سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

«
»

ولې جګړه باید بس کړو؟

افغان ګل

لومړی باید په دې پوه شو، چې په هېواد کې جګړه ولې او د څه لپاره روانه ده.

په خواشینۍ سره چې په دې اړه د جګړې یو لوری هم روښانه او ډاګیزه خبره نه کوي.

افغان حکومت وايي په هېواد کې د امن راوستو لپاره له طالبانو سره جنګېږي، خو کله کله بیا د تروریزم ضد جګړې نړیوالو ابعادو ته ننوځي او وايي چې د تروریزم ضد جګړه کوي. بل وارې بیا بله خبره رااخلي چې ګوندې جګړه پرې تحمیل شوې او د پردیو له نیابتي جګړې سره مخامخ دی.

یعنې افغان حکومت تراوسه په دې نه دی توانېدلی چې له خپلې جګړې یو کوټلی او مشخص انځور ولس ته وړاندې کړي او خپله جګړه پرې تعریف کړي. دا د یوې جګړې لپاره ډېره بده بڼه ده، ځکه که جګړه همداسې په یو ناتعریف شوې بڼه او ابهام کې پاتې کېږي، نو مغرضین او د حکومت مخالفان ترې ناوړه ګټه پورته کولای شي.

همدا اوس د دولت مخالفان تور لګوي چې افغان امنیتي ځواکونه د ناټو لپاره جګړه کوي، خپل هېوادوال وژني او د دوی جګړه یې په وړاندې تقدس لري.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو خپله یو ځواکمن پوځي ځواک دی، خپله جګړه پخپله کولای شي او په دې برخه کې چا ته اړتیا نه لري چې جګړه ورته وکړي.

لنډه دا چې افغان دولت باید دا روښانه او ډاګیزه کړي چې د څه لپاره د دولت له مخالفانو سره جګړه کوي، د تروریزم ضد جګړې سره یې تړاو څه دی او په دې جګړه کې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې تر کومې کچې پالي.

همدا راز طالبان او نور د دولت مخالفان خپله جګړه جهاد بولي او د خپلې جګړې عوامل په روښانه ډول نه څرګندوي. دوی کله وايي چې هېواد ناټو اشغال کړی، خو دا نه شي ثابتولای چې افغان دولت یو انتخابي دولت دی، د افغانانو په رایو راغلی او په ټولو کورنیو او بهرنیو چارو کې په مستقلانه ډول تصمیم نیسي او تراوسه د ناټو په ګډون چا یې مخه نه ده نیولې، نو څنګه دغه هېواد اشغال شوی دی.

کله بیا وايي، دا سمه ده چې افغان دولت د افغانانو په رایو راځي، خو د صلاحیت د اعمال مخه یې د بهرنیانو له خوا، په یوشمېر نفوذي اشخاصو او مافیايي کړیو سره نیول کېږي، خو په سیاسي ترمینالوژۍ کې اشغال او د نفوذ خبره ډېر توپیر لري. ډېر پياوړي هېوادونه او ان زبرځواکونه هم یو د بل په پارلمانونو او کابینه کې نفوذ او پلویان لري او دغه نفوذ د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدې کېدو او دوستۍ لپاره کارول کېږي.

په افغان حکومت کې د یوشمېر هېوادونو نفوذ او له دې حکومت سره د نوموړو هېوادونو دوستي او مرستې او بلخوا د نړیوالې ټولنې پیاوړی حضور څه پټه او د مذهبي او نړیوالو اصولو خلاف خبره نه ده او د چا جګړه نه شي توجیه کولای.

کله نا کله بیا د دولت مخالفان په حکومت کې فساد ته ګوته نیسي او د نورو لاملونو تر څنګ فساد هم د خپلې جګړې لپاره پلمه ګرځوي. دا هم په داسې حال کې ده چې فساد په افغان دولت کې یوه شخصي مساله ده او کومه ډله ییزه بهرنۍ بڼه یې نه ده په ګوته شوې. دا سمه ده چې یوشمېر ډلې او تنظیمونه په ګروهي ډول فساد ته لمن وهي، خو افغان دولت په تدریج له دې کار سره مقابله کړې، خو لاهم په بشپړ ډول لاس یې پرې نه دی بر شوی زموږ او ستاسې ټینګ ملاتړ ته اړتیا لري؛ خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لیکي پخپله هم له فساده ډکې دي. ناروا باج اخیستل، اختلاس، رشوه، غلا، قطاع الطریقي، لواطت، زنا او نور.

 بلخوا، طالبانو تر ننه یې خپله جګړه له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړې ته متمرکزه کړې او له بهرنیو ځواکونو سره یې ډېره کمه جګړه کړې ده.

همداراز، که طالبان په افغان حکومت کې بهرني نفوذ ته ګوته نیسي خپلې لیکې یې هم له بهرنیو جګړه مارانو ډکې دي او پر دې سربېره د پاکستان ملایان ورته فتواوې جوړوي او د پاکستان استخبارات ورته د جګړې ستراتیژۍ او نقشې او په نا اعلان شوې بڼه دومره نفوذ پرې لري چې د هغوی له قوماندې پرته یو قدم هم پر ځمکه نه شي ایښودای، نو بیا دا سمه نه ده چې د یو چا خوله دې د هوږې بوی کوي او بل ته دې وايي چې پیاز مه خوره.

اسلامي علماوو د جهاد او جګړې د مشروعیت لپاره څلور حالته په ګوته کړي، اشغال، ښکاره فساد، ظلم او د دیني شعایرو مخنیوی. دا په داسې حال کې ده، هغه څوک او ډله چې د جهاد ادعا کوي د خپلو لیکو سپیناوی نه شي کولای چې دا حالتونه دې هلته موجود نه وي.

لنډه دا چې که هر څومره مساله وڅېړو او ژورو ته یې ورشو، نو بالاخره دې نتیجې ته رسېږو چې په هېواد کې د افغانانو ترمنځ چې ټول مسلمانان او دینداره خلک دي، هېڅ ډول جګړه مشروعیت نه لري او یو لړ ستونزې او ناخوالې چې د حکومت او مخالفانو په لیکو کې وجود لري د حل لار یې جګړه نه بلکې د خلکو لاس ورکول، یو موټی کېدل او اصلاح راوستل دي.

له بل پلوه، تاسو وینئ چې هره ورځ په جګړه کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانان وژل کېږي، همدومره کورنۍ د ویر او غم په ټغر کېني، همدومره یتیمان ورسره زیاتېږي، همدومره د کورنیو نفقه ګټونکي له منځه ځي او بېوزلي ورسره زیاتېږي او همدا رنګه په ملیونونو ډالر مو د هېواد په تخریب او وژلو عبس کېږي او د نړۍ او سیمې د پرمختګ له کاروانه په پېړیو پېړیو شاته پاتې کېږو او بالاخره داسې یو کمزوري حالت سره مخامخ کېږو، چې ډوډې به نه لرو، د فقر په کنده کې به لوېدلي یو او پخپله به ایران، پاکستان او یا نورو ته وايو چې هر څه يې د تاسې خو موږ ته یوازې ډوډۍ راکړئ.

 نو د جګړې درول ځکه اړتیا ده چې د خلکو ویر او غم ورسره کمېږی، هره ورځ کم تر کمه دوه سوه بورې، کونډې او یتیمان ورسره کمېږي، بې روزګاري له منځه ځي او هر سړی پخپل کار او روزګار ورسره پوهېږي او لنډه دا چې زموږ د ټولو ښکلي افغانستان د له منځه تلو مخ ورسره نیول کېږي.