طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

«
»

ډبل فساداو ډبل ډبل فسادونه

په دې شپواوورخوکې په کړیدلي اوفسادخپلي هیوادګران افغانستان کې دفساد پرضدکلکې غورزې پرزې اوډنډورې پیل شویدي.آن چې ولس مشرډاکتراشرف غني دفساد په وړاندې سرسخت جهادته دهیواد دعلمای کرامو،دیني پوهانواوروحانیونوپاملرنه راوګرځوله اوهغوی یې په هیوادکې دمسلط اوواکمن فسادپرضدمبارزې ته وهڅول.هو!هغه فسادچې دګران ویاړلي اونومیالي افغانستان له غروره ډک نوم ،تاریخي صلابت اودرنښت ته یې بې ساری زیان رسولی  اونن دټولونړیوالوپه اند افغانستان په سپک نوم یادیږي اوپه دې کرغیړن  نوم لړکې یې دویم مقام خپل کړیدی داشرف غني په وینا دشرم ځای دی.رښتیاهم له یوې خوا افغانستان دمتحجرو،بې ضمیره بنسټ پالواودای اس ای دمزدوروتروریسانوپه خونړیوخیرنومنګولوکې نښتی دی چې دافغانستان په نوم سره دنړۍ په ګوټ ،ګوټ کې دوحشت،بربریت،چورچپاو،جنګ جګړې اوپه یوه کلمه کې دانسانیت اوانساني کرامت دځپلواودښځولوړاوسپیڅلي مقام ته دسپکاوي مفاهیم له بده مرغه تداعي کیږي.رښتیا هم دریغه،دریغه دافسوس اوشرم ځای دی چې دیوویشتمې پیړۍ دعلم اوپرمخ تللي مډرن تیکنالوژیک عصرکې ګلالی اوښکلی افغانستان دجګړې په اوراودفسادپه تنورکې سوزي

فسادڅه ته وایې؟

د دولتي اویاحکومتي واکمنۍ اوزورواکۍ څخه خپلوشخصي ګټواوموخولاسته راوړلوته فسادوایې.یا په بله ژبه په زور،جبر،غدراوناروالارې ګټې اوهدف ته رسیدل فساد دی

فسادیواځې نغد رشوت اخیستل نه دي هغه بیلابیلې بڼې لري چې په دې لنډه لیکنه کې به یې وضاحت .وشي

دنړۍ دزیاتره پوهانوپه نظرترټولوټکان ورکوونکی اوبرخلیک ورانوونکی فساد دیوه هیواد په کچه په ټول ټاکنوکې فسادرامنځته کول دي په دې ماناچې دیوه هیوادولس اوعام وګړي په یوه ټاکلي مهال اووخت سره غواړي چې دخپل برخلیک دټاکلولپاره په ازاداودیموکراتیک ډول دولتي اوحکومتي زعامت اومشروټاکي ځکه همدا ولس اوخلک دي چې دیوه ګډملت په توګه دهغه چاپه غوراوي اوټاکنوکې هانداوهڅه کوي چې دخپل هیواداوملت په ګټه اوخیریې بولي اودټول ټاکنومشروع اودیموکرتیک حق اوامتیازپه اګاهانه توګه پلی کوي

په ټول ټاکنوکې درغلی اوفسادزړه بوږنوونکي ګډوډي اوانارشیزم ته لاره پرانیزي اوملي ثبات اوټیکاوګواښې

دبرازیل دهیوادپه ټول ټاکنوکې د درغلیوله کبله ۲۵تنه لوړپوړي چارواکي اودهغه هیواد دجمهور ریس د دفتردمشرپه ګډون محکوم شول

له بده مرغه زموږپه هیوادکې هم په څرګند ډول دجمهوري ریاست ټول ټاکنې دفسادپه منګولواوبیګانه سیاست په پلي کیدوسره تالاترغه اوسبوتاژشوې چې دهغه زیان اوتشه په اسانی سره نه جبیره کیږې اودزورواکانودفسادلپاره پراخې زمینې رامنځته شوې اود دولتي اوتوریتي اوواک په کارولوسره دخپلوډلوټپلو،سمتي ،تنظیمي،قومي اوژبني منفي اړیکوبازارښه ګرم اودخپل سریوبزکشي روانه ده اودولس هیلي اوغوښتنې دفساد په سیاست کې لاهوشوې چې له بده مرغه عام ولسونه یې دروان کړکیچن اوغمجن حالت په اورکې سوزي ژوندي په بمونوالوزول کیږي دمشرانواوکشرانوسرونه غوڅیږي چې دکابل له ښاره نیولي بیا دهیوادپه ګوټ ګوټ کې وجدان دردوونکي سترې تراژیدی اوبې ساري غمیزې رامنځته اوداټول دټاکنودفسادزیږنده دي اودالامل دی چې افغان ولس یې دوه سري پاچاهي بولي اوهغودولس په ټپي ارمانونوخاورې وشیندلې اودادې دهیواد دتیکاواوجوړونې سترځواک اوپوتانسیل چې ځوانان دي په ژړاندوسترګواوستروناهیلیودخپل مورني هیوادغیږه پریږدي دسمندرونومرګونوڅپواودځنګلونودځناوروخوراک ته ځانونه اچوي اودګډوله حکومت ډیری چارواکې داسې خرمستی کوي چې دشهید داوونی دشرغوبل فساد په نمانځلوسره دکابل پتمن اوشریف ښاریان پخپلووینوکې رغړیږي اودافغان دغیرتي ولس په ککریوفرعوني آسونه په خوراستراوڅرګندتکبرسره ځغلي اودملي غرورله پاسه دفسادمیچنې اوژرندې ګرځي اودفسادپه نیشه کې غرق چارواکي دافغانستان دروان بحران اودبې وزله ولس دویراوماتم په کیسه کې نه دي اوداسې انګیري چې د دوی خرمستی به ابدي وي (آسپه مې له بله ،تازیانه مې له ځنګله،چې اوس یې نه ځغلوي،نوکله)

دنړیوال شفافیت اوروڼتیاموسسې د(نړیوال فسادبارومتر)ترسرلیک لاندې یو رپوټ خپورکړی اوپه هغه کې یې دنوروبنسټونوپه پرتله پنځه بنسټونه اوسازمانونه فاسد شمیرلي دي اوهغه دادي

۱: سیاسي ګوندونه ۲: پولیس اوامنیتي ارګانونه ۳: اداري مامورین ۴:پارلمان ۵:قضایې ارګانونه اونهادونه

دامریکادمتحده ایالاتودقضادعالي دیوان قاضي جان پل استیونس لیکي

(پانګوالان اوزورواکان نه یواځې د دولت کیفیت اومشروعیت دخطرسره مخامخ کوي بلکې په هغه باندې دعام ولس باورله منځه وړي.دهغه په اند که څه هم په ګرده بشري سازمانونوکې فساد شتون لري خوتر ټولوخورابدفساد دولتي فساد دی)

داروپایې ټولنې دکورنیوچارودکمیسون غړي میرمن سیسیلیامالمستروم وایې (داداري فساد دپراختیا ستونزه له تصوره پورته ده داسې ښکاري چې سیاستوال دې ته چمتو نه دي څودفسادجر ړې وباسي.ځکه د دولتي فسادریښې ډیرې ژورې دي)

خودفسادپرضد دمبارزې دچاروکارپوه استادسوزانرزآکرمن لیکيدسمون لپاره د دولت دعمل په کړنلاره کې اساسي بدلون رامنځته کول دي).)

یوازې دقوانینوپه تصویب اوانفاذسره دفسادمخه نه نیول کیږي اودقوانینوزیاتوالی لاستونزي زیاتوي ځکه په ټولنه کې دقانون تطبیق اوپلي کیدا اساسي خبره ده هغه قوانین چې په عمل کې پلي نه شي له شتون څخه یې نه شتون غوره دی.

له دې کبله زموږپه ټولنه کې په بیلابیلوبڼوفسادونه لکه ساري مزمنه ناروغۍ دهیواد دسوکالۍ اوپرمختګ مخه ډب کړي ده اودفاسدومافیاېی زورواکانوله کبله ټوله افغاني ټولنه دفساد په ویروس اخته ده پانګه اوپیسې دژوند محک اوملي سپیڅلي ارزښتونه ،انساني خواخوږي اوبشري عواطفوخپل سپیڅلی ځای ځانځانی اونارواکړنوته پرې ایښی دی اوهغه څوک دشان اودبدبې خاوند دي چې دهر ډول فساد دپلي کیدوزوراوزرلري.اوپه دې لاره کې له هیڅ رازکرغیړن اورذیلانه عمل څخه ډ ډه نه کوي .کلونه پخوا دجنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې  

یوه لویه پلورنځۍ ونړیده اودهغه لاندې په سلګونو کسان ووژل شوه دڅیړنې په پایله کې څرګنده شوه چې دودانۍ په ساختماني قراردادکې فساداودرغلي شوي اصلي اووړتوکي دهغه په ودانۍ کې نه ووکارول شوي اومرتکبین په سخته سزاورسیدل.خوپه افغانستان کې مافیایې کړیواوزورواکانودبانکونو،دولتي شتمنیو،موزیمونو،کانونو، دبی کیفیته سرکونو دځمکوپه غصب اوآن دوسله وال پوځ دپوځي تجهیزاتوپه چوراوچپاول ځانونه وپړسول په قراردادونوکې فساداوغلاوې سلګونوسلګونومیلیونوډالروته رسیږي چې سیمه یېزټولواکان ترې جوړشوي اوځان ته دافغان دویاړلي نوم له کارولوډ ډه کوي اوپه دې سترتاریخي اوملي فساد په رامنځته کولو سره غواړي افغان غیورملت بې هویته کړي اودواحدیوموټي افغان ولس په منځ کې چې په پیړیوپیړیودافغان بیرغ لاندې ګډاوسیدلي دنفاق اودوښمنی کرښې راوباسي دانه بښیدونکی ملي فساد دی چې دهیواد په زیاتروولایتونوکې دهغه پرضدپه قاطعیت اوجسارت سره لاریونونه وشول اوخپله کرکه یې په ډاګه کړه.

د ډول،ډول فسادونودله منځه وړلولپاره د دیني عالمانواومولایانو ترڅنګ دټولوروڼ اندواومدني ټولنواوافغان فسادځپلي ولس بیداری اوهڅونې ته اړتیاده حق ته درسیدلولپاره بې له ویرې مبارزه ،هانداوهڅې دکړیدلي اوجګړه ځپلي هیواد دژغورنې لاره ده.ځکه دافغان ولس رښتیني دوښمنان همدغه دزراوزوراوپه فسادکې ډوب اورسواشوي واکمنان دي چې بې وزله ولس دناهیلیوسره لاس اوګریوان اودبدمرغیوپه خونړي ناتارکې جهنمي ژوندتیروي خوټولنه بایدراویښه اودفسادپیشه غلوپه وړاندې بې له ویرې لکه غرودریږي اودغدارانودغورزوپرزوشیطاني نقشې دړې وړې کړي.

بروقوی شواګر راحت جان طلبي           که در نظام طبیعت ضعیف پامال است

بسم الله اکبري

۱۴/۹/۲۰۱۵

هالینډ