اسباب و عوامل سقوط جمهوری تحت اشغال

ماه اسد ماه به زانو در آمدن دو قدرت امپریالیستی…

فراخوان بخاطر انفاذ قانون اساسی

بنام خداوند حق و عدالت بدون پرداختن به چگونگی سقوط سومین…

تقدیم به روح ببرک کارمل، آن کوه اندیشه و خرد…

رفیق کارمل گرامی:  ما آن‌‌چه را فرمودید، انجام دادیم:  درس بخوان= خواندیم  کارکن=…

اسدالله بلهار جلالزي

 له نوښتګر کیسه لیکونکي، څېړونکي، ژباړونکي، تکړه ادیب او ژورنالیست…

چهارساله گی حاکمیت طالبان

نوشته ی : اسماعیل فروغی      امروز پانزدهم اگست 2025 ،…

آخرین نگاه و آخرین لبخند؛ جرقه ای سوزنده و بغضی…

نویسنده: مهرالدین مشید سنگ صبور من! خدا‌ نگهدارت؛ روایت یک سفر…

افغانستان د نړۍ په شطرنج کې یوه ډېره مهمه مهره!

حميدالله بسيا په نړیوال سیاست کې هر هېواد د شطرنج یوه…

چرا افلاتون پیامبر نشد ؟

platon (428-347 v.ch) آرام بختیاری غربی ها فیلسوف ساختند، شرقی ها، پیغمبر…

سوز وگداز!

امین الله مفکر امینی  2025-11-08! سوزوگدازِعشق،سوزد جسم وجانـــــــم زگٌدازیکه است بســـوز،روح وروانــــم ای اهلِ…

رسول همذاتوف

رسول همذاتوف (آواری: ХӀамзатил Расул؛ ۸ سپتامبر ۱۹۲۳ – ۳ نوامبر ۲۰۰۳) شاعر اهل اتحاد…

دنباله‌ی مانی‌فی‌ستِ مکتبِ دینی فلسفی من بیش از این نه…

خیلی متأسفیم برای بسیاری‌ها که دانش‌کستری را تنها با شنیدن…

افغانستان در پرتگاۀ مثلث جدال‌های قومی، تروریسم طالبانی و رقابت‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید وقتی قومیت سلاح می‌شود، ترور حکومت می‌کند و…

غزۀ خونین

غـزه که جهـنـم زمین گردیدست از کینۀ شـیطـان لعین گردیدست درقحطی دایمی…

 فـرضـیـات ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی

ـررسـی انـتـقـادی دربـارۀ نـظـریـات مـطـرح شـده دربـارۀ ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی، کـه بـه آن…

سخن‌دان روزگذار

ای وای آن درخت شگوفان (شکست و ریخت) کاج بلند ز…

گاهنامه محبت 

شماره دوم سال ۲۸م گاهنامه محبت از چاپ برآمد. پیشکش…

صنف کوچک؛ اما مکانی مشهور و سرشار از معنویت

نویسنده: مهرالدین مشید صنفی ساده و بی آلایش؛ اما نمادی از…

د پښتو ژبې په ډګر کې پېژندل شوی کیسه او…

له ښاغلي کریم حیدري سره، چې د پښتو ژبې په…

در آینه‌ی تاریخ، در سایه‌ی نفرت

« روایتی از یهودیت و پدیده‌ی یهودستیزی» فرشید یاسائی پیشگفتار: زخم ماندگار…

یا من نه دیدم، یا فرزندان یاسین خموش قدر‌ نه‌شناس…

محمدعثمان نجیب «زنده‌گی در زنده‌گی بی زنده‌گی، بازنده‌گی‌ست» ـ یاسین خموش خموش خالق…

«
»

اسدالله بلهار جلالزي

 له نوښتګر کیسه لیکونکي، څېړونکي، ژباړونکي، تکړه ادیب او ژورنالیست ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي)سره د کوبیسم د نړیوالې ادبي ښوونځی په تړاو ځانګړې مرکه

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

***

شاغلی اسدالله بلهار جلالزی هغه نوښتګر کیسه لیکونکی، شاعر، ادیب، ژباړونکی او تکړه څېړونکی دی، چې د خپلو نښیرونو(آثارو)له لارې یې د عیني حوادثو او پېښو په تړاو داسې کیسې او داستانونه کښلې دي، چې د خلکو په ژبه ډېر ساده خوندور او په ډېره ظریفانه بڼه انځور شوې دي. همداسې هغه ژوره مینه، چې دی یې له پښتو ژبې او پښتونولۍ سره لري، له نورو ژبو څخه یې ډېر ګټور نښیرونه(اثار)ژباړلې دي. دی یو تکړه څېړونکی هم دی.

د پښتو ژبې ښه شاعر، لیکوال او وتلی ژورنالیست حبیب الرحمن تاثیر د اسدالله بلهارجلالزي په یوه منظومه ( وړکتون)باندې د یوې لیکنې په ترڅ کې داسې کاږي:

(( ….که پیغلې خپلو وروڼو ته ځان ورښود چې زه دایم، نو جلالزی په خپل خواږه انداز، په بیل اسلوب او ځانګړي ډول په منظومه ژبه په ترنم کې د وخت چارواکیو او خلکو ته هغه ډول پوهه ورکوي، هغوی ته ماشومان ورښيي چې دادي، څنګه ژوند کوي؟ څه ورباندې تېریږې؟ او څوک سته چې غږ یې واوري؟ د جلالزي دغه منظومې کیسې مې له سره تر پایه ولوستې، په دغه کېسه ییزه شعرونو کې نه دا چې د ماشوم تر ذوق، احساس او غوښتنې پورې محدود دي بلکې داسې مسرې هم په کې شتون لري چې زلمیان، ځوانان او حتی د پاخه عمر خلک هم ورڅخه خوند، پند او پوهه اخیستلای شي، په دې خیالي سندرو کې هغه څه هم په پام کې نیول شوي دي چې نړیوالې رسنۍ یې مراعتوي، د خبریالي له اصولو یې هم سر غړونه نه ده کړې. نه یې مبالغه کړئ او نه یې په کې له مصحلت څخه کار اخیستی، بلکې په وړکتون کې یو ماشوم ورته حال ورکوي، کټ مټ هغه یې منظومه کړې دي. د ښاغلی جلالزي دغه منظومې کیسې په پښتو ادب کې زما په خیال چې هیچا هم نه وي ویلې. نو له دې امله هم بیخې د ستایلو وړ کار دی. بلهارجلالزي داسې کار ته مخه کړې ده چې د ماخذ په توګه به په دغه برخه کې تره وخته یواځې د (وړکتون) نوم لیکل کیږي. له دې پرته به دا هم ووایم چې: د اسدالله بلهار جلالزي د وړکتون ځینې خیالي او ځینې حقیقي کیسې چې په منظومه بڼه زموږ او ستاسو مخته پرتې دي دولتي چارواکیو، د وخت حاکمانو، نوابانو، خانانو، ملکانو، سرمایه دارانو او هغه خلکو ته چې د ماشوم پرحق ځان اچوي دا پوهه ورکوي چې زموږ د افغانستان، په ځانګړې توګه د غزني او د غزني ولایت د وروسته پاته ولسوالیو د ماشومانو حالت ستونځمن او راتلونکی یې تیاره معلومیږي.))
په درنښت حبیب الرحمن تاثیر

***

ښاغلی جلالزی صاحب د خپل هېواد او هېوادوالو سره ژوره مینه لري. دی یو ټولنیز شخصیت دی او  د خپلو یارانو او دوستانو سره ډېرې ښې، له مینې او اخلاص څخه ډکې اړیکې لري.

ښاغلی حفیظ همیم هغه تکړه شاعر او لیکوال دی، چې په خپله یو لیکنه کې د ښاغلي جلالزي صاحب په تړاو داسې وايي:

((…. جلالزی د هغو ګوتمشمېر کسانو له ډلې دی چې ډېر لوراند او رښتینی سړی دی. ژر اشنا کېږي‌ او د ملګرتیا په پالنه کې ډېر تکړه دی. پر(۲۰۰۴)ز کال کې چې موږ زمزمه اونیزه خپره کړه او پر(۲۰۰۵)ز کال کې مو بیا لونګ مجله خپره کړه، نو تر ډېره پکې جلالزي منډه کوله. لونګ مجله ټوله پښتو وه او کله چې یې لومړۍ ګڼه غزني ته ورسېده، د هغه وخت یوه چارواکي دی احضار کړی و، چې دا مجله مو ولې ټوله پښتو ده، حتی ګواښ یې هم ورته کړی و. خو ده ګواښ یوازې له ځان سره وساتو او له دې خاطره چې موږ و نه ډارېږو دا کیسه یې تر ډېره وخته موږ ته نه کوله. ما چې هغه وخت د لیسې زده کوونکی وم، نو زما برخه مالي پیټي به هم تل ده پر اوږو اخیست. زما د ښوونځي وختونو کې یې اکثره وخت له خپل میاشتني معاش څخه ماته نیم په نیمه پیسې راکړې دي او ما به دده په معاش د چا په خبره مزې کولې. یو وخت مو بیا په بي بي سي کې یو ځای کار سره کاوه. له (۲۰۰۸)ز کال وروسته چې زه غزني ته نه شوم تللای نو که به غزني کې کوم کار و، ټول غږ به مو تر جلالزي صاحب پورې و. د ده ټول امکانات به د ملګرو په خدمت کې و. په ټولنیزو روابطو به ډېر لږ خلک د ده غوندې تکړه وي. زرګونه مایله لري تر اوسه پورې هم زما له پلار سره ټلیفوني رابطه لري، کله مې پلار راته وايي چې جلالزي صاحب زنګ وهلی و او کله دی راته ووايي‌ چې نن مې ستا پلار ته زنګ وهلی و پوښتنه مې وکړه. خو دې ډېرو ټولنیزو اړیکو هم د هغه د مطالعې او کار پر وړاندې خنډ نه دی جوړ کړی. لیکنې کوي، شعر لیکي، ژباړه کوي او کتابونه چاپوي. زه چې ورسره خبرې کوم نو اکثره بحث مو پر دې وي چې څه دي لیکلي دي او څه دي لوستلي دي. هغه ډېر کار کوي او با کیفیته کار کوي. د لیکنې ژبه یې خوږه او روانه وي او ژباړه یې معمولا داسې وي چې د اصلي متن ګمان پرې کېږي. د ماشومانو لپاره د شعرونو او کیسو ژبه یې په ټوله مانا داسې ده چې څنګه د ماشومانو لپاره اړینه وي. په بله مانا، ماشومان په اسانه ترې اخیستنه کولای شي…))

ما له ښاغلي اسدالله جلالزي سره د کوبیسم د نړېوال ادبي مکتب په اړه بشپړه مرکه جوړه کړې ده، تاسو درنو مینه والو ته یې وړاندې کوم.

ګران اسدالله جلالزی صاحب زما نیکې هیلې ومنئ. اجازه راکړئ خپلې پوښتنې ستاسو حضور ته وړاندې کړم.

ښاغلی انجنیر صاحب عبدالقادر مسعود زه هم تاسو او د ادب ټولو مینه والو ته خپل سلامونه وړاندې کوم، ستاسو په چوپړ او خدمت کې یم. 

*** 

مسعود: کوبیسم د شلمې پېړۍ په پیل کې د یو مدرن، مخکښ او مهم هنري ِغورځنګ په توګه پېژندل شوی دی. تاسو دا ښونځی  څنګه راپېژنئ او ارزوئ، مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ شوی دی او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک دي؟
اسدالله بلهار جلالزی: د کوبیزم  د هنري غورځنګ بنسټ د شلمې پیړۍ په پیل یعنی (۱۹۰۹)زېږدیز کال کې په پاریس کې کیښودل شو. دغه ښوونځي هغه مهال چې لا هم د انځورګرۍ په نړۍ باندې د امیرسیونیزم د ښوونځي اصول او واکونه چلیدل، خو وړاندې تر دې چې ادبیاتو ته لاره ومومي په انځورګرۍ کې را څرګند شو.
دد غه ښوونځي پلویان لکه د نورو ادبي ښوونځیو په څېر د تونداندو په لوري ورمات شول. دوی د نویو او زړو اصولو د پلویانو تر منځ یو تلپاتې ټکر رامنځته کړ. مخکنیو ښوونځیو د بهرنۍ نړۍ پیروي کوله او د لرغونو قوانینو د ټکي په ټکي شننه، څیړنه، طرحي، اصول او رول یې ریشخند باله، آن چې سپکاوی یې هم ورته کاوه.
د «اکسپرسیونیزم» ښوونځي غوښتل چې د هنرمند ځانګړي احساسات، که هیښونکي، ګډوډ او استثنايي هم وي، بیان کړي. د کوبیزم ښوونځي چې یو انتزاعي او د ګوښه توب هنر دی، هڅه یې دا وه څو خپل لید په شیانو او په موجوداتو کې د هندسي شکلونو په جوړښت کې را وټوکوي. د دغه مکتب بنسټ ایښودونکي په لومړي ځل (۱۹۷۳–۱۸۸۱) کې پیکاسو او براک په (۱۹۶۳–۱۸۸۲) او درن په (۱۹۵۴–۱۸۸۰) او څو نور کسان وو چې د دوی پلویان بلل کېدل.

ځانګړتیاوې او آرونه:

د دغه هنري غورځنګ په ځانګړتیاوو کې په دوه اړخیزې سطحې باندې د درې اړخیزې فضا ټوټه ټوټه یا تجزیه کول او د هندسي  شکلونو لکه مکعبو، دایرو، مثلثونو، کږو وږو کرښو، پلنو او نریو( مخروط) ګردیو او  ستنو د شکلونو په څیر کارونه یې یادولای شو. همدا ډول یې د رنګونو محدودولو ته هم اهمیت ورکاوه. دوی په لومړیو کې، خړ، خاورې رنګه، قهوه یي او شنه رنګونو په خپلو انځورګریو کې کارول او د واقعیت په ځای یې د ا نځور د جوړښت منطق ته په درنه سترګه کتل. کوبیزم نه یوازې په انځورګري کې نوې لارې رامنځته کړې بلکې په وروستیو کې یې معماري، مجسمې جوړونې، موسیقي او ادبیاتو ته هم لاره وموندله.

مسعود: د هر ادبي مکتب ډېرې نښې د پخوانۍ دورې په ادبي نښیرونو(اثارو) کې موندل کېدای شي او د هر ادبي او هنري مکتب رامنځته کېدنه د خپلې دورې د ځانګړو ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او تاریخي شرایطو او د فلسفي افکارو تر اغیز لاندې وي. ستاسو په اند، هغه عوامل او انګیزې څه دي چې د کوبیسم مکتب د رامنځته کیدو لامل شوي دي؟

اسد بلهار جلالزی: زه فکر کوم د هر هنري او ادبي ښوونځی پیژندنه له خپل تاریخي، فکري او ټولنیز چاپېریال پرته ناشونې ده. د کوبیزم  ښوونځی هم له همدې قاعدې څخه نه شو بیلولای.کوم لاملونه او انګیزې چې د کوبیزم د ښوونځي د رامنځته کېدو سبب شویدی له هغوو څخه یو یې صنعتي انقلاب هم دی. یعني د (۱۹) پیړۍ له پایته رسیدو سره سم په اروپا کې د صنعتي انقلاب د بریالیتوب له امله ژور بدلونونه رامنځ شول، ښارونه او تخنیکي وسایل پراخ شول. همدلته وو چې د انسان لیدلوری هم د پنځ او هنر پر وړاندې بدل شو.

دا بدلونونه د هنرپالو د هڅونې او نوښت سبب شول ځکه یې نو واقعیت ته په دودیز ډول ونه کتل. بلکې د نوي، عصري ستراتیژۍ په لټون پسي راووتل.

 فلسفي او ساینسي فکرونه هم د دې لامل شول چې د دوی پام حقیقت ته د نږدې والي، د ذهن او درک حدودو او د زمان پیچلتیا ته ور واوړي. په دې اړوند د الماني فیلسوف «ایمانوئل کانت» او فرانسوي فلسفي «هنري برګسن» د اندونو پر اغیز هم سترګې نه شي پټیدلای.

په همدې وخت کې د «آینشټاین» د نسبیت تیوري هم د زمان او فضا دودیز مفهومونه تر پوښتنې لاندې راوستل. همدې افکارو د کوبیسم لپاره فلسفي زمینه برابره کړه. له بلې خوا د افریقایي او غیر لویدیځو هنرونو اغېز هم د دغه ښوونځي د پلویانو په نیښرونو کې جوت شول.

«پیکاسو» د افریقایي هنر له کمالونو چې د تیږو، لرګیو، وړیو، پاڼو او… څخه د پژیو، لوښو، کالیو په ډولونو کې د بیلابیلو رنګونو په لرلو سره څرګند وو، الهام واخیست، چې دا هنرونه ټول له هندسي بڼو یا شکلونو څخه ډک وو. چې په ښکاره یې د لویدیځ له پنځپالې هنر سره توپیر درلود.

دغه هنر د “ساده‌پالنې” او ګوښه توب د ډولونو ملاتړ کاوه، کوم چې بیا د کوبیزم د جوړښت بنسټیزه برخه وګرځېد.

 د دودیزو هنري اصولو پر وړاندې غبرګون
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کلاسیک او رنسانس هنر د یوې زاویې لید او واقعیت بنسټ درلود. «پیکاسو او براک» کوښښ کاوه چې دا اصول مات او له ننګونو سره یې مخ کړي، د زمان، فضا او حرکت نوی تعبیر وړاندې کړي. دوی غوښتل چې بیلابیلې زاويي په یوه تصویر کې داسې وښيي، چې ذهن یې درک کړي خو سترګې یې په لیدو ونه توانیږي…

هنري انقلابونه او نوښتونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تر کوبیزم نه وړاندې، امپریسیونیزم، پواست-امپریسیونیزم او فووېزم د هنر پر ساحه او ورشو ډیر واک درلود. په دې موده کې هنرمندانو له رنگونو، جوړښتونو او احساساتو سره تجربې پیل کړې او کوبیزم دا تجربې لا پیاوړې او  د یوه منظم ‌محور، هندسي شکلونو او فکري هنر یې وړاندی کړ. په ټوله کې، کوبیزم د یو ژور بدلون نښه وه.
دوی د “څه ښکاريږی؟” پر ځای “څنګه درک کېږي؟”  خپله موخه وټاکله.

مسعود: تاسو د کوبیسم د مکتب آرونه، اړینې ځانګړنې او غوره ځانګړتیاوې او د نوموړي مکتب، سبک، تګلوري او ارزښتونه څنګه ارزوئ؟

اسدبلهار جلالزی:  که څه هم د کوبیزم د ښوونځي د ارونو په اړه مو څه ناڅه خبرې وکړې کله چې خبره د ارزونې شوه نو دومره ویلای شم چې دا ښوونځی نه یوازې یو هنري ښوونځی وه، بلکې یو فکري انقلاب، یو نوی لیدلوری او نوی احساس وُ. چې د واقعیت درکولو په پار یې تازه دریځ درلود.
لکه مخکې چې وویل شول، د دغه ښوونځي په ځانګړنو کې شیان او څیزونه د مکعبونو، مثلثونو، دایرو، کږو وږو کرښو او ستنو په بڼه انځورېږي. چې په کې د رنګونو ډیروالي او ساده توب ته پام کیږي. پیکاسو او براک به زیاتره وختونه له څو محدودونو رنګونو( خړـ قهوه یې او شنه) رنګونه کارول. د دوئ په انځورونو کې یو شی په بیلابیلو زاویو کې ماتیږي او بیا سره یوځای کیږي او په نوي جوړښت کې را ټوکیږي. په دې توګه تصویر د وخت په اوږدو کې ځان بدلوي نه په یوه شیبه کې. ارزښت یې په دې کې دی چې نوښتګر فکر، خلاقیت او ازادي ته لاره موندلي، هنر د فکر وسیله وي.

مسعود: ویل شوې دي: نامتو او مخکښ اندیال او متفکرین لکه، «هنري برګسون» نوموړی فرانسوي فیلسوف، «ارنست ماخ»په (19)او(20)پیړیو کې د اتریش فیلسوف او «آنري پوانکاره» فزیک پوه، فرانسوی ریاضی پوه، نظري فزیک پوه، انجنیر او  فیلسوف، دا ټول هغه فیلسوفان ول، چې د دوی فلسفي اندونه او لیدتوګي د کوبیسم د تګلوري او سبک په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ؟

اسدبلهار جلالزی: همدا درې فیلسوفان—«هنري برګسون، ارنست ماخ او آنري پوانکاره»—د شلمې پېړۍ د فکري بدلون بنسټګران او مهمې څېرې وې. د دوی فکر، نه یوازې ساینس او فلسفه اغېزمن کړل، بلکې د کوبیزم په ګډون یې ډېرو هنري خوځښتونو ته لاره هواره کړه.

هنري برګسون (Henri Bergson) د وخت، شعور او درک په اړه ژوره نظریه وړاندې کړه.
برګسون باور درلود چې انسان، شیان او موجودات د مستقیم شهود (intuition) له لارې درک کیدای شي، نه یوازې د منطق له مخې همدا فلسفه د کوبیستي انځورونو له رټل شویو« ګوښه توب» او ټوټه کیدو سره همغږې ده.

ارنست ماخ (Ernst Mach) د احساساتو پر فزیکي بنسټونو تمرکز کاوه او ویل به یې چې زموږ پوهه یوازې د حواسو پر تجربو ولاړه ده.

همدغه نظر د کوبیزم لپاره یو ډول حسي تجزیوي لید رامنځته کړ: یو شی لکه څنګه چې ذهن یې د وخت، ځای او حرکت له لارې تجربه کوي، نه لکه څنګه چې سترګه‌یې ګوري.

آنري پوانکاره (Henri Poincaré)د ریاضي او فزیک د فلسفې پلار ګڼل کېږي.

د هغه تیورۍ چې علمي مفاهیم نسبتي دي، نه مطلق، هنرمندانو ته دا انګېزه ورکړه چې “یوه بڼه” یا “یوه زاویه” یوازینی حقیقت نه دی.

پوانکاره د ریاضي ‌پالنې منطق او تخیل ترمنځ پُل جوړ کړ، کوم چې د کوبیستي هنر د هندسي جوړښت او درک لپاره یې نظري بنسټ رامنځته کړ.

البته باید یادونه وکړم چې ځینې نور مکتبونه هم ول چې د کوبیسم په بنسټ ولاړ  وو. لکه دا:

۱. فیوچریزم (Futurism)

    دا  ایټالیوي خوځښت د چټکتیا، ماشین، عصري ښاري ژوند، او ټکنالوژۍ له لارې و توانیده چې بدلونونو ته لاره هواره کړي، دوی هم د شکلونو د ماتولو او ټوټه ټوټه کیدو تخنیکونه وکارول.
اکسپریشنیزم کوبیست (Cubo-Expressionism): د کوبیستي جوړښتونو او اکسپریشنیزم د احساساتو یو ګډ جوړښت او ترکیب وُ.

هنرمندانو هڅه کوله چې هندسي بڼې د قوي احساساتي تاثیر لپاره وکاروي.

کانستراکتیویزم (Constructivism): دا خوځښت په روسیه کې رامنځته شو چې د هنر په ټولنیز رول باندې یې باور درلود. د هنر او تکنالوژۍ ګډول یې هدف و. دوی له کوبیزم څخه د هندسي ساده ‌والي او جوړښتي منطق الهام واخیست.

اورفیزم (Orphism):

د کوبیزم فرعي مکتب، چې د رابرټ دېلوني او سونیا دېلوني له خوا رامنځته شو.

له کوبیسم څخه یې هندسي بڼه واخیسته، خو پر رنګ، رڼا او حرکت یې تمرکز ډېر وُ. هدف یې د موسیقۍ غوندې حس ورکړې نقاشي وه.

پوټریټ کوبیزم (Purism):

د لږوالي، پاکوالي او ماشیني سادګۍ خوځښت و، چې (لو کوربوزیه) او ( امدیه) او(سژفانت) یې مخکښان وو. دوی له کوبیزمه متأثر و، خو غوښتل یې هغه نور هم ساده او پاک کړي.

مسعود: په ادبیاتو او شعر کې د کوبیسم بنسټیزې ځانګړتیاوې، عقاید او اندونه څنګه ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې په دې برخه کې د کوبیسم د مخکښو څېرو لیکوال څوک ول؟ که یې د نامتو نښیرونو (اثارو)د معرفي او ارزښت په تړاو یې مالومات راکړئ.

اسد بلهار جلالزی: دکوبیزم فعالیتونه په نړۍ کې د انځورګرۍ له لارې را پیل شول خو ډېر ژر یې ادبیاتو، په ځانګړي ډول شعر، ته هم لاره وموندله.

مخکښ لیکوال او شاعران یې د فرانسي “ګیوم آپولینېر”، “پی ایریوردي”، امریکايي لیکوال، “سټاین” او “ایزراپاونډ” او د انګلیستان “ټي ایس ایلیټ “ول. چې مشهور اثار هم د ګیوم کالیګرامونه، د پی ایریوردي نازکې تڼۍ، د سټاین ، بیضوي یا ګردۍ کړکۍ او د “ایزراپاونډ” د (میټرو په تم ځای) کې یادولای شو. کوبیزم په ادبیاتو کې د ژبې، درک او واقعیت ترمنځ اړیکه له یوې نوې زاويي وڅیړله، د شعر او نثر له دودویزو چوکاټونو څخه بهر ووت او د ذهن، خیال او انځورونو یو نظم یې رامنتځه کړ.

مسعود: د انځورګرۍ او نقاشۍ د هنر په برخه کې، د کوبیسم د ښونځی ځانګړتیاوې، د دغې هنر د سبک مهمې ځانګړنې څه ډول ارزوي؟ او دا راته ووایاست، په دې هنری سبک کې د انځورونو لپاره د الهام سرچینه څه وه؟

اسدالله بلهار جلالزی: کوبیزم د انځورګرۍ په تاریخ کې یو له خورا پیاوړو او بنسټیزو ښوونځیو څخه وُ، چې انځور یې له طبیعي انځورګري نه جلا کړ او هنر یې د مفکوري، جوړښت او تجزيي له نوي نړۍ سره وصل کړ.د الهام سرچینې يي افریقایي هنر، سیلاني علم (Ethnography) ساینسي پوهه او د پال سېزان (Paul Cézanne) کارونه وُ.
سیلاني علم (Ethnography)غربي لیکوالو او انځورانو ته دا موقع په لاس ورکړه چې د نورو له کلتورونو سره اشنا شي. همدا کلتوري تعامل د تخیل نوې سرچینه شوه. ساینسي مفکورې او د «آینسټاین» د نسبیت تیوري، د هنرمندانو تخیل ته نوی لوری ور وښود. او نور..

مسعود: د انځورگرۍ او نقاشی په هنر کې د کوبیسم د ښونځی تر ټولو مهم او پېژانده استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د دې هنرمندانو، د تګلورو او سبک، د هنري او نامتو نښیرونو (اثارو) د معرفي او ارزښت په تړاو یو څه رڼا واچوئ.

اسدالله بلهار جلالزی: کوبیسم د هنر په نړۍ کې یو له هغو مکتبونو څخه وُ، چې نه یوازې د انځورګرۍ بڼه یې بدله کړه، بلکې د هنرمندانو د فکر په طریقه یې هم ژور اغېز وکړ. «پابلو پیکاسو (Pablo Picasso)»، چې د کوبیسم له بنسټګرو څخه وُ. سبک یې هم له ابتدایي کوبیسم نه تر ترکیبي کوبیسم پورې، د افریقایي هنرونو، هندسي جوړښتونو او تجزیې کارونو په محور را چورلیده.

نامتو آثار: د اوبینون پیغلې، ګورنیکا( دجنګ پرضدچیغې) چې د اسپانیا د ښار بمباري انځوروي، ژړانده ښځه، نجلۍ د هیندارې مخې ته، زوړ ګیتاري او…

خوان ګریس (Juan Gris)د ترکیي کوبیسم بل مخکښ دی. په خپل سبک یې روښانه رنګونه کارول چې منظم جوړښت لري. په کار کې یې د ورځینو توکو کاریدا ډیره تر سترګو کیږي.
اثار یې د پیکاسو انځور، ساکن ژوند او میزپوښ، ویلن او شطرنج، د روم بوتل، سګریټي سړی او نور… دي

فرنان لیژر (Fernand Léger)د فرانسې هیواد انځورګر، پژۍ او فلم جوړونکی هم د یادونې وړ دی. ده کوبیزم ته له میخانیکي پلوه وده ورکړه. اثار یې په لاندې ډول دي:
 په ښار کې پاڼې، د انسانانو او ماشینونو اړیکه(فلم) ترانسپورتي دیوال.
فرانسوي انځورګر ژرژبراک هم چې د دغه ښوونځي له بنسټګرو څخه وُ.

خورا مهم نیښرونه یې پنځولي د بیلګې په ډول یې د څو یادونه کوم. ویلن او کوزه، نارنج او ورځپاڼه، کورونه په استاک کې، سړی او ګیتار او نهم لمبر کارځای، یې مشهور اثار دي.

مسعود: د کوبیسم د ډولونو لکه،  څېړنیز، تحلیلي او مصنوعي کوبیسم، ځانګړنې او غوره ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟

اسدالله بلهار جلالزی: څیړنیز او مصنوعي کوبیسم د دې مکتب دوه  مهم ډولونه دي، چې د هنر د لید، جوړښت او مفکورې له پلوه ژور توپیرونه لري. څیړنیز کوبیسم شیان له بیلابیلو اړخونو تجزیه کوي او بیا یې په یو چوکاټ کې وړاندې کوي. دوئ د رنګ، ښکلا او جمالیاتو لوري ته ډیر پام نه کاوه. له همدې کبله یې په انخورونو کې تور، خړ، قهوه یې او شنه رنګونه لیدل کیدل چې همدا یې موخه هم وه. انځورونه یې له ډیرو کرښو، کوچینو برخو او ټوټه شویو بڼو جوړول چې له پیچلتیا برخمن وو. ځینې وخت به سکالو په کې دومره ټوټه ټوټه (تجزیه) شوي وه چې پیژندنه یې ګرانه کیده.

 د مصنوعي کوبیزم  (Synthetic Cubism)په اړه ویلای شم چې ځانګړنې یې ترکبیي جوړښتونه او د روښانه رنګونو ژیړ، شین، نارنجي او نورو کاریدنه وه، له تخنیکي وسایلو  ورځپاڼو، کاغذونو او مادې شیانو یې ګټه اخیسته او په انځورونو کې یې د لیکنو، ویویکو راوړل لیدل کیدل. له دې ورهاخوا وخت ته هم په کې پام کیده.

 په ټوله کی ددغه ښوونځي دواړه، څیړنیز او مصنوعي ارزښتونه د اهمیت وړ دي څیړنیز کوبیزم ذهن ته وده ورکوي. چې په کې د انځورونو تفسیر، یووالی، تړاو او فکري څیړنه ترسره کیدای شی. په مصنوعي کوبیسم کې هنر نوې ژبه پیدا کوي. ورځني توکي لکه لیک او هندسه د هنر برخه ګرځي.

مسعود: ویل شوې دي: د دې هنري خوځښت خورا نامتو او اصلي هنرمندان دا دي.«پابلو پیکاسو، اسپانیایي انځورګر، مجسمه جوړونکی شاعر او لیکوال»، «ژرژ براک، فرانسوي انځورګر او مجسمه جوړونکی»، «خوان ګریس، اسپانوي انځورګر، ډیزاینر او نقاش». كه د نوموړو د هنري شخصیتونو، اغیزمنو نښیرونو (اثارو) د معرفي او ارزښت په تړاو  په لنډه توګه مالومات راکړئ.

اسدالله بلهار جلالزی: دغه درې واړه هنرمندان د کوبیسم د بنسټګرو او مشهورو څیرې وئ. راځی د هر یوه هنري شخصیت، سبک، او اغېزناکو آثارو ته لنډه کتنه وکړو:
 پابلو پیکاسو (Pablo Picasso):
پابلو پیکاسو د اسپانیا اوسیدونکی وُ. هغه د (۱۸۸۱)ز کال د اکتوبر په (۲۵)مه د «مالاگا» په ښار کې زیږیدلی وُ، چې د اندلس سیمې یوه برخه ده. که څه هم پیکاسو د خپل ژوند ډېره برخه په فرانسه کې تیره کړه، خو ملیت یې اسپانیایی و او د اسپانیا د کلتور او تاریخ څخه یې هنر  اغیزمن و. دی انځورګر، پژۍ جوړونکی، لیکوال او شاعر و.

د ده هنرې سبک واقعیت ښکاره کول و، دا کار یې نه یوازې په کوبیسم کې کاوه بلکې په سورریالیسم  او سیاسي هنر کې یې هم دوام ورکړ.
پیکاسو د خپل هنري فعالیت په بهیر کې خورا مهم او ډیر اثار وپنځول. غواړم د ده په مشهور نیښر “ګرنیکا” باندې لږ تم شم.
“ګرنیکا” د پابلو پیکاسو یو له تر ټولو مشهور او اغېزمنو انځورونو څخه دی، چې په (۱۹۳۷)ز کال کې یې کښلی. دا اثر یې د اسپانیا د “ګرنیکا” ښار د بمبارۍ په اعتراض کې پنځولی، کوم چې د هټلر د نازي ځواکونو له خوا د اسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال ترسره شوی وه.

دا انځور لیدونکي ته بیلابیل اړخونه بیانوي، په انځور کې تور، سپین او خړ رنګونه کارول شوي و. چې د غم، ویر او درد احساسات څرګندوي، د سمبولونو په توګه دانسانانو، غوا، آس او نورو موجوداتو انځورونه په کې لیدل کیږي چې د جګړې ویره او وحشت یې په ډاګه کاوه. همدا ډول، د خلکو چیغې، د بدن ټوټې، وران او ویجاړ کورونه هم د احساساتو او د جګړې دردناک واقعیت بیاناوه.
 ژرژ براک (Georges Braque):

د فرانسې هیواد اوسیدونکی، ماهر انځورګر او پژۍ جوړونکی و. نوموړی د خپل بیل سبک خاوند و. څیړنیز محوره، موسیقي، ترنم او هندسې جوړښتونه یې کارول. دی د پیکاسو ملګری و او له هغه سره یې په ګډه د کوبیسم بنسټ کیښود. ګڼ شمیر اثار یې ولیکل، “ښځه له منډولین سره”

“Woman with a Mandolin”،  منډولین یو موسیقي اله ده چې د ګیتار ته ورته ده، خو واړه او مخصوص تارونه لري. په دغه اثر کې څېرې، شکلونه او جوړښتونه یوازې په هندسي بڼو کې له ورایه ښکاري.

خوان ګریس (Juan Gris):

د اسپانیا د هیواد له وتلو انځورګرانو او ډیزاینرانو څخه و. انځورګري، نوښت، طرحي او ډیزان یې ورځني فعالیتونه و. د ترکیبي سبک لرونکی و او په مصنوعي کوبیسم کې نوښتګر، ګډو جوړښتونو ته یې منطقي نظم ور وباښه. ده هم د خپل کار په موده کې اغیزمن اثار وکښل. د “پیکاسو تصویر”  اثر یې په (۱۹۱۲)ز کال وپنځاوه چې خورا مشهور شو. ګریس ته د مصنوعي کوبیسم د استاد په سترګه کتل کیدل.

مسعود: ستاسو په اند کومو هنري غورځنګونو د کوبیسم د ښونځی د هنري سبکونو په جوړولو کې مهم او اغیزمن نقش او رول لوبولی دی؟

اسدالله بلهار جلالزی: د معلوماتو له مخې د کوبیسم د ښونځي جوړېدل یوازې د پیکاسو او براک نوښت او ابتکار نه و، بلکې د بېلابېلو هنري خوځښتونو، تجربو او فکري چاپېریالونو د تعامل پایله وه. د بیلګې په توګه:

 امپریسیونیزم (Impressionism):

 دا مکتب د (۱۹)مې پېړۍ په پای کې رامنځته شو. دغه ښوونځي د رنګونو، رڼا، او فضا د احساساتي اغېز انځورولو ته پاملرنه وکړه. 

که څه هم امپریسیونیزم  او کوبیسم  په خپلو کې سره توپیر لري، خو دا خوځښت د هنر د آزادي ‌غوښتنې پیل و؛ له همدې لارې هنرمندانو د دودیزو  رودو او لارو څخه د واټن موندلو له کبله ترې لیرې شول چې بیا ورته د حس او فضا د تجزيي زمینه مساعده شوه.

 پواست ‌امپریسیونیزم (Post-Impressionism):

د امپریسیونیزم نه وروسته،  بیا د پواست امپریسیونیزم مکتب د جوړښت، هندسې، او تجزيي په اهمیت باندې په ټینګار سره کار پیل کړ. په دې برخه کې د فرانسې هیواد د عصري هنر پلار «پال سیزان»  Paul Cézanne چې د هندسي شکلونو، رنګونو، او جوړښتونو له لارې یې طبیعت او شیان انځورول کوبیسم ته د بنسټیز الهام وړ وګرځیده، هغه باور درلود چې طبیعت د هندسي شکلونو (مکعب، دایرې، مربع، مثلث او…) له لارې درک کېدای شي.
فاوېزم (Fauvism):

د فاویزم خوځښت د روښانه، تندو او احساساتي رنګونو له لارې ځان را څرګند کړ. که څه هم کوبیسم د دغه خوځښت له امله پر رنګونو ډېر بندیزونه ولګول خو د هندسي جوړښت فکر بیا د دواړو ترمنځ یو پل جوړاه.

(Braque) براک خپله هنري لاره له فاویزم نه پیل کړه، وروسته کوبیست شو.

ساینسي او فلسفي مفکورې:

که څه هم دا مکتبونه نه دي، خو د نسبیت تیوري، غیر اقلیدسي هندسه او فلسفه (برګسون، پوانکاره) د کوبیسم مفکوري بنسټ‌ جوړونه وکړه.

همدې مفکورې کوبیستانو ته جرئت ورکړ چې فضا، زمان، او لید د هندسي تجزیې له لارې بیان کړي.

مسعود: دا راته وویاست چې کوبیسم یو عصري یا پخوانی هنر دی؟

اسدالله بلهار جلالزی:
کوبیسم (Cubism) یو عصري هنري مکتب ګڼل کېږي. دا مکتب د شلمې پېړۍ په پیل کې رامنځته شو، او د دودیزو واقعیتونو بیلا بیلو ښکارندويي بڼو په اپوټه ‌یې نوې لاره غوره کړه. که څه هم دغه ښوونځي د (۱۹۰۷)ز او (۱۹۱۴)ز ترمنځ ډېر وده وکړه، خو اغېز ‌یې لا تر اوسه هم په مدرنو هنري غورځنګونو کې احساسېږي.

مسعود: تاسو د کوبیسم د مکتب د زوال او د له منځه تللو، اصلي لاملونه، انګیزې، دک او دلیل څنګه ارزوئ؟

اسدالله بلهار جلالزی:

کله چې کوبیزم په خپل وخت کې ډیر ژر د لوړتیا او اوج پړاونو ته ورسیده، خو بیا ورو، ورو له منځه لاړ چې د ړنګیدو اصلي لاملونه او انګیزې دا وي.

 لومړی خو د کوبیزم سبک نوښتونه عام شول او خپل  اغیز یې وبایله، بل دا چې د کوبیزم هنر هندسي بڼه د عامو لیدونکو له پاره په اسانۍ سره د پوهیدو وړ نه وه. له بله اړخه نوي خوځښتونه هم را وټوکیدل او د هنر پالو پام د دادایزم، سوریالیزم  او اکسپرېشنیزم  په لور ور واوښت. سیاسي او ټولنیزو بدلونونه لکه لومړۍ نړیواله جګړه، په اروپاکې سیاسي بې‌ثباتي، او د ټولنیزو ارزښتونو بدلون 

هم ورباندې ناوړه اغېز وکړ.

 د عکاسي پرمختګ هم د دودیزو انځورونو اړتیا کمه کړه او فلسفي میلان او د هغه مهال فلسفي افکار لکه د برګسون د وخت او شعور نظريي د کوبیزم په مفکوره باندې تاثیر وکړ. د وخت فلسفي افکار، لکه د برګسون  د وخت او شعور نظریې هم د کوبیزم پر مفکوره باندې اغیز وکړ، پورتني عوامل سره یوځای شول او د کوبیزم لمنه یې هم ورټوله کړه. 

په درنښت او ادبي مینه: انجنیرعبدالقادر مسعود