انبیق یادها

رسول پویان صـدای بلـبـل آبـی و شـالـیــزارانم دوباره زنـده کند خاطـرات دورانم ز…

هیچ انسانی غیر مجاز نیست!

سیامک بهاری «اتباع غیر مجاز حق اجاره کردن خانه و ملک…

نزدیک به ۶۰ اجماع سازمان برای افغانستان – نشست دوحه…

که ۶۰ هزار اجماع هم برگزار شود – تا عنصر…

واهمه

از شكستن غرور واژه‌های تو  عطر باغچه هم شكست و قنارهای سركش…

نشست های جهانی و نبود اجماع سیاسی و بی پایانی…

نویسنده: مهرالدین مشید اجماع سیاسی در سطح ملی و بین المللی…

از بلند پروازی تا سقوط

عبدالصمد ازهر                 …

وحدت ضامن پیروزی وحافظ بقای ماست

پيشگفتار: مردم آزاده افغانستان در درازنای تاریخ هر زمانیکه خاک آبایی…

کدام دانه های تلخ را خلیلزاد در افغانستان کاشته است؟

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       زلمی خلیلزاد نماینده…

اسلام گرایان از نفی سیطره ی غرب تا نفی فرهنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید نفی سیطره ی غرب را نباید با نفی…

حکایت خورشید

رسول پویان چـو بـال مـلۀ صـیـاد از پـرِ خـام است تـمــام پـرّش…

تان «پیرمرد من»

نویسنده «ارنست همینگوی»؛ مترجم «جعفر سلمان‌نژاد» حدس می‌زنم الان به آن…

فراخوان بخاطر نجات أفغانستان

به نام خداوند حق و عدالت سازمان ملل متحد در نیمه…

دریای عشق

{تقدیم به ساحت حضرت ختمی مرتبت(ص)} یا محمّد، گوهر دریای عشق!  ای…

افغانستان افتاده در زیر پاشنه های تروریسم و رویا های…

نویسنده: مهرالدین مشید مبارزه برای یک افغانستان واحد از رویا پردازی…

فریاد فدرال خواهی از گلوی فراریان جمهوری

           فدرالیزم ، تجزیه نیست .           …

خون عشق و محبت

رسول پویان بیا که دامن صحرا سبز و رنگین است بهــار نـاز…

نویسنده گی مسؤولانه یعنی نفخ صور و برپایی شور در…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت سوم نویسنده گی یعنی روایت آفرینی و اسطوره…

بزرگترین کشور جهان و 50 کشور پهناور دنیا از لحاظ…

با نگاه کردن به نقشه جهان پهناورترین و بزرگترین کشورهای…

فیزیوکراتی،- دست دراز سرمایه داری در اقتصاد فئودالیستی

Physiokati. آرام بختیاری فیزیوکراتی،- طبیعت و کشاورزی کلان در خدمت بورژوازی.  فیزیوکراتی واژ…

«
»

کابل بانک ته ورتګ، ډار او ویره

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

زما ډیری ملګري  له دي سر ټکوې چې کابل بانک ته ورتګ يې مجبوریت دی، هرکله چې بانک ته ځي بانک ته تر ننوتلو وروسته يې ویره او ډار تر هغه وخت پوري وي ترڅو چې د بانک له درواز ې ښه لیري شي.

د اختر په رانږدې کيدو سره د کابل بانک په هره څانګه کې دومره  ګڼه ګوڼه وي، لکه په کلي او ښار کې چې د لوي خیرات پر مهال سوالګر راټول شوي وي، فرق يې هم نشته، خپلې پیسې په سوال غواړي، نوبت نه ورکول کيږي، او يا خو نه ورته رسيږي، دکابل بانک د هرې څانګې مخې ته  په سلګونو کسان ولاړ وي.

ستونزه داده چې د کابل بانک مشرانو هغه وخت چې شخصي ؤ د ولسمشر کرزي  د ورور محمود کرزي او د قسیم فهیم د ورور په مټ وکولای شول چې د افغان حکومت څخه داسي تړون واخلي چې د دولت د کارکوونکو معاشونه به د افغانستان بانک څخه کابل بانک ته انتقال کيږي او بيا به د دولت مامورینو ته ورکول کيږي.

بله ستونزه داوه چې لوړ پوړو چارواکو د خپلو ادارو د کارکوونکو تنخواوي غلاکولي، او يا خو اصل کې کارکونکې فزيکې موجودیت نه درلود، دهمدې غلاؤ د مخنيوي له امله هم د کابل بانک سره د ولایتونو په سطحه  تړونونه لاسلیک شول.

کله چې کابل بانک ډیوالي شو، له شخصي سکټور څخه دولتي ادارې ته تسلیم شو، دغه بانک نور هم ټکنی شو، د دولت د هرې بلې ادارې په ډول په کابل بانک کې اختلاس او فساد زیات شو، د عامو خلکو او مشتریانو سره تعامل زښت او نادرست شو، په کارونو کې يې ځنډ وي، مامورین يې ځواب کړل، لږ يې کړل، په لږو کې يې هم هغه پرېښودل چې واسطه يې درلودله او يا خو يې زاړه پسې واخستل او نوي يې د روابطو پر بناء وګمارل.

د ويرې او ډار تر ټولو لویه خبره داده چې د کابل بانک ښاري څانګو ته د افغان حکومت د امنيتې ادارو کارکوونکې په یونیفورم او شخصې جامه کې تګ راتګ کوی، خپل معاشونه د بانک له ښارې څانګو څخه اخلي.

د ملي اردو، پولیسو او امنیت هره لویه اداره په خپله محوطه کې د کابل بانک څانګه لري، دا ډول  امنيتې وزارتونه کابل بانک ته د لاسرسي هر ډول امکانات لري. مګر بيا هم ددوی کارکوونکې د نورو عامو خلکو په ډول د ښار په بېلابېلو برخو کې له يونیفورم سره د کابل بانک د ښاري څانګو مخې ته لیدل کيږي.

د چا د ملي اردو يونیفورم په تن وي، د چا د پوليسو يونیفورم، د چا دسرحدي عسکرو يونیفورم او بده داچې ځینې وختونه د ملي امنيت کسان هم  د امنیت په یونیفورم کې پکې لیدل کيږي.

همدغه لاملونه دي چې په تیرو کلونو کې موږ د کابل بانک په مختلفو څانګو کې د ځینو خونړيو پېښو شاهدان يو، طالبانو په جلال آباد کې د کابل بانک پر څانګه برید وکړ، ويې ویل چې په بانک کې امنيتې کسان ؤ.

په کندهار کې د کابل بانک په هغه څانګه طالبانو برید وکړ چې امنيې کسانو ته يې معاشونه وېشل، په هرات، کابل او ځینو نورو ولایتونو کې ورته حملې د کابل بانک په ښاري او امنیتې څانګو شوې دي.

طالبانو وار له مخه د کابل بانک ادارې ته په ولایتونو کې ګواښ کړي، چې پر هغو څانګو به حملې کوي چې دولتي مامورینو (امنيتې کسانو) ته پکې معاشونه ورکول کيږي
اوس چې په کابل، کندهار، هرات، پکتيا، کندز ، مزار او دولایتونو په مرکزونوکې د کابل بانک مخکې ته ډیري ملکي کسان ولاړ وي، تر څو د اختر د خرڅ له پاره له بانک څخه پيسې ترلاسه کړي، تر څنګ يې هره خوا په پوځي یونیفورم کې امنيتي کسان هم د معاش اخستلو له پاره ولاړ وي، همدا لاملونه دي چې عام افغانان ویره لري چې ممکن د کومي پېښې قرباني به شي.

هغه طالب چې د جنګ له پاره کابل او يا بل لوی ولایت ته ځان رسوي، که هغه د کابل بانک په مخکې د پوځیانو او پولیسو لوی کتار ووينې او حمله پرې وکړي، یقینا چې ډیری قربانیان به پکې ملکي خلک وي.

افغان دولت او د دولت امنيتې ارګانو ته په کار ده چې خپل پوځیان، پولیس، سرحدي عسکر، دملي امنيت کارکوونکې او اربکيان مهار کړي، هغوی پري نه ږدي چې د کابل بانک هغو ښاري څانګو ته ولاړ شي کوم چې د ملکي افغانانو له پاره جوړې شوي دي. دوی اړ کړي چې په خپلو ادارو کې  معاش واخلي او يا هغو بانکونو ته مراجعه وکړي چې د امنيتې کسانو د معاش وېښلو له پاره ځانګړي شوي دي.

ما د يوه پوځي څخه پوښتنه وکړه چې تاسي ولي د کابل بانک ملکې څانګو ته ځئ‎، ولي په خپلو اډو کې د کابل بانک څخه پيسې نه اخلئ؟ هغه وویل چې هلته په بانک ډیر رش وي، موږ ته نوبت نه رسيږي، کله چې ملکې څانګې ته ورشو، د بانک مامورین هم زموږ لحاظ کوي موږ ته نوبت ژر راکوي.

دا د حل لاره نه ده، يا خو دي امنيتې ادارې د کابل بانک څانګې په خپلو آډو کې ورته زياتي کړي او يا دي د کابل بانک د مسؤلینو سره په تفاهم داسي وختونه په ځینو ښاري څانګو کې ورته مشخص کړي چې هلته ملکي افغانان د خپلو پېسو د اخستلو له پاره په کتار کې منتظر ولاړ نه وی.

د کابل بانک مسؤلینو څخه امید دی چې ددغه بانک ښاري ملکې څانګو ته د امنيتې کسانو ورتګ بند کړي، تر څو عام ملکې افغانان له ویرې او ډاره پرته خپل حسابونه چیک کړي، او خپله راکړه ورکړه په ډاډه زړه سره سرته ورسوي.

طالبانو ته هم په کار ده چې وچ او لانده يوځای ونه سوځوي، د کابل بانک ښارې څانګې هدف ونه ګرځوي ځکه هلته عام افغانان د پيسو اخستلو او خوندي کولو په موخه ورځي.

داهم ممکن ده چې ځينې نړيوالې ځانګړي کړۍ د امنيتې کسانو د شتون او موجودیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي، هلته د عامو افغانانو په منځ کې چاودنې وکړي ځکه هغوی ته هر افغان ددوی دښمن ښکاري. او پړه  به يې بیا پر افغانانو ځکه ورواچوي، وبه وايې چې وسلوالو په امنيتې کسانو برید کړی چې ډیری قربانيان يې ملکي افغانان دي.

د کابل بانک شرمونکې ستونزه خو داهم ده چې د اې ټي اېم په نوم کوم صندقونه (د پيسو ورکولو ماشینونه) چې دوی په بېلابېلو برخو کې نصب کړي، البته ډیر يې د بانکو سره څنګ کې وي، په يادو ماشينونو کې هم په دي ورځو کې پیسې نه موندل کيږي، ملګر ي مې راته وویل چې د کابل پوهنتون کابل بانک څانګې ته ورغلم، ماسټر کارډ راسره ؤ چې خپلې پیسې پرته له انتظار څخه د پیسو ورکولو ماشین څخه ترلاسه کړم، هغه هم يواځي په ورځ کې ۳۰۰۰۰   افغانۍ سړي اخستلای شي، هلته يو اوږد کتار د اې ټي اېم ماشین ته  ولاړ ؤ، امنیتې کسانو ویل چې په ماشین کې پیسې خلاصې شوي .

افغانستان ته له هره لورې بلاوې راغلي، په داخل او خارج کې موږ ډول ډول ستونزې لرو، امید دی چې د کابل بانک ستونزې ته به چارواکې ، امنيتې ادارې او ددغه بانک مسؤلین متوجه شي، چې د ښارې څانګو څخه پوځيان، پولیس او د امنيتې ادارو کسان منع کړي، تر څو په بانکونو د حملو ویره د عامو سوداګرو له زړه ووځي.