فلسفه هایدگر میان تبلیغ فاشیسم و آنتی کمونیسم

Martin Heidegger(1889-1976)  آرام بختیاری کج فهمی فیلسوفان مذهبی دانشگاهی وطن از هایدگر. چرا…

سفر ملاهبت الله به کابل ؛ نشانه های زوال یا…

نویسنده: مهرالدین مشید نبض زمان و رقم خوردن شمارش معکوس در…

جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

«
»

کابل د نېږدې دوښمن او لېرې دوست تر منځ

د افغانستان ليرې دوست (هندوستان) د تاريخ په اوږدو کې ثابت، متوازن او دوستانه چلند کړی دی. له لسيزو په دېخوا يي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه ملکي، نظامي، اقتصادي او سپورتي برخو کې مرستې کړي دي چې وروستۍ هغه يي د سلما بند او د ملي شورا د ودانۍ رغول دي. په همدې لړ کې افغانستان تل په هندوستان او هندوستان تل په افغانستان باور کړی او تل يي متقابلې دوستانه اړيکې ساتلې دي. د دغو دواړو هيوادونو د تاريخي دوستانه اړيکو او متقابل باور ساتلو سبب هم دا دی چې هندوستان هيڅکله افغانتسان ته ترهګري نه ده استولې، هيڅکله يي د ترهګرو روزنه او ملاتړ نه دی کړی، په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره د ترهګرو ځالې نه لري.

بل پلو په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان نېږدې ګاونډی دی او همداراز له افغانستان سره د مذهبي او کلتوري تړاو تر څنګ؛ ډيری وختونه د افغان دولت له لوري په يو طرفه امتياز هم نازول شوی؛ خو د کابل ــ اسلام اباد اړيکې هيڅکله متقابلې دوستانه، ريښتونې او د يو ګاونډي هيواد د اړيکو په توګه نه دي پاتې شوي. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې له هندوستان سره د سیالۍ ډګر وګټي او د کابل ــ ډهلي اړيکو له وروستي نيږدې والي هم انديښمن دی. له کابل سره د اسلام اباد بې ثباته او بې باوره سیاست د سیمې اقتصاد ته هم سرخوګی جوړ کړی دی. افغانستان تل له پاکستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت هڅه کړې، خو اسلام اباد د دغو اړیکو باور له منځه وړی دی. اوس افغان حکومت هم وایي،د پاکستان دوه مخي سیاست د افغانستان پر سولې او ثبات سربیره د ټولې سیمې اقتصاد او سوداګرۍ ته هم سخت زیان اړولی دی. ولسمشر غني په لومړیو کې پاکستان ته د نوي حکومت د ښه نیت او دوستۍ لاس اوږد کړ، خو اسلام اباد د تل په څیر د کابل سیاسي باور او د نږدې اړیکو هڅې وننګولې. د افغانستان او پاکستان عام خلک او په خاصه توګه د دواړو هیوادونو سوداګر په خپلو کې نسبتاً ښې او نږدې اړیکې لري، خو له بده مرغه د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلې سیاسي اړیکې دا اجازه نه ورکوي چې دغه اړیکې لاپسې ښې شي او دا هم یو حقیقت دی چی افغانستان تل د اړیکو د ښه کېدو لپاره له خپل اړخه جدي کوښښ کړی خو پایله یې منفي ده.

په وروستيو کې اوس له پاکستان سره بیا اړیکې ګرمیږي، پاکستاني چارواکي دلته سفرونه کوي او افغان ولسمشر غني ته پاکستان یو ځل بیا بلنه ورکړی ده خو ولس د اړيکو له دغې نيږدېوالي ناخوښ دی، افغانان وېره او انديښنه لري چې پاکستان به يو ځل بيا خپل دوه مخی سياست پر مخ بوځي او يو ځل بيا به افغان دولت په تشو ژمنو وغولوي. پاکستان همداسې ګرمې ژمنې پخوا هم کړې دي. ولسمشر غني چې کله په لومړي سفر پاکستان ته ولاړ، همداسې هیلې وې، د افغانستان له خوا پرله پسې د پاکستان پر ژمنو باور وشو، پاکستان ته امتیازات ورکړل شول، آن دا چې خبره تر امنیتي هوکړه لیک پورې ورسیده، خو پایله یې بیا هم د ولس او افغان دولت د هيلو خلاف وه.

افغانان نوره پر پاکستان باور نه لري چې تر دې وروسته دې له افغان حکومت سره د سولې ملاتړ او د تروریزم خلاف مبارزه کې مرسته وکړي. د افغانانو د وينو قاتلين او د افغانستان دښمنان په پاکستان کې په ازاد چاپریال کې دافغانستان د خلکو پر ضد پریکړې کوي او له هماغه ځایه یې ملاتړ کیږي. افغان دولت تل پر پاکستان د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې باور کړی خو پاکستان افغان چارواکي تل د جګړې د اوږدیدو لپاره تېر باسي. دغه ککړ هيواد تل هڅه کړې او لا يي هم کوي چې په افغانستان کې د هوا په سړیدو سره د سولې په پلمه طالب جنګیالي په امن کې وساتي.

لیکنه : خوشحال آصفي