ریس یې شیخ خلیفه بن زایدآل نهیان نومیږي اوپالازمینه یې آبوظبۍ ده .دغه اووه  شیخ نشینه آمارات د ابوظبۍ،دوبۍ،شارجه،عجمان،فجیره،رآس الخیمه اوام لقوبین په نومونویادیږي چې پخپل یووالي اوپیوستون سره یې دعربي متحده آماراتوهیواد رامنځته کړی دی.

دغه هیواد په ۱۹۷۱زیږدیزکال د دسمبرپه ۲نیټه له انګلستان څخه خپله آزادي ترلاسه کړه اودغه ورځ یې دملي ورځې په نوم نومولي اوهرکال په خورا شاندارومراسمولمانځل کیږي اوعمومي رخصتي وي.

عربي متحده آمارات په نړۍ کې دتیلوخوراسترې زیرمې لر اودنړۍ په کچه هره ورځ ۲/۳۹۵میلیونه بیرله تیل تولیدوي او۲۰۰۹کال دتیلودتولیداوصادراتوله مخې په ګرده نړۍ کې څلورم هیواد دی.پولي واحدیې درهم نومیږي اویوه ایرو څلور درهمه کیږي.د دغه هیواد دخلکوکلنی سرانه نا خالص عاید۴۸/۵۰۰ډالروته رسیږي چې دنړۍ په کچه ۱۱ درجه لري.د دغه هیواد دوګړوشمیر د۲۰۱۰م کال دسرشمیرنې له مخې۴/۷میلیونوته رسیږي اودمهاجروکارکوونکوشمیردهغه له بومي اوسیدونکوڅخه څو،څوځلې زیات دی.

د دغه بډای هیواد بنسټ ایښودونکی ارواښادشیخ زایدبن سلطان آل نهیان اولومړی وزیریې شیخ مکتوم بن راشدنومیده دشیخ زاید له مړیني وروسته دهغه زوی شیخ خلیفه بن زاید دهغه ځای ناستی وټاکل شودرېس نایب اولومړۍ وزیر یې شیخ محمدبن راشد دی.چې دټولوعربي هیوادونوسره ښې اړیکي لري.

په متحده آماراتوکې په میلیونوبهرنیان په کار،زیاراودسوداګری په چاروبوخت دي اودآسیا وګړي دغه هیواد خپل دویم هیوادبولي پخپلوخواریو،مزدوریواوپه سوځنده تودوخه کې په کار کولوبوخت دي دآستوګنې اوکار په ویزوخپلې چارې پرمخ وړي اوهیچاته د اقامت پاسپورټونه نه ورکول کیږي.

د دغه هیواد داوښانو دځغاستې لوبه لرغونی تاریخ لري دلوړلګښت دقیمتي آسانو مسابقې اودګلف لوبې اودسپورت نړیوالې لوبې هرکال په دغه کې ترسره کیږي دسرشاره اقتصاد په برکت هره ورځ په ملیاردونوډالره عاید لري دقانون مراعات اودخوراجدي دسپلین په کارولوبشپړ امنیت تامین دچا پشه په پشه غرض نه لري اوآزادې پکې ګرځي داستوګنې اوښارونوپاکوالی اوجدي نظافت درښتیني ستایینی وړ دي ښاریان یې هم ښکلي اوستره کالي اغوندي اودریشي کړي په کې کم اوخال،خال ښکاري دځایې عربانولوکس کورونه اوګړندي دورځې موډ عصري موټرونوپه لیدلوله واه واه او،بوپرته بل څه توری په خوله نه راځي هغه دسوځنده دښتو هیواد یادوم چې دځمکې پرمخ د جنتي اوله هغه څخه دطبیعوزیرمواوسرشاراقتصادي منابعوپه سلګونوځلې بډای هیواد ګران افغانستان دوینوپه ویراوبې وزلۍ کې رغړي جنګ،جنګ اوهره خواکرکه ده دآلعین په ټولومقدسواوسپیڅلو جوماتونوله یوه منبره یواذان خپریږي اودزرګونو،زرګونوجوماتونواذان هم توحید شوی دی.

ای ځما آفغانه مولاصاحبه! په مخکې دې لاس لپه نیسم په خپل افغان بچي ورحمیږه دهر افغان ماشوم په غوږکې دې اذان کړی داورته دیني سپاره اولمونځ زده کړی تاورته دواده نکاح تړلی اوستا په آمامت پنځه وخته لمنځونه اداکوي دالله پاک په اشرف مخلوقات افغانانودخدای روته ګوری ورحمیږی اوخونړیواوظالمومستکبرينوته نورافغانستان دزورولواوکړولوبهانې اوزمینې په لاس مه ورکوی دتورلنګیواوتورزړوپنجابیانوله توطیواوچلوټواوپه کوردننه غلواولوټمارانومخه ډب کړی طالب ته نصیحت وکړه چې نوردغوسې اووینوتویولوله مورچله راښکته شه خپل وطن دخپلوافغانومسلمانووروڼوسره په ګډه جوړکړه دغم اوناورین کربالاته دپای ټکۍ کیږده.

خپله لیکنه دیوي زوریدلي افغان پښتنې میرمنې په څو سووکړیکوپای ته رسوم اوپه الله پاک موسپارم.

مادرته وې دوبــۍ ته مه ځـــه                 پیسې خوږې دي مابه هیره کړې مینه

قطر نه راغلې ستړی مه شې                 مــاته دې زروګوتي څـــوراوړي دیـنـه

بسم الله اکبري هالینډ

۱۱/۲/۲۰۱۶