عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

جگړه مه پراخوی!

په وروستیو اونیو کې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د جګړې، ترور، دهشت او ډار څپې بیا پراخه شوې دي. د هیواد د پایتخت په زړه کې د شاه دوشمشیره ع د جومات تر څنګ د ارګ په دوه کیلومترۍ کې د یوویشتمې پیړۍ د لوی وحشت صحنه لا د هیواد والو په سترګو کې ګرزی چې ور پکې نه یوازې د هیواد یوه لور، یوه ښځه او یو انسان په ډیر بد ډول قربانی شوه، بلکې اسلامیت، انسانیت او افغانیت ته هم لوی زیان ورسید. د یو دیرش هغو برمته شوو افغانانو د برخلیک په اړه مثبت خبر او د خلاصون هیله نشته چې د لویې لارې پر سر د هیواد د سولې او امنیت د دښمنانو لخوا تښتول شوی او میندې پلرونه، خویندې او وروڼه او نور خپلوان یې ورته په انتظار دی. د ملی یووالی تر نامه لاندې جوړشوی حکومت هم د خپل منځي اختلاف او د حکومتولۍ د ضعفونو پربنسټ لا تر اوسه ددې پیښې د څیړلو او د یرغمل شوو افغانانو د خلاصون په اړه داسې اقدام نه دی کړی چې پایلې یې د امید او لیدو وړ وی. د هغې نه راوروسته د یوې میاشتې په موده کې د بلخ، خوست، بدخشان او ننګرهار ستر ناورینونه  یو پر بل پسې پېښیږي؛ افغانان په وینو لړل کیږی، سرونه ترې پری کیږی او غوښې یې په هوا کې الوزی.

په دې یادو شوو پيښو کې لوی زیانونه هغو ملکی وګړو او بیګناه کسانو ته اوښتی چې د خپل ژوند په عادی کار او زیار لګیا دي.  د ننگرهار په تازه غمیزه کې هم ډیر بی ګناه ملکی کسان قربانی شول.  په دې لړ کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند مبارز غړی، د ده بالا اوسیدونکی او په هیواد کې د علم او پوهې مشعلدار شهید سید عارف خان د میاجان خان زوی هم شامل دی چې د څو کلونو راهیسې یې د سید شمس الدین مجروح د عالی لیسې د سرښوونکی دنده په غاړه لرله. دا په علم او پوهې مین شخصیت او د هیواد د پرمختګ او ټولنیز عدالت د لارې ټینګ مبارز غوښتل چې په دې ورځ او همدې ساعت کې له بانک څخه د خپلو اولادونو د اړتیاوو د لرې کولو په خاطر د خپل حلال معاش پیسې راوباسی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند په هیواد کې  د ډار اچولو او ترور ټول ډولونه په کلکه غندي او دا د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو له پاره ناروا او نامناسبې لارې ګڼي. موږ د ننګرهار د غمجنې پېښې د قربانیانو په غم کې ځانونه شریک بولو، شهیدانو ته د لوی رب له درباره جنت، زخمیانو ته روغتیا او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړونو تسلی او د زجرونو او غمونو د زغملو توان او حوصله غواړو. د هیواد د پرمختګ او ټولنیز عدل او انصاف په لارکې د شهید سید عارف خان د هیلو د تر سره کولو له پاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکوو او په هر ګام کې به دده یادګارونه راسره مل وي.

راځی چې د جګړې د پراخولو پرځای د هغو د قابو کولو په لوری ګامونه اوچت کړو!

 

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د زده کړو او فرهنګي چارو کمیسیون

کابل- افغانستان، ۲۹ حمل ۱۳۹