افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

 افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

«
»

په خونړۍ جغرافیه دتاریخ ماتم

 

دیوه آسمان څکي غره په لوړه څوکه یوباز ناست ودغرونودرې ،کږلیچونه ،لوړې ژورې اودښتې یې څارلې اودښکاردتابیاپه تکل کې واوغوښتل یې په ښیرازه سردرواوناوونوکې الوتنه ترسره کړي چې ناببره یې دوزرلاندې یوغشی ولګید اودسترګوپه رپ کې یی دوزرونوبڼکې په وینوسرې شوې باز په لګیدلي غشي سترګې ولګیدي هغه غشی چې پخپله د ده له بڼکوجوړشوی وبازدغره له هسکې څوکي په وینولژند وزرونودغره ښکتنیوپرښواوکړنګونو ته راولوید داوچتوپروازونووزرونه یې مات شول..

له بده مرغه دکلونوکلونوراهیسي دپامیراوهندوکش له هسکوڅوکوتر سپین غر،تورغرشمشاداوسلیمان دهیبتناکواوله غروره ډکوسردرواودنګودنګونښترونوبازان اوعقابان دورته نامردانه ناورین اوناتارسره مخ دي دادې

. زموږدشعراوادب زانګودنهونهرونونهودرونه جوړشوی ا و نومول شوی  ننګرهارداهمیشه بهاراودنارنج دګلوهارپه سرووینوکې ولمبیده دپسرلني ښیرازه موسم دریدي اوغاټول  ګلونوپه څیرتنکي ،تنکي ماشومان ،خیالیګرخیالیګرځوانان اودنیمګړونیمګړوهیلواوناپایه ارمانونودرلودونکي بوډاګان اوډیری دلوی ننګرهارزیارکښه اوبېوزلي ښاریان دخپلوسپیڅلووینوپه خونړي سیلاب کې لاهوشول اوپه سلګونوسلګونوکورنۍ دویراوماتم په ټغرکیناستې دغمجنومیندواوورجنوخویندوسوي سوي کوکارې اوغم لړلي ساندې دهیواد ګوټ ګوټ ته ورسیدي اوټول وطن کربلا اوشتیلاګرځیدلی دی.

افغان ولس درذیل اونامرده دوښمن په نامردانه توطیوکې راګیردی ایا دادوحشت اوبربریت مرګونوته یوازی موږافغانان پیدا یواوتل به دویراوغم په ټغرناست وود دغه خونړي ناتاردمخنیوي اوپایته رسیدولپاره دافغاني غیرت، ننګ اوشجاعت په توره دملاتړلواوملي لښکرودجوړیدلووخت دی دافغانستان دویاړلي تاریخ نه دعبرت اودرس اخیستلووخت دی په ملي،افغاني اوسپیڅلي اسلامي جذبه دای اس ای په شیطاني اونامردانه دوزخي سازمان کې دجوړشویودوزخیانواولونیو سپوپرضد درښتیني اوبرحقه جهاداوغزادپیل کولو وخت دی اوکنه په غولوونکودروغجنواومبتذلوناکامه دیپلوماسیوبه دافغانستان دتاریخ جنازه خاوروته وسپارل شي دهیوادپه ګوټ ګوټ کې هره ورځ لښکرلښکردشهیدانوجنازې اودټپي ټپي ککریوقطارونه زړه بوږنوونکې وحشت اوڅرګند محشردی اودهرافغان کورتورجهنم ګرځیدلی دی مرګ پرژوند لاسبری اوناهیلیودهرچا امیدونه زندی کړي دي

وایې یوي زړې بوډۍ دخپل یتیم لمسي دساتنې اوروزنې مسوولیت په غاړه درلوداوتل به دهغه په چوپړکې بوخته وه .هغه مټورځوان وخوداچې یتیم ودچم ګاونډ ځلمیانواولنډه غرانوبه هره ورځ ډبوه کله به یې ټنډه ټپي وه اوکله به یې له پوزې ویني روانې وي بوډی انا به هره ورځ دخپل لمسي په ویرجن اوغمجن حالت سخته زوریدله اودهغه ټپونوته به یې تل اوښکي تویولې په یتیم ځوان چې ښایسته ځواني یې درلوده په هماغه کوڅه کې یوه بې ساري پی مي نجلۍ هم مینه وه خوکوڅه ډبولنډغرانود دوی دمیني دنیاګی هم ورورانه کړي وه اوکله ناکله به یې دهغه دمعشوقې په وړاندې یتیم  بچی په کوڅه کې رانسکورکړپه وهلوډبولوبه په ستړي شول اونجلۍ به له زاوره دخپل زړګي غوښې خوړې یوه شپه ځوان یتیم دسختوټپونوله کبله فریاداوځګیروی کاوه اوانایې دغمونوپه ټال ځنګیده اونا ببره یې خپل لمسي ته په ډیره خوشالی زیری ورکړاوورته ویې ویل چې ستا دبریواوسرلوړي ژوند نښه مې پیدا کړه هغه داچې ستا ارواښادپلارد دوښمن سره په یوه سخته جګړه کې کیوتی وناببره دهغه له څنګ ځنګله څخه یوه زړه بوډۍ ښځه راووته اوستاپلارته یې دغه نښه ورکړه اوورته یې ووې دغه نښه درسره وساته څوپه دوښمن لاسبرې شې کله دې چې پلار نښه ترلاسه کړه پردوښمنانو یې ېرغل وروړدوښمن یې په شاوتمباوه اوسخته مرګ ژوبله یې ورواړوله اود دوښمن یوسرتیری ورته تسلیم شوپلاردې د دوښمن سرتیري دریشي واغوسته اوپه ځانګړي مهارت اوزړوری د دوښمن په قراوول ورن  نووت دشپې په مهال یې دپوځي قرارګاه افسران اونورلوړرتبه اراکین په شرابوښه نشه کړل اوورسته یې ګرده افسران له تیغه تیر کړل سترې سوبې یې په نصیب شوې اوپوځي لوړه رتبه اولوړمقام یې ترلاسه کړنودغه نښه درسره وساته څوپه ټولولنډغرانولاسبری شې.

ځوان  نوموړي نښه ترلاسه کړه اودخوشالی نه په جامو کې نه ځاییده اوله سترګویې خوب وتښتیده سهاریې نښه په جیب کې کوڅې ته لکه شین زمری ووت اوپه ډیرزړورتوب یې په کوڅه دغیرت اوشجاعت ګامونه پورته کول چې په شیبه کې دیوه کبرجن لنډه غرسره مخامخ اولاس په ګریوان شودسترګو په رپ کې یې لنډه غرته داسې سخت اوکلک ګوزارونه ورکړل چې په ځمکه راپریووت په وینو ککړلنډغریې په کوڅه کې ښکته پورته لکه مړسپی ځغلاوه اوورسره جوخت دیوه بل بدماش اولنډغرسره په جګړه بوخت شو.

غوسه شوی اوراویښ شوی ځوان لکه تالنده بریښنا پرې راپریووت اولنډغرته یې داسې مرګوني اوریزمریزکوونکي ګوزارونه ورکړل چې په کوڅه کې یې بوغارې اوچیغارې پورته شوې په وینو لړلي پوزه په وینو ککړه خوله په ځمکه ولوید اوداسې وهل یې وخوړل چې دپورته کیدوتوان یې نه درلودپه پښوکې یې کش اودبل له کاره اوحرکته لویدلي داړه مارله پاسه یې ګوزار کړ.دګڼ کلي په کوڅوکې دنورولنډه غرانوهم ورته حال وودچاسر مات دچا غاښونه مات اوچالاسونه مات اودځینویې دبدن پوښتۍ ورماتې کړي وي په ډیره کمه موده کې یې دمیړانې اوزړورتوب غیرتي نوم وګاټه ګڼ خلک اوولسونه دیتیم ځوان بې ساري شهامت ته هک حیران وواوهرچادیوه اتل اودرنښت په سترګه ورته کتل دهوډمن اوهڅاند ځوان دتوري اوکاري خرپونواوازې تر لیرې سیمو ورسیدې چې یوه ورځ دسیمې اوچم ګاونډ دټولولومپنانواولنډغرانو مشراوډبل لنډغریې مقابلي ته راغئ په همدې ورځ یې زوریدلي معشوقه هم دګڼوخلکوپه قطار کې نندارې ته ولاړه وه ځوان لکه دهسکوغرونوزمری وغړمبیده اولکه بریښنا پري راشیوه شوداسې ټس اوکړس یې ترې پورته کړچې لنډغرپخپل ژوندکې داسې خرپ نه ووخوړلی پرله پسې یې سخت،سخت کاري ګوزارونه ورکړل اوپه شیبه کې یې ګیدړورځیني جوړکړډبل بدماش دتیښتي لاره څارله خوځوان په زړه کې داسې ورته پوخ وچې پرهغه یې ارته دنیا لکه قفس ګرځولي و ه دټولو په مخ کې یې په ځمکه را چپه کړسراوپوښتی یې ورماتي اوډبل لومپن دځنکدن سیلګۍ وهلې خلک اوننداره کوونکي له خوښی نه په جامو کې نه ځاییدل اودلنډغرانوپه ورکیدواوپوپناه کیدویې دنیکمرغۍ اوسوکالی دورپیل کړ.هوډمن ځوان پخپله مبارزه کې تردې کچې مشهور شوچې دوخت چارواکودهغه په غښتلي مټ  دهیواد په ګوټ ګوټ کې دغلو،لومپنواولنډغرانو جر ړې وایستلي اودیوه ځواکمن مقام خاوندشو یوه ورځ ځوان له خپلې خواخوږي اومهربانه انا څخه وپوښتل چې ګرانې انا!تاسو ولې لادمخه دغه له معجزې ډکه نښه ماته نه راکوله؟بوډۍ اناکټ کټ له خندا شنه شوه اوخپله چتري یې ورته راوړه اوورته ویې ویل: زما دزړګي سره اوزما دسترګوتوره ! دغه نښه زما دچترۍ میخ دی هغه میخ ته ورته نښه یې په چترۍ کې وټومبه اولمسی یې په لیدو هک پک پاتې شو.زړه سواندي انا ورته وویل داقوت اوبې ساري متره ستا په غښتلومټوکې پرته وه خودهغې راویښول اوپه کارلویدل په کاروپه تاکې مې دغیرت،ننګ اومیړانې هوډاوپه ځان بسیا کیدل رابیدار کړل میړني اوغیرتي ځوانان تل په خپلو پښوولاړوي له پردوتمه مه کوه پخپل غیرت اوننګ متکي اوسه اوپخپل پولادي استقامت پرټولوسختیو،ستونزواوناخوالولاسبری اوبریمن اوسه دادی دهوډمن اوهڅمن ژوند بریالی پایلې دې پخپلوسترګوولیدۍ دسرلوړی اوبري توغ دې په میړانه اوچت کړ.

. دپورتني لنډه کی کیسي څخه کلونه،کلونه پخواسینمایې فلم جوړشوی په امریکا ،ګرده اروپا اونړۍ کې په میلیونو،میلیونوخلکودهغه ننداره کړیده .اوس مهال  له افغانانوڅخه  هماغه یتیم ځوان جوړشوی هره ډله ټپله یې په بیلابیلونومونواوادرسونوپه خورا بې رحمی ټکوي اوزموږپه هیواد کې دانسانانو وینه هیڅ ارزښت نه لري دڅلورو لسیزو راهیسي دنړۍ زبرځواکونواوپرمخ تللو هیوادونوزموږله هیواده دوینو حمام جوړ کړی اودنړۍ په تآرېخ کې ترټولو زیات هیوادونه دخپل پوځي پرسونل اومدرنوتسلیحاتو سره زموږ په هیواد کې دجوړجاړي اوسم سمکي په موخه دافغانانو دوینو په تویولو بوخت دي ټیکاووټکیده اوترټولو په زړه پوري داچې ستراتیژیکواوامنیتي تړونونوله بطن څخه کله القاعده کله طالب اودادی اوس داعش وزیږیده دافغان ولس دجنوسایداوبې رحمه ځپلوبې رحمه جګړه د دروغجنې اومکارې دوستی په جامه کې روانه ده آن بریتیش شهزادهګان دهوایې بمباریواووژنوترینینګ اوستاژدافغانانو په وژنه ترسره کوي روسانو دغروپه لمنوکې دکباب اووودکا لپاره خواریکښ اوبې وزله شپونکي وژلي اود دوی پسونه لکه دځنګله ځناورلیوان خوړلي اوکباب کړی دي.دپنجوایې په خوب ویده ماشومانواومیندوډله ییزه وژنه دبشریت په تاریخ کې نه بښیدونکی جنایت اوزړه بوږنوونکي تراژیدي ده په زرګونوزرګونو ورته خونړی اووجدان دردوونکي پیښې دهیواد په ګوټ ګوټ اوکلوبانډو کې له بده مرغه په لوی لاس اواګاهانه ترسره شوي دي .دادی دخوست اوبادخشان دشهیدانو وینې لا وچې شوي نه وې چې داتلې اوځوانیمرګې شهیدې انګیزي په ټاټوبي دغم اوناورین تندرونه راپریوتل نامرده دوښمنان کله دطالب،کله د داعش نوم ورکوي او دبوکوحرام وار به هم راورسیږي. زموږجغرافیه په وینولړلي اوتاریخ مو دماتم ساندې بولي اودغه ناورین په تیر څو زره کلن تاریخ کې ساری نه لري. افغانان دخوراسخت ازمایښت سره مخ دي ژغوراوخلاصون پخپله دافغانانوپه لاسوکې دی که دوی دملي یوالي په رښتیني افغاني جذبه اوننګ یوه خوله اویو سوک شي دمرګوني ګړنګ له لویدوبه وژغورل شي.

په ټول هیواد کې دملي خوزښت اودځوانانودبیداری او یو موټي والي په هیله

 

هرجاکه رســــــــــد سم آسپ استعمــــار                         کشنده بود هـــمی چــــــون زهـــــر مــــار

زنهارازدوستی اش که بهـــــــره نه بـــری                      هدفش خون مکیدن انسان واستثمار

اکبری بګو به ملت افغان به بانګ رسا                        صلاح ازعدونه بینی جزرنج بی شمار

بسم الله اکبري هالینډ

۲۱/۴/۲۰۱۵