ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

«
»

دحوت ددريمي دسترګو ليدلي حال

انجنیر سید عبدالقادر

د ( ۱۳۵۸ ) کال دحوت په دوهمه چی دجمعي شپه وه ، ديوه نيژدي ملګري چی ښاغلی( عبدالخا لق فضل ) نو میږی په کور کی یی،چه دکابل په نوي ښار کي يي موقيعت درلودې ، ددوو نورو ملګروښاغلو ( عبدالرحما ن بسا م ،عبدالرشيد هاوند ) سره يوځاي ميلمانه سولو ۰ په دغه شپه نيژدي ۱۲ بجي به وي ،چی د الله اکبر ناري شروع سوي ۰دغه شپه مو هلته تيره کړه ۰ سهار دنهو بجو په شاوخوا کي چی دجمعی ورځ وه ، دهمدې ملګرو څخه می رخصت واخيست ، هغوي ته مي وويل چی زه بايد خپل دفتر ته ولاړسم ، چی حالت به يي څنګه وي ۰ په دغه وخت کي ما د ( حفظ الصحه محيطي ) درياست دمعاون په توګه دنده مخ ته بيوله ۰ دزرنګار پارک ته چی راورسيدم نيژدي دسهار ۹ بجي او ۳۰ دقيقي وي ، دوه موټران مي په دې چاراهي کي سوځيدلي وليدل ۰ دوکانونه تړلي او خلک ډير کم يوي اوبلي خوا ته تلل ، وروسته دخپل رياست په لوري چی خوشحال مينه کي يي دسيلو په مقابل کي موقعيت درلودلي حرکت وکړ ۰ کوم وخت چی رياست ته ورسيدم ،دپوليسو يوسرباز چی ددې رياست د امنيت دنده يي په غاړه درلوده ،پس له سلام څخه مي دخيريت پوښتنه ځني وکړه ، چی سلاح دې چیری د ه ، ده په ځواب کي راته وويل ،چی دشپي اشرارو په رياست باندي حمله وکړه سلاح یی زما څخه واخستله ،دا ځکه چی ماته دحوزي له لوري دفیرامر نه ووسوي ۰ وروسته درياست وحويلي ته ننوتلم ،او ټول دفترونه مي دنژدي وليدل ۰اوهم دغو اشرارو په دغه شپه باندي درياست ټول شيان ( چی دملت دشتمنيو ) يوه کوچني برخه وه وړي يي وه ۰ دغه رياست ځکه ډير لوکس لوازم درلودل ،چی د يو نسيف کومکونه ورسره جاري وه ۰ په دې رياست کي لوکس لوي دفتري قاليني دګيستيتنر دوه ماشينه ، دليکلو ټيپونه او لوکس فرنيچر موجود وه ۰ ماسرباز ته وويل ،چی دغه لوي قاليني او فارنيچر يي څنګه وړل ، ده په ځواب کي راته وويل : چی قاليني یی په دوو دوو نفرو باندي نيولي وی د الله اکبر ناري يي وهلي ،او دافشارو خوا ته يي ځغلولی ۰ چه په هم دی کلونو کی هم دغه غله او قاتلين دغربي او منطقي داستخباراتو له لوري جی دامريکا متحده ايالات يي په رائس کي قرار درلودي ،دخپلو ضد انساني شومو مخو له کبله يي دمجاهدينو په نامه یادول ۰ چی ددې امريکايي او انګريزي جهاد مخي اوس افغان ولس په خپلو سترګو باندي وليدلی ۰ چی دې جهادي غلو دشهيد مرحوم ډاکټر نجيب الله او ملګرو ملتونو دصلح پلان شنډ ، وطن او افغان ولس يي داور وکندي ته ورټيله کړ ۰ او بيا دې جهادي وطن پلورونکو دډالرو او مقامونو په بدل کي دامريکا تر رهبري لاندي پر غربي نړي باندي وطن وپلوري ۰اوامریکا یی اشغال ته یی ښه راغلا ست ووایه ۰چی په دې نيژدي ۱۳ کلونو کي دځينو احصایو له مخي تر۵ لکو ډير انسانان په شهادت رسيدلي ، پر زرګونو ښځو ، ماشومانو ، ځوانانو باندي دبهرنيو او کورنيو جهادي جنايتکارانو له خوا جنسي تيري تر سره سوي ، ملي او شخصي شتمني چور سوي ده۰ چی په پایله کي جهادي جنايتکاران دلس ګونو او سلګونو ميليونو ډالرو او دلس ګونو لوړ پوړو تعميرونو خاوندان سوي دي ۰با ید ووایو ، چی ودې غميزي ته دپاي دټکي ايښوولو يوازني لاره يو داسي سياسي حل دي ، چی دملګرو ملتونو تر رهبري لاندي يو نړيوال کنفرانس جوړ ،چی دجنګ ددواړو خواوو په ګډون يو شمير مستقل پر وطن مين سياسي کارپوهان او دسياسي ملي ګوندونو استازي هم ګډون پکښي ولري ، اويو داسي ميکانيزم او لنډ مهاله اداره تصويب اورامنځ ته کړي ، چی اساس يي دافغانستان پر ملي ګټو باندي ولاړ وي ۰ اوس نو پر دې ټکو باندي لوستونکي بايد قضاوت وکړي ۰ تمت باالخیر