نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

«
»

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري

په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د هغوی د سیاست، چلند او د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د څرنګوالي له مخې ټاکل کېږي. افغانستان چې د څلورو لسیزو جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او بهرنيو لاسوهنو له امله ډېر زیانمن شوی، نن په داسې پړاو کې ولاړ دی چې تر هر وخت زیات له انزوا څخه وتلو او له نړۍ سره د فعال تعامل کولو ته اړتیا لري. په داسې حساسو شیبو کې یوازې د کورنیو هڅو پر مټ ثبات، اقتصادي رغونه او د خلکو هوساینه ترلاسه کول ډېر ستونزمن کار دي. د اوږدو جګړو، بندیزونو او بې‌اعتمادیو له تېرو تجربو وروسته، اوس هغه وخت رارسېدلی چې هم افغاني اداره د تعامل لپاره عملي او روښانه ګامونه پورته کړي، او هم بهرني هېوادونه د انزوا او فشار پر ځای د مثبت، مسئولانه او واقعي تعامل لوری غوره کړي. نړیوال ملاتړ، پرانیستې لارې، متقابل تفاهم او د اعتماد فضا هغه اړتیاوې دي چې کولی شي افغانستان د ثبات، پرمختګ او د خلکو د هوساینې پر لور بوزي.

انزوا د هر هېواد سياسي، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه کمزوري کوي او د پرمختګ لارې یې بندوي. هغه هېواد چې د نړیوال نظام له بهیره ګوښه پاتې شي، د اقتصادي فرصتونو، پانګونې، بشري مرستو، علمي تجربو او ټکنالوژۍ له مهمو سرچینو محرومېږي. دا وضعیت د خلکو پر ورځني ژوند ژور او منفي اغېز کوي او حاکمیت له سختو داخلي او بهرنیو فشارونو سره مخامخوي.

افغانستان هم په اوسني وضعیت کې د محدودیتونو، بندیزونو او سیاسي انزوا له کبله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی: اقتصاد کمزوری شوی، بشري وضعیت نازک او د خلکو ژوند له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او نه‌هیلي ډک دی. دغه شرایط نه یوازې د نظام د ثبات لپاره خطر پېښوي، بلکې د ټول ملت راتلونکی په تیارو کې ننباسي. انزوا په حقیقت کې ستونزې نه حلوي، بلکې لا یې پسې ډېروي او هېواد له نړیوال قافلې وروسته پاتې کوي.

تعامل د هر هېواد لپاره هغه ستره دروازه ده چې له لارې یې اقتصادي فرصتونه رامنځته کېږي، نړیوالې مرستې فعالیږي، د پانګونې لپاره زمینه پراخېږي او د پرمختګ لاره اسانه کېږي. هغه هېواد چې له نړیوالې ټولنې سره پرانیستې او رغنده اړیکې ولري، کولی شي بشري، تخنیکي او اقتصادي ملاتړ جذب کړي، نړیوال باور پیاوړی کړي او د ښوونې، روغتیا، ترانسپورټ او زیربناوو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړي.

تعامل نه یوازې د نظام د ثبات لپاره اساسي اړتیا ده، بلکې د خلکو د هوساینې، د اقتصاد د بیا فعالېدو، د کار بازار د پراختیا، د تعلیم او روغتیا د معیاري کېدو او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو لپاره هم محوري اهمیت لري. د تعامل له لارې افغانستان کولی شي د ودې په لوري محکم ګامونه واخلي، خپل نړیوال مقام ټينګ کړي او د مشروعیت، ثبات او پرمختګ پر لور په اعتماد او چټکتیا حرکت وکړي. تعامل په اصل کې د ستونزو د حل، د فرصتونو د پراختیا او د راتلونکي د لارې د روښانه کولو یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

 نن نړۍ داسې سره نښلول شوې چې هېڅ هېواد نشي کولی په یوازې ځان خپلې اقتصادي، امنیتي او ټولنیزې ستونزې حل کړي؛  افغانستان ته هم د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو، سیاسي مشروعیت، امنیتي همغږۍ او د نړیوالو تجربو د شریکولو په ګډون د نړۍ ملاتړ خورا اړین دی. خو دا ملاتړ هغه وخت اغېزمن تمامېږي چې د هېواد په دننه کې مثبت، اعتماد جوړونکي او واقعي ګامونه پورته شي او نړیواله ټولنه هم په خپلو تګلارو کې انعطاف وښيي.

اوسمهال دوامداره محدودیتونه، بندیزونه او دیپلوماتیکه واټن نیونه نه یوازې د افغانستان ستونزې نه کموي، بلکې لا یې ژوروي. د بشري وضعیت خرابېدل، اقتصادي رکود او د خلکو د ژوند د شرایطو نازک کېدل د دې فشارونو مستقیمې پایلې دي. له همدې کبله، نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو متوازن، عملي او د حل لارې موندلو پر بنسټ داسې تګلاره خپله کړي چې ورپکې لاندې اصول بنسټیز ځای ولري:

·        پر اقتصادي سکتور غیرضروري قیودات لرې شي، تر څو سوداګري او پانګونه بېرته فعاله شي؛

·        بانکي محدودیتونه لرې یا نرم شي، ترڅو د افغانستان مالي سیستم عادي فعالیت وکړي؛

·        د بشري مرستو لېږدول اسانه، شفاف او غیرسیاسي شي؛

·        د سیاسي تعامل دروازې د خبرو او تفاهم له لارې پرانیستل شي، نه د فشارونو او انزوا له لارې.

نړیواله ټولنه کولی شي د رغنده تعامل په مټ د افغانستان د خلکو ژوند ښه کړي، د سیمې ثبات ته وده ورکړي، د بې‌اعتمادۍ فاصلې کمې کړي او د یو با ثباته راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي. په ګډو هڅو، مثبتو ګامونو او واقع‌بینانه تعامل سره افغانستان او نړۍ دواړه ګټه ترلاسه کولای شي.

 افغانستان هم باید د اعتماد جوړونې لپاره ګامونه پورته کړي. تعامل یوازې بهرنی اړخ نه لري؛ داخلي اصلاحات یې بنسټ دی. د بشري حقونو رعایت، د تعلیم ملاتړ، د اقتصادي قوانینو معیاري کول او د اداري فساد مخنیوی هغه ګامونه دي چې نړیوال اعتماد زیاتوي او تعامل ته زمینه برابروي. که دواړه خواوې د تفاهم، همکاریو او متقابل احترام لاره غوره کړي، نه یوازې افغانستان باثباته کېږي، بلکې سیمه او نړۍ به هم ترې ګټه واخلي.

 نور محمد غفوری

10.12.2025