تقسیم جامعه به: نخبه گان- عوام، نژادگرایانه است

Elitetheorie: آرام بختیاری  تئوری الیت-توده ها، ارتجاعی است. جامعه شنایان چپ، تئوری الیت…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی و بی پایگی آن در متون…

بختیار علی محمد

استاد "بختیار علی محمد" (به کُردی: بەختیار عەلی موحه‌مه‌د)، شناخته…

آرمان ضداجتماعی-ضد ترقی در عرفان

دکتر بیژن باران آیا عارفان ضداجتماعی بودند؟ آیا رفتارشان با…

              پروژه تاپی (TAPI)

نوشته کریم پوپل مورخ۱۶.سپتمبر.۲۰۲۴ کالنگ دنمارک                                  انتقال لوله گاز از ترکمنستان به هند پس…

نشانه هایی از رستاخیز مردمی و نگرانی های رهبران طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید آنسوی افق های تاریک و طلوع خورشید آزادی…

صید گرفتار 

چو برگی در شکنج پنجه های باد پاییزم  به خواری و…

داستان «تو را دوست دارد!»

نویسنده «تولگا گوموشای» مترجم «پونه شاهی» نگهبان کلاس‌ام، بنابراین، در طول…

ترجمه داستان «علی بابا و چهل راهزن»

نویسنده «آنتوان گالاند»؛ مترجم «اسماعیل پورکاظم» در زمان‌های بسیار پیش از…

دولت از اسلام یا در اسلام؟

دولت از اسلام عبارت از حکومت قانون استکه: ارزش های…

دل صدپاره 

رسول پویان  اگر یک لحظه گـردد در تمام عمر همدردم  ز ژرفای…

نگاهی به برخی از لایه های اجتماعی

ترجمه. رحیم کاکایی یوری آنتونوف اساساً، هر فرد و هر گروه اجتماعی…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم بازتولید اسلام سیاسی و بی پایه بودن…

بزرگداشت ازدهمین سال درگذشت داکتراناهیتا راتبزاد  

به تاریخ هفت سپتامبر سالجاری ازسوی  شورای سراسری زنان افغانستان…

بازی با دم اژدها یا تعامل با حاکمان تروریست و…

نویسنده: مهرالدین مشید تبدیل شدن افغانستان به مفرزۀ تروریسم  و احتمال…

دلسوز صابر

بانو "دلسوز شیخ صابر"  (بە کُردی: دڵسۆز شێخ سابیر -…

عرفان در هنر

دکتر بیژن باران عرفان در هنر تجسمی با هنر کلامی…

زیبا پسند

غم خانه گشته است دل مستمند من هم شد خمیده قد…

احمد مسعود به دنبال چیست ؟

                              نوشته ی : اسماعیل فروغی      به…

اطاق فکر، د فکر خونه یا (Think Tank) یعنی چه؟

نور محمد غفوری در بین گروه های سیاسی، اجتماعی، علمی و…

«
»

که سوله ونه شي؛ بل بحران راتلونکی دی

په داسې حال چې له يوې خوا د سولې لپاره افغان دولت او امریکا تر پخوا هڅې زیاتې کړي او تر پخوا اوس ورته هيله مندي زياته شوې؛ خو له بلې خوا بيا څو مياشتې وروسته د اوسني افغان دولت کاري موده پایته رسيږي او نوې ټاکنې ترسره کيږي چې ورسره يو ځل بيا د يو نوي بحران د رامنځته کېدو وېره ليدل کيږي. که څه هم د وسله والو طالبانو سره د زلمي خليلزاد ليدو کاتو د افغانانو تر منځ سولې ته هيله مندي زياته کړې ده خو د سولې په روانو خبرو هم په لويه کچه ځکه باور نه شي کيدلی چې د زلمي خليلزاد له پرله پسې هڅو سره سره بيا هم طالبان لا افغان حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي. آن په وروستيو کې خو داسې راپورونه هم خپاره شول چې طالبانو يواځې له امريکا سره اوربند منلی دی او افغان حکومت سره اوربند هم نه کوي

طالبان له يوې خوا د سولې خبرې پر مخ وړي او له بلې خوا بيا د افغان حکومت په مقابل کې يې خونړۍ جګړه روانه کړې ده. ښه بېلګه يې څو ورځې وړاندې په ميدان وردګ ولايت کې د افغان ملي امنيت په منسوبينو خونړی بريد يادولی شو چې د لويديځو رسنيو د راپورونو له مخې په کې تر ۱۰۰ زیاد د ملي امنيت سرتيري شهيدان او په لسګونو نور ټپيان شول.

د سولې په نه شتون کې افغانستان له کوم بحران سره مخ کيږي؟

د سولې په نه شتون کې افغانستان ته احتمالي دوه ستر ګواښونه شتون لري چې که يې مخنيوی او سم مديريت ونه شي نو افغانستان له لوی ناورين او بحران سره مخ کولی شي

لومړی؛ ټاکنې او ټاکنيزې ناندرۍ

د 2014 کال ولسمشريزې ټاکنې لا هم خلکو ته په يادې دي، د هغه مهال د منم او نه منم، موازې حکومتونو د اعلان او د افغانستان د تجزيې ګواښونه لا هيچا نه دي هير کړي. هغه مهال يواځې د دوه تنو نوماندانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) تر منځ ټاکنيز جنجال موجود و چې آن په د موازي حکومتونو د اعلان ګواښونه وشول. خو د راتلونکي کال په ټاکنو کې قوي احتمال دا دی چې درې يا څلور ټيمونه به په خپل منځ کې قوي سيالي وکړي. بله ستونزه دا ده چې اوسنی حکومت د پخواني حکومت په پرتله ضعيفه او د دوه سرونو لرونکی دی، هغه مهال د پرېکړو صلاحيت يواځې له حامد کرزي سره و، خو د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې دوه حکومتي سرونه شتون لري. د 2014 کال ټاکنيزو جنجالونو ته په کتو داسې ښکاري چې راتلونکې ټاکنې به د تيرو په پرتله ډيرې جنجالي او بحران زيږوونکې وي.

بله اندېښه د راروان کال ټاکنو ته دا ده چې اوسني نوماندان يا يې مرستيالان ډيری يې داسې دي چې په سوله کې خپل زيان ويني او په يو نه يو ډول د طالب سره د سولې مخالف دي. که طالب په اوسمهال کې له فرصت استفاده ونه کړي او له اوسني حکومت سره سوله ونه کړي؛ نو که چيري راتلونکی حکومت له اشرف غني پرته هغوی ته رسيږي چې په سوله کې خپله سياسي بقا په خطر کې ویني نو ښکاره ده چې طالب به د قطر پر ځای بيرته غرونو ته سفر کوي او يو ځل بيا به لسيزې افغانان د جنګ په لمبو کې سوځي.

دویم؛ د بهرنيو ځواکونو وتل

په داسې يو حالت کې چې افغانستان له وسله والو طالبانو سره لا د سولې څرک نه لګيږي او جنجالي ولسمشريزې ټاکنې هم په لاره دي؛ که په همداسې حالت کې نړيوال ځواکونه هم د افغان امنيتي ځواکونو شا پريږدي او له افغانستانه وځي نو له دښمن سره به د جنګ روحيه لا پياوړې او د سولې خبرې به ورته بې ارزښته ښکاره شي. وسله وال طالبان به فکر کوی چې امریکا يې ماته کړې، له افغانستانه ووتله، اوس نو کولی شي چې افغان حکومت له نظامي لارې مات کړي بيا نو څه اړتيا ده چې د سولې خبرې وشي. طبيعي ده چې طالبان به خپل کاذب غرور له سولې ګرځوي او يو ځل بيا به د جګړو ليکو ته ورځي.

که څه هم له کلونو راهيسي د افغانستان امنيتي ځواکونه د خلکو ساتنه کوي او بهرنيان په جنګ کې زیاد دخيل نه دي؛ خو بيا هم په افغانستان کې د بهرنيو قواوو شتون د ډيرو فرصت طلبه خلکو مخه نيولې او نشي کولی چې د دوی په شتون کې ګډوډي رامنځته کړي. خو که چيري بهرني ځواکونه پرته له دې چې خپله تشه ډکه کړي او بيا له افغانستانه وځي نو قوي احتمال شته چې دښمن به له دغه تشې پورته ګټه پورته کوي او د راتلونکو ټاکنو پر مهال به لوی ناورين رامنځته کړي.

څه بايد وشي؟

د پورته ياد شويو احتمالي ناورينونو څخه د مخنيوي لپاره مسوليت افغان حکومت او وسله والو طالبانو د دواړو په غاړه دی. حکومت دې راتلونکې ټاکنې ښه او قوي مديريت کړي او وسله وال طالبان دې هر څومر ژر چې کيدای شي له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي. له يوې خوا به افغان حکومت له ناورینه ساتل شوی وي او له بلې خوا به طالبانو د سولې راغلی فرصت له لاسه نه وي ورکړی. وسله وال طالبان بايد د اشرف غني په حکومت باور وکړي او ورسره ژر تر ژره خبرو ته حاضر شي، ځکه يواځینی شخص اشرف غني دی چې د سولې لپاره تر هر بل افغان ډيرې هڅې کوي او که سوله وشي او اشرف غني بيا هم په واک پاتې شي نو باوري يم چې راتلونکي پنځه کلونه به د افغانستان په تاريخ کې د پرمختګ د کلونو په نوم وليکل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي