عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

اوسني حالات او د یو ملي او رښتنوني رهبر نه شتون

زما په هیواد کې ملي وحشت خپور دی، انارشیزم حاکم دی، اقتصادي ناورین دی، چور او چپاول دی، اخلاقي او اداري فساد چېغې وهي، میلیونونه انسانان په مخدره توکو روږدي دي، میلیونونه ا نسانان وزګاره دي.

زما په هیواد کې هره ورځ په لسګونو ملسمانان له هرې خوا وژل کیږي، فقر حاکم دی، د غریب او بې وسو افغانانو حق تر پښو لاندې دی، دلته په غریبو او بې وسو انسانانو قانون پلی کیږي، بېسوادان او ټوپکسالاران حاکمان دي، دلته په ملي ارزښتونو ملنډې وهل کيږي، دلته تي رودي ماشومان چې تر اوسه یې پنسل هم په لاس کې نه دی اخیستي؛ په مهمو او لویو پوسټونو په دندو ګمارل کيږي، دلته تش په نوم مشران هره ورځ په ملي ګټو ملنډې وهې او قانون تر پښو لاندې کوي، زما د تش په نوم مشران چې د ختیځ او لویدیځ نه رالیږل شوي دي؛ راځي زما د پرګنو او نیکونو پر خاوره باندې له پنجابیانو سره چنې وهې او لابي توب کوي، زما د پوهنتون د ښوونکي ویښتان بې موجبه په رڼا ورځ خریل کیږي او عزت او ابرو یې له خاورو سره برابریږي، زما پر عالم د تروریست ټاپه وهل کيږي، دلته پوښته او ګرویږنه نشته، زما وزیر د پطلون او نیکټایي شوقي دی نه د علم او پوهې، زما د تش په نوم چارواکي ډالر او سیاسي پاسپورټ غواړي، زما ماشوم ټوپک ا خلي او له خپل ځانه دفاع کوي، زما د دولت مشروعیت او نه مشروعیت معلوم نه دی او بلاخره دلته هر څه پنځوس پنځوس ویشل شويدي.

خو…!

خو د افسوس خبره دا ده چې زه یو رښتونی، زړه سوانده، ملي، مومن مسلمان، رښتونی افغان، او د ولس غمخور رهبر او ذعیم نلرم. زما هیواد ژاړي او هره ورځ چیغې وهي چې زه هم څښتن لرم او که نه؟ دا زه هم کوم مدافع وکیل لرمه او که نه؟ په اوسنیو حالاتو کې افغانستان یو پياوړي، ملي، مومن مسلمان، هیوادپاله، رښتوني، رښتوني افغان او د افغانانو غمخور رهبر ته اړتیا لري چې اوس یې نلري او افغانستان له دغې لويې تشې کړیږي. افغانستان د کار سړي ته اړتیا لري نه د شعار او غونډو سړي ته. افغانستان یو جدي، مقتدره او په خاورې مین رهبر ته اړتیا لري چې دا ټول انسانان، مسلمانان او افغانان سره یو موټی کړي او په خپله غیږه کې یې ونیسي او د یو چتر لاندې ټولو ته د ژوند کولو یوه ډاډمنه سوله ایزه فضا رامنځته کړي. د ولس سره مشوره وکړي، ولس باندې سر ورکړي، د ولس غم وخوري او بلاخره د ولس درد دوا کړي نه دا د ولس  په زخمونو مالګه ودوړوي.

زما په نظر د پورتنیو ستونزو او ننګونو د خلاصون لپاره افغانستان؛ د پورته غوره ځانګړتیاوو لرونکي رهبر ته اړتیا لري چې باید افغانستان دغسې یو رهبر وزېږوي. یوازي په رهبر زیږولو هم کار نه کيږي ځکه په تیر کې زمونږ هیواد د همدغسې په لسګونو رهبرانو درلودونکی او تاریخ مو شاهد دی. دې خاورې دغسې په سلګونو او زرګونو افغانان زيږولي دي خو لکه څرنګه چې له پخوا زمونږ د ابادۍ او پرمختګ دښمن يې د تاریخ په هر پړاو کې په مخ کې خنډ ګرځیدلی نو ډیر ژر له منځه تللی دی او د هیواد د ابادۍ او پرمختګ ارمان یې نیمه خواه پاتې شوی دی. دا سمه ده چې داسې یو رښتونی افغان به بیا هم په هیواد کې زیږول کیږي خو د ستونزو اساسي حل به داسې وشي چې له همدغې رښتوني افغان په کلکه او په رښتوني معنا ملاتړ وکړو او د دښمن له دسيسې یې په خپله غیږ کې په خپله وساتو.