نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

په شانګهای سازمان کې د افغانستان غړیتوب یوه اړتیا ده!

زمریال اشنا

شانګهای په سیمه کې یو پیاوړی سازمان دی چې د سیمې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالاتو مهم اغېز پرېستلی شي.

په شانګهای کې د سیمې یوشمېر پیاوړي اقتصاد لرونکي او ځینې نور یې مخ پر ودې هېوادونه غړیتوب لري، چې په داسې یو جوړښت سره سیمه د زبرځواکونو ترمنځ وېش، سیالۍ، ناامنۍ او بې ثباتۍ لور ته تللای شي. د شانګهای سازمان کولای شي، ډېر په اسانه داسې ستونزو ته رسېدګي وکړي، سیمه له وېش او قطبي کېدو وژغوري او په سیمه کې دایمې وده، امن او ثبات رامنځته کړي.

لکه څنګه چې افغانستان همدا اوس د ناامنۍ او نیابتي جګړې شاهد دی، نو د امن او ثبات په برخه کې د شانګهای سازمان هېوادونه ډېره مرسته ورسره کولای شي.

 له بلخوا، د شانګهای سازمان هېوادونه همدا اوس د لارو او اړیکو پر پراختیا لګیا دي او غواړي چې ځانونه د پارس خلیج د تېلو له زېرمو او بډایه اروپا سره د وچې له لارې ونښلوي. که څه هم د ورېښمو په نوم لار خلیج او اروپا ته یو له لنډو لارو څخه ده، خو اوس لیدل کېږي چې د دې لارې مسیر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اوښتی دی او افغانستان شاته وهل شوی دی.

د ورېښمو لار د هېواد اقتصاد ته ډېره مهمه ده، ځکه زموږ اقتصاد پر ځمکه ولاړ دی او کرنه مو هم ډېره شاته پاتې ده او له دې لارې له دوه ملیارده ډالرو څخه یوازې ۴۰۰ ملیونه ډالر د بودجې کسر جبیره کېږي، نو بله کوم عایداتي سرچینه چې ده هغه له خپل جغرافیوي موقعیت او ترانزیتي لارو د ګټې پورته کول دي چې له دې لارې ملیونونه ډآلر حق العبور ترلاسه کولای او د بودجې کسر پرې رغولای شو.

کانونه، د کرنې مدرنیزه او پلانیزه کېدل او د یوشمېر توریدي توکو تولید ته مخ کول کولای شي اقتصاد مو له منفي نه مثبت لور ته واړوي او د پراختیا لور ته قدم پورته کړو.

سره له دې چې افغان حکومت د شانګهای په سازمان کې د دایمي غړیتوب لاسته راوړلو او د ورېښمو لار د نښلولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي، خو دغه هڅې په سیمه کې د یوشمېر سیاسي ملحوظاتو له کبله اغېزناکې نه دي تمامې شوې، خو اوس د سیمې په سیاست کې بدلون راغلی او یوشمېر هېوادونو له افغانستانه د یوشمېر لارو د تېرېدلو اړتیا احساس کړې او په دې برخه له افغانستان سره مرسته کولای شي.

که څه هم چینايي چارواکو په ډاګه کړې چې هڅه به وکړي د یوې لارې او یوه کمربند په نوم له پروژې سره افغانستان ونښلوي، خو دغه کار د هېواد د لارو له پراخولو سره زیاته مرسته نه کوي، ځکه نوموړې پروژه د منځنۍ اسیا له شمالي برخې تېرېږي او په ضمن کې د افغانستان د ورېښمو لار له اهمیته کموي.

په لومړیو کې د یوې لارې او یوه کمربند پر ځای د افغانستان د ورېښمو لار په پام کې وه چې جوړه شي، خو په هېواد کې د دوامداره ناامنیو له کبله دغه پروژه زیاته وځنډېده، نو چین، قزاقستان او قرغیزستان مخته شول او نوموړې پروژه یې پیل کړه.

ناویلې دې نه وي چې دا پروژه دومره ناوړه اغېز د ورېښمو پر لار پرېباسي، چې ان له نوموړې پروژې د سیمې هېوادونه نور لاس په سر شي او د ورېښمو لار د یوه خوب په توګه پاتې شي، خو افغان حکومت ته په کار دي چې باید په دې برخه کې له چین، ایران، ترکمنستان او هند څخه د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړي او هم له دوی وغواړي چې د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ وکړي.