د عبدالله په باب د( آی ایس آی)د پخواني مشر جنرال حمیدګل د څرګندونوپه تړاو.
اوس مونږ ټولو پیژندلی یی پنجابه
ته تر ھر شیطان ناولی یی پنجابه
ھرشیطان په شیطانت کی درته کم دی
ته تر ھر شیطان کاږلی یی پنجابه
ټول پوھیږو چی په شراو شیطانت کی
ته تر ھر شیطان غښتلی یی پنجابه
د ترور او اختناق په کاراو بارکی
ته د ټول جھان ښاغلی یی پنجابه
ستا په شراو فساد ټول جھان پوھیږي
ټول جھان ته شرمیدلی یی پنجابه
مومنان به دی یو وخت په کاڼو ولي
د شیطان په نوم به څلی یی پنجابه
د قیام زړګی به ھله په تا یخ شي
په جُمرو یی چی ویشتلی یی پنجابه
الحاج الھام الدین قیام