نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

«
»

کابل د سیمې پر محور بدلیږي!

د ۲۱ پېړۍ په پیل سره، په نړیوال کلي کې د اسیا لويه وچه او د هغې جنوبي تړانګه چې افغانستان پکې موقعیت لري د نورو لاملونو ترڅنګ، زیات د انرژۍ د زیرمو او د لوړ بشري طاقت په لامل، خپل ځانګړی اهمیت او ځایګی پیداکوي. البته دلته باید په پیل کې دا خبره په ډاګه وشي چې د اسیا لويي وچې ته په نوې پاملرنه کې سیمې او نړیوالو ته، یوازې د افغانستان جیو ستراتیژیک  فکټور غوره والی او لومړیتوب لري، نه نور فکټورونه لکه د افغاني ټولنې پوتنسیال او د افغان دولت اغیزمنتوب. یانې دا چې د اسیا په جنوبي تړانګه کې د نړۍ او سیمې لپاره، لومړی د افغانستان ستراتیژیک موقعیت په درد خوري، نه بل څه!

په نوي چاپیریال کې باید موږ د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت، د افغان ټولنې پوتنسیال او د افغان دولت اغیزمنتوب لکه د مثلث درې ضلعې په پام کې ونیسو. له بده مرغه د اوس لپاره دا درېواړه اورګانیک برخې یو له بل سره انډول نلري، یوازې ستراتیژیک موقعیت يي هغه هم د نورو په پاملرنه تر کار لاندې او پاتې دوه برخې يي بیخي شلې او یا نیمه شلې شمېرل کیږي.

البته په روستیو کلونو کې د افغانانو پاملرنه او هڅه یو څه زیاته شوې چې دا تضاد لږ او په پای کې حل کړي، په کور دننه او بهرد افغان دولت د اغیزمنتوب کچه لوړه کړي او د ریفورمونو پر بنسټ په سیمه او نړیوال ډګر کې د افغاني ټولنې پوتنسیال او ونډه پیاوړی کړي.

په دې لامل، وړم او تېر کال افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیک او امنیتي تړون سربېره ، له ناټو او د اروپا د لويي وچې د مهمو هېوادو لکه جرمني، فرانسې، انګلستان او یو شمېرنورو او همدارنګه استرالیا او د سیمې ځینې سترو هېوادو لکه هند او چین سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل. د تړونونو په لاسلیک، له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د راشه درشه، اړیکو او متقابلو همکاریو نوی څپرکی پرانیستل شو.

د دغو اړیکو  وخت، پراختیا او ارزښت ته په کتو، افغانستان سیمې او نړۍ سره، په خورا لنډ وخت کې دومره اوږد واټن وواهه چې نورو دولتونو د هغې د وهلو لپاره څو لسیزې او یا پېړۍ مزل کړی دی.

ویلای شو د اړیکو دومره پراختیا او بډاینه افغانستان د خپل ټول اوږد تاریخ په بهیر کې نه ده لیدلې او دا د هېوادونو د اړیکو په مبحث کې، زموږ د پېړۍ معجزه ګڼلای شو!

د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو او د هغو په پایله کې د دولت په سر کې د اشرف غني غوندې، نامتو شخصیت په راتلو، سیمې او نړۍ سره د متاقبلو اړیکو ټولګه لا بشپړ او مهم پړاو ته ورپورېوته.

اوس د دولت بهرنۍ پالیسې او د سیمې او نړۍ سره د اړیکو بڼه، په دغو پنځو برخو راڅرخي:

ــ د سیمې هېوادونو سره د اړیکو کړۍ

ــ عربي هېوادونو سره اړیکې

ــ لویدیځ او امریکا سره اړیکې

ـ ملګرو ملتو او نورو نړیوالو ټولنو سره اړیکې

ــ اسیايي هېوادونو سره اړیکې

په نورو برخو کې د اړیکو ترڅنګ، کابل د سیمې هېوادونو سره د اړیکو په رغولو او غځولو کې په ټینګه ګامونه اخلي.

یوازې د فبرورۍ په ۱۷ مه، کابل د دوه ګاونډیو ایران او پاکستان د جیګپوړو چارواکو کوربه وو. د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف او د ای ایس ای مشر رضوان اختر کابل کې د ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړه، پاکستان چمتو دی چې افغانستان سره د ګډ دوښمن، ترهګرو په وړاندې ګډ وجنګیږي. ترهګر چې له دې مخکې د پاکستان د پوځ او ای ایس ای په نیابت په افغانستان کې جنګېدل، لکه څنګه چې پرویز مشرف اعتراف کوي، اوس پاکستان ژمنه کوي چې له دې روسته به هغوی( ترهګر) د افغانستان او پاکستان ګډ دوښمن وي.

همداراز ویل کیږي چې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق چې پخوا يي د افغانستان په وړاندې د ترهګرو له جګړې ملاتړ کاوه، په افغانستان کې يي جهاد روا باله او افغان دولت سره يي تربګني پالل، کابل ته راشي او ولسمشر اشرف غني سره په دې اړه له نږدي وګوري.

افغان دولت غواړي په پاکستان کې د واک له څلورو سرچینو؛ د پاکستان پوځ او ای ایس ای، ملکي سټبلیشمنټ( ملکي اداره)، مدني ټولنو، ګوندونو او اسلامي توندلارو ګوندونو سره اړیکې وساتي. دولت غواړي د ښو او غځېدلو اړیکو په مټ، په افغانستان او سیمه کې ترهګر په نښه او ګوښه کړي او د دوی په وړاندې، د دولتونو او ټولنو ګډ اغیزمن ایتلاف رامنځته کړي.

په بله پراختیا کې په ورته ورځ د ایران د ولسمشر مرستیال شریعت مداري هم کابل ته سفر کړی او ولسمشر اشرف غني سره يي د ترهګرو په وړاندې د ګډې مبارزې ژمنه کړې او بل پلو يي د ایران دا غوښتنه چې په امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او پوځي چارو کې افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي، تکرار کړې ده.

څو ورځې مخکې د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم د افغان دولت د بهرنیو چارو میلمانه وو. په دې کتنه کې هم د افغانانو په مشرۍ د طالبانو سره د خبرو له لارې پر افغانستان د روانې جګړې په حل کې چین او پاکستان د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

بلخوا چین په دې کتنو کې ژمنه کې چې د کوړ پر سیند به د ۱۱ میګاواټو په ځایښت بریښنا کوټ جوړوي، چې له دې بریښنا څخه به یو مقدار افغانستان، پر پاکستان هم خرڅوي. همداراز چین ویلي چې افغانستان او پاکستان به د ریل پټۍ په مټ نښلوي.

د متقابلو اړیکو د ښه کېدو او غځېدا کړۍ باید له نورو ګاوڼدیو سره هم پراخه شي. ولسمشر اشرف غني په ګاونډیو هېوادو کې افغان سفیرانو سره په ویدیو کنفرانس کې چې د فبرورۍ په ۱۵ مه ترسره شو، ویلي «  په لنډ وخت کې به ایران او هند ته سفر وکړي او د تاجکستان ولسمشر ته به د کابل د سفر بلنه ورکړي»

د ګاونډیو هېوادونو په کړۍ کې هند له افغانستان سره لرغونې ښې اړیکې لري. هند د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره له دوه میلیاردو ډالرو زیاته پانګونه کړې. ځیني هېوادونه تمه لري او هڅه کوي چې افغانستان سره د خپلو اړیکو ښه کېدا، د ځینو نورو هېوادو د اړیکو له خرابېدا سره وتړي چې افغانستان د خپلواک هېواد پتوګه هیڅکله هم، داسې چلند ته چمتو نه دی. موږ له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو او د نورو هېوادو خپلمنځي سیالیو او دوښمنیو ته په افغانستان کې ځای شته. د نوي افغانستان بهرني سیاست په دې ټکي ولاړ دی چې افغانستان به هیڅکله د یوه هېواد په ګټه د بل هېواد لپاره د ټوپ تخته نه شي.

د افغانستان لوړستراتیژیک موقعیت ته په کتو،  د افغان دولت بهرنی سیاست باید لا ډېرفعال شي. تر ټولو لومړی باید د بهرنیو چارو وزارت کې یوه پراخه څنډنه وشي او د کار اهل کسان باید په کار وګمارل شي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني باید په وزارت کې خپلې ورکړل شوې دندې پرمخ یوسي. د عبدالرب رسول سیاف او اسماعیل خان سره په پیکه غونډو کې باید افغانستان ته ترلاسه شوی فرصت له لاسه ورنه کړي. همدارنګه د وزارت د تصدۍ پر مهال  حق نه لري، د اسلامي جمعیت په استازیتوب د وزارت مهمې دندې په بې معني غوڼدو بدلې کړي!

همداراز د کورنیو چارو وزارت د امنیت په برخه او نور وزارتونه، په تېره بیا د فساد په له منځه وړلو کې باید د دولت اغیزمنتوب لوړ کړي چې د افغانستان جیوستراتیژیک موقعیت سره موجوده تشه چې مخکې ورته اشاره وشوه ډکه کړي. د افغاني ټولنې د پوتنسیال د لوړېدو په برخه کې د اغیزمن او هېوادپال دولت ترڅنګ د سیاستوالو، رسنیو او مدني ټولنو پرلپسې هڅې اړینې ګڼل کیږي.

ترڅو چې افغانان کاري، فعال او ټولنې ته خدمتګار دولت چې د اشرف غني په راتلو سره يي چانس زیات شوی، ونه رغوي او خپله د پېړیو له اوږده خوبه راویښ نه شي، د افغانستان له لوړ جیوستراتیژیک موقعیت څخه چې طبیعت وړیا ورکړی، پوره او بشپړه ګټه نه شي پورته کولای!

د فبرورۍ ۱۸ مه

سرلوڅ مرادزی