دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

«
»

پاکستان خپل ډول ته په خپله ونڅوئ

ويل کيږی د پاکستان د ملي امنيت سلاکار يو ځل بيا د سولې ډول غاړې ته اچولی دی. د راپورونو له مخې سرتاج عزيز د افغانستان د سولې په ټپه ولاړ بهیر د بیا شروع کېدو په هکله خوشبیني څرګنده کړې. نوموړي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې خبرې چې د ملا عمر د مړینې او وروسته د ملا منصور د وژل کېدو وروسته وځنډیدې، په راتلونکو څو اونیوو کې بیرته پیلیدای شي. خو په تير کې د پاکستان د دوه مخي پاليسۍ له کبله اوس داسې نښې نښانې نه ترسترګو کېږي چې کابل دې د سولې د بهیر سره چې پاکستان په کښي دخیل وي، د یوځای کیدو لیوالتیا او چمتووالی ولري. ځکه د کابل او اسلام آباد تر منځ د بې باورۍ فضا اوج ته رسيدلې ده. د دواړو هيوادونو د بې باورۍ لوی لامل هم د پاکستان دوه مخي پاليسي ده چې جګړه ماران یې پر دوو ډلو ویشلي دي او یوازې هغه جګړه ماران په نښه کوي چې د پاکستان ملي ګټو ته تاوان رسوي او هغه جګړه ماران چې په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونه او بهرني عسکر په نښه کوي هغوی ته څه نه وايي.

افغان دولت پاکستان ته د يو طرف امتيازونو تر څنګ ډير چانسونه هم ورکړل څو خپلې کړې ژمنې عملي او وسله وال طالبان د سولې خبرو ميز ته کينوي خو پاکستان لکه څرنګه چې يې په جګړه کې ګټې نغښتې دي؛ د سولې لپاره يې يو قدم هم رښتونی وانخيست. له طالبانو سره د سولې په خاطر د پګواش غونډې وشوې؛ چين هيواد ته سفرونه وشول، په اسلام اباد کې يو ځل مخاخ خبرې وشوې او د افغانستان، چين، امريکا او پاکستان تر منځ څلور اړخيزې غونډې هم ترسره شوې خو پايله يې يوازې د وخت ضايع کول او د پاکستان امتیاز ترلاسه کول و. وروستی ځل څلور اړخیزه غونډه د مې په میاشت کې وشوه او په کې د څلورو هیوادونو استازو ګډون کړی و. ددې خبرو پرمهال پاکستان ژمنه وکړه چې ټولې هغه ډلې به په نښه کوي چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي. خو تر اوسه پاکستان په خپلې زړې پاليسې ولاړ او د افغانستان په بربادۍ او جنګ کې خپلې ګټې لټوي.

پاکستان ولې بيا د سولې ډول ډنګوي؟

وروسته له هغې چې په نړيوال سياست کې مشهورو څېرو په نړيواله کچه د پاکستان اصلي څېره بربنډه کړه او د ترهګر پالنې په پاليسۍ يې ورته نيوکې وکړې؛ پاکستان په نړيوال سياست کې خپل ځان څنډې ته وليد. کله چې د امريکا کانګرس د بهرنيو اړيکو کېټې ته  ډاکټر زلمي خليلزاد د پاکستان په باب له حقيقته پرده پورته کړه او د منزوي کيدو غوښتونکی يې شو؛ کله چې د ملګرو ملتونو جګپوړي کارپوه وحيدالله وحيد د امريکا لخوا د پاکستان د تجزيې خبره راوسپړله ، له هغې وروسته کله چې په وارسا کې افغان ولسمشر غني د پاکستان  د پر ضد  څرګندونې وکړې او اوس په وروستيو کې د پاکستان په خلاف د هندوستان  توندو څرګندونو چې ويلي يې دي د پاکستان لاسوهنې نورې د هند لپاره د زغملو وړ نه دی، که پاکستان له دا ډول لاسوهنو لاس وا نه خلی نو د دې کار پایلو ته باید تیار شي؛  په ټوله کې له هغې وروسته چې نړيوال د پاکستان په حقيقت پوه شول او ورته د يو ترهګر پال هيواد په توګه څرګند شو نو پاکستان په نړیواله کچه ځان بربنډ وليد او د منزوي کيدو احساس يې وکړ. اوس د پاکستان سياسيون په دې هڅو کې دي چې له ځانه دا تور داغ ليرې او بيرته خپله اصلي حيواني څېره د انسان په څېره کې پټه کړي. پاکستاني چارواکي اوس هڅه کوي چې په نړۍ کې خپل له منځه تللی حيثيت اعاده کړي. د پاکستاني چارواکو لخوا د افغان سولې د نغارې غږول هم د همدې پاليسۍ يوه برخه ده.

افغان حکومت بايد څه وکړي؟

افغان حکومت که هر څومره هڅه وکړي چې پاکستان له ترهګرۍ سره رښتونې مبارزې ته حاضر کړي؛ پرته له دې چې وخت ضايع کړي بله هيڅ نتيجه نه ورکوي. ځکه پاکستان له يوې خوا د خپل پوځ بقا د افغانستان په جنګ او روان بهير کې ويني او بل اړخ ته په دې باور دی چې دوی د ترهګرۍ د ځپلو لپاره ډیر څه کړي دي. دوی ته يوازې هغه طالبان  ترهګر ښکاري چې د دوی ګټې ګواښي او پاتې نور هغه طالبان او جنګیالۍ ډلې چې په پاکستان کې فعالې دي، خوندي پناه ځايونه لري او په هند او افغانستان کې جګيږي؛ د دوی د ګټو خوندي کولو ځانګړې وسيله ده. پاکستان وايې که چیري ټولې ترهګرې ډلې ځپي نو بيا دوی (پاکستان) اړ دی چې د افغاني طالبانو پر ضد هم اقدامات وکړي خو د پوځ او استخباراتو پاليسې يې دا نه ايجابوي چې د دوی پر وينا د افغانانو په جګړه کې ښکیل شي. بل لوی عامل چې پاکستان يې پر اساس نه غواړي ټول وسله وال وځپي؛ هغه له هندوستانه د پاکستان ويره او ډار دی. پاکستان ډاريږي که چيري وسله وال وځپي او پاکستان يې له شتونه پاک کړي نو هندوستان به پرې حمله  وکړي او اشغال به يې کړي. پاکستان په خپل رسمي پوځ دومره تکيه نه کوي لکه څومره چې په خپلو روزل شويو ترهګرو ډاډه دی. نو لازمه ده چې افغان حکومت د افغان سولې اړوند د پاکستان د هر رنګه ډول اواز ته غوږ ونه نيسي او پريږدي چې ټول پاکستان خپل ډول ته په خپله ونڅيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي