دښمن بیا درته مورچل نیسي ، افغانه
سرشته د کوم یرغل نیسي ، افغانه
نن یی بیا درته په لارکی کمین جوړدی
بیا دی لاره لکه غل نیسي ، افغانه
پخواني ورانکاران بیا په ورانۍ راغلل
بیا د بل ناورین تکل نیسي ، افغانه
بیا د مرګ قاصد د مرګ سوغات راوړی
بیا دی مرګ ته بی اجل نیسي ، افغانه
رقیب ھم د دښمنۍ نخری شروع کړی
بیا دی ګوره یرغمل نیسی ، افغانه
اوس رقیب درته څو خپل په پیسو آخلي
بیا دی لاس او پښی په خپل نیسي ، افغانه
د ورانکار په ضد قیام وکړه، بیدارشه
که نه بیا دی کور په بل نیسي، افغانه
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۷/۰۶/۲۰۱۴