دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

«
»

په حکومت کولو کې بد، په خبرو کې بد او په جګړه کې بد!

نور محمد غفوري

جان کیری د امریکا د خارجه چارو پخواني وزیر هغه وخت د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رهبرانو په اړه ویلی و چې:

«حکومت دست نشانده ما در افغانستان فاسد، بی کفایت، بی منطق، قبیله ای، فرقه ای، وحشی و منفور است».
نور یې نو څه ویلي وای او دا د اسلامي جمهوریت مشران یې څنګه ستایلی، پوهولی او اصلاح ته تشویق کړي وای؟

نور یې کوم کلمات ورته موندلی او قطار کړي وای چې افغانانو او نړیوالو ته یې د افغانستان له پاره پخپل لاس جوړو کړیو مشرانو څخه د کرکې او نفرت پیغام رسولای وای؟

دا چې دا د افغانستان د اسلامي جمهوری حکومت د امریکا لاس پوڅی دی، واضح او بې له هر ډول پردې یې د امریکا د خارجه چارو د وزیر او د امریکا د لومړۍ درجې دیپلومات په حیث اعتراف کړی. د دیپلوماسۍ په ډګر کې د لومړي ځل له پاره د امریکا د زبرځواک د بهرنیو چارو وزیر داسې په صراحت اعتراف کوي چې د افغانستان د حکومت مشران یې لاسپوڅي دي. زه فکر نه کوم چې انګلیسانو به د شاه شجاع په وخت کې هم لا داسې په صراحت اعتراف کړی وی چې د نوموړي حکومت د انګریزانو لاسپوڅی دی. شورویانو خو تر آخره داسې خبره تر خوله راونه ایسته او پخپل لاس جوړ کړی حکومت یې مستقل باله.  

جان کیري اما دا په څرګندو ټکو ویلی چې دا حکومت نه یوازې چې فاسد دی، د کار او د حکومتي چارو کفایت هم نه لري؛ یعنی غیر مسلکي او ناپوهه کسان یې په سر کې راوستل شوي دي. نه یوازې چې فاسد او بې کفایته دی، ورسره بې منطقه هم دي چې د هیچا خبرې ته غوږ نه نیسي، پخپله نه پوهیږي او د بل چا په خبره د پوهیدو استعداد هم نه لري. قبیلوی او فرقه ای دی چې په همدې کې خپلی شخصي ګټې لټوي او بالآخره منفور دی او ځناور او وحشي دی چې په ولس کې د پښې ایښودلو ځای نه لري. راځی چې فکر وکړو او د جان کیری هره کلمه ژوره وڅیړو!

دادی اوس له ډیرې حوصلې وروسته دا خبرې په لږ نرم شکل د خلیلزاد له خولې هم راووتلې چې د امریکا د دولت د سیاست د یوه اړخ ښکارندویی کوي. دی هم وايي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت چارواکي بې کفایته و چې «نه په جګړه کې ښه وو، نه په خبرو اترو کې او نه د هېواد په اداره کې».

د تاند ویبسایټ په استناد خلیلزاد ویلی چې «د افغانستان جمهوریت ځکه ړنګ شو چې پرته له څو استثناوو، مشران یې په حکومت کولو کې بد، په خبرو اترو کې بد او په جګړه کې بد وو». دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت «فاسد» او «بې کفایته» سیاسي مشران و چې د ټولو په پرمختګ مینو ځوانانو او د خپلو تر لاس لاندې نظامی ځواکونو لاسته راوړنې یې هم په باد لاهو کړې.

هو، په دې کې شک نشته چې د افغانستان اسلامی جمهوری نظام که د پردې تر شا د هرچا په پلان او نقشه له منځه ولاړ، خو عملاً زموږ د سترګو په وړاندې د جان په خبره د جمهوریت د «بې منطقه او وحشي» سیاسي مشرانو په واسطه او د دوی د اعمالو په پایله کې په تدریج سره ړنګ شو. جمهوریت د جمهوریت د دښمنانو تر مخ پخپله د لاسپوڅو قلابي سیاسي جمهوریت غوښتنوکو د اعمالو په نتیجه کې له سقوط سره مخامخ شو. خلیلزاد وویل چې د پخواني حکومت (سیاسي) مشرانو د افغانستان «طلایي فرصت له منځه یووړ.» نوموړي وویل چې د جان کیري په خبره د امریکا «لاس پوڅی، بې کفایته، بې منطقه وحشي او منفور» «مشران» د «خپل مخونه په هینداره کې وګوري چې څوک ورته ملامت ښکاري؟». که دوی د واقعیت په هنداره کې خپله څیره وګوری، له هیبت او وحشته به د زړونو سکته او یا د مغزو شوک پرې راشي.

مګر دا د تاریخ تورمخي لاسپوڅي قبیله یی او فرقه یی مشران د خپلو چټلو کارونو په مردارۍ لړل شوي کسان د واقعیت په هنداره کې هيڅکله خپل مخونه نه شي لیدلای!

31.10.2024

يادونه: درانه لوستونکي د دا په نظر کې ولري چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سیاسي مشرانو په اړوند دا سخت کلمات او صفتونه زما نه، بلکې د جان کیری او زلمي خلیلزاد دی.