از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

په کوم مخ به راته ګورئ؟

عبدالصمد ازهر                                                                         ۲۵ / ۰۳ / ۲۰۲۲

طالبانو، تاسې چې د خپلو ژمنوو په خلاف د نجونو په مخ د ښونځيو وَرونه وتړل، افغان ولس ته او ګردې نړۍ ته اوس په کومو سترګو ګورئ.

ستاسو اوه کسيز کميسيون چې له وطنه وتليو علمي، ټولنيزو او سياسي موثرو کسانو د بيا راستنولو له پاره جوړ شوی، په کوم جرأت او لاسته راوړنې به له هغو سره مخامخ کېږي او کومه ژمنه به ورسره کوي؟! 

تاسې اوس په کومو سترګو له وطنوالو نه د مشروعیت اخيستو لار څارئ او په کومو سترګو له نړۍ نه دا تمه لرئ؟

دا خو ستاسو لومړنۍ هوډ ماتونه نه وه. تاسو ژمنه کړ‎ې وه چې تر جوړجاړي دمخه به کابل ته نه ننوخئ، تاسې ننوتئ او د ارګ تر دروازو رسېدلي وئ چې اشرف غني وتښتېد.

 تاسو عمومي بخښنه اعلان کړه، خو کسات اخيستو ته مو ادامه ورکړه. 

تاسو د انتقاد منلو ژمنه وکړه، خو خولې مو پر ټولو وګنډلې او مظاهرې مو وټکولې.

 تاسو پوهانو او استادانو ته د درناوۍ ادعا وکړه خو په عمل کې مو تحقير کړل او ډېر مو تېښتې ته اړ باسل. 

تاسې بيا بيا ويلي دي چې دا حکومت لنډ مهالی دی او ژر به ټول شمول حکومت جوړ شي، خو بې له ملا او چړي، نور په کې څوک نشته.

 تاسو هوډ ښوولی و چې اشغال به ختموئ او پر اسلامي اصولو برابر نظام به رغوئ، خو اوس د  دنيايي ګټو او مقامونو ترلاسه کولو په سر په خپلو کې سره په ټوکلو اخته ياست. داسې ډېرې بېلګې شته چې ستاسو هوډ او ستاسو ژمنې ماتوي او ستاسو پر خبرو او وعدو باور له منځه وړي. وروستۍ يې دغه د نجونو په مخ د ښوونځيو د وَرونو تړل دي.

مونږ خو تصور کوو چې يا په رښتيا سره مشر نه لرئ او ملا هيبت الله به یا له سره نه و او يا به دی هم ستاسو د پخواني مشر ملا محمد عمرپه سرنوشت اخته شوی وي او اوس به يې د ده په نامه، لکه ويل کېږي چې، مولوي عبدالبصير کېنولی وي چې هغه هم چا ته مخ نه ښکاروي. او يا که مشر شته او دا ژمنې هم د ده له خوا يا د ده په اجازې شوي دي، نو ولې بيا ترې سر غړونه کېږي؟! تاسو خو د يو لاس توب،  دسپلين او له مشرتابه نه د اطاعت غورې وهلې. نو دا ټوله ګډوډي، بې دسپليني او درواغ له کومه راځي؟ له پاسه، که له کابينې او د جګړې له قوماندانانو؟

خلک روڼ ځواب غواړي. نجوني او هلکان ښونځي او پوهنتونونه غواړي. وطنوال کار او خواړه غواړي. ملت رڼه او کارپوهه حکومتولي او وُرته ځواب ورکوونکی پورته تلونکی، نه شا ته غورځېدونکی، نظام غواړي. د واکمنۍ پر ګدۍ ناسته ځان ته وجایب لري. که واکمن وايي له خدايه يې وغواړه دا زما دنده نه ده، نو آيا د ده دنده همدا ده چې ښځې له ستوني راونيسي، ايسارې يې کړي، بنديزونه پرې ولګوي، ځان ته حرمونه جوړ کړي او د خلکو د تعليم، ګېډې او هوساينې مسووليت ونه مني؟ آيا اسلام او اسلامي نظام په همدې، او په لاس او غاړې پرېکولوپه درو وهلو او سنګسار کې خلاصه کېږي؟

ستغې او ترخې خو ځکه درته وايم چې له بده مرغه نرمې او رغونې خبرې ستاسو پام نه راګرځوي. کنه ما خو په ډېر دوستانه انداز ډېرې ضروري په اسلام برابرې سپارښتنې درته وليکلې.  که مو لوستي نه وي نو لاندې لينک خلاص کړئ.

http://howd.org/likene/2851-talebano-ta-cu-khbere.html

۲۵ / ۰۳ / ۲۰۲۲

۰۵ / ۰۱ / ۱۴۰۱