پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

«
»

نور په اکت کونکو باور نه دی په کار

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جنوری ۶مه ۲۰۱۵ کال

داستان لیکونکی ،کتاب لیکونکي ،  دکتوران ، فروفیسوران ، ماستران او
اقتصاد دانان او هغه کسان چې ځانونه ېې متفکرین او نابغه بلل په ۱۰۰ ورځو
کې د خلکو په وړاندې په ګونډو شول او نور اصلا په دوی باور لازم نه دی ،
زه به ېې علتونه او دلایل ډیر په مختصر ډول درته بیان کړم ،لومړۍ خبره
داده چې د کرزي نه تقلید او یا ځان ګاندی یا نلسن ماندیلا یا یوه بت
پرسته راهب ځان معرفی کول چې خپل وطنی کالی اغوندي او یا لنګ وهی او
اکټونه کوی او لویی تصبیح  لکه د هندوانو ( د مندر یا بت خانو منلنګان )
چې په غاړو کی یا په لاسو کی ګرزوی او دخلکو فالونه ګوری ، دغه کسان په
باطنی حالت سره لیونیان او اعصاب خرابه احساساتی کسان شمیرل کیژي ، ریس
جمهور باید همیشه چادر په اوږو قاط کړۍ ونه کرزوی یا لنګۍ په سر نه کړي
او د میرویس خان او احمد شا با با نه تقلید ونه کړي ، که اشرف غنی منتخب
ریس جمهور وو ، نو بیا ولی اتلافی حکومت ته راضی شوو ، که اشرف غنی په در
غلیو نه وه وړې نو بیا ولی د عطامحمد نور او امرالله صالح او ع ع څخه
وډار شوو ، که غنی دخلکو په رایو ریس جمهور شوو نو دی باید  د لونګوټي او
دستار په مفهوم او ماهیت ځان وپوهوی ، ده نه د لنګوټي والا عزت ، برم ،
تدبیر او غیرت او میړانه عملی کړه اونه ېې د هیواد دکاکه ګانو کتابونه او
د شملېې په  قدر  پوه کړو، اشرف غنی نه لنګوټي ، نه د شملې عزت او برم
وساتلو او نه ېې دهغو په اهمیت ځان وپوهولو ، او هر څه ېې چې خلکو ته
ویلی وو دیوه سره درواغ او لافی وې ، په وار وار ېې ویلي دی چې حکومت
مصلحتی نه جوړوم ، حکومت سهامی نه جوړوم ، کار اهل د کار ته سپارم ، دیوه
سره درواغ او لافی وې فقط ځان ېې ارګ ته ننه ایستو او د ځان سره ېې ډیر
داسې داړه ماران ، غله ، زورواکان ، تفنګ سالاران ، مذهبی او روحانی
بیګانه شخصیتونه او یا د هغوی نماینده ګان په مقام وګمارل چې نه نن – نه
سبا او نه په اینده کی د هیواد والو او وطن په درد خوري که اشرف غنی رايي
ګټلې وې نو بیا ولی ده بایللۍ ع ع ته زمینه برابره کړه چې د اجرایه ریس
پوست تر لاسه کړي ؟؟ که غنی راېې تر لاسه کړې وی نو بیا ولی د عطامحمد
نور – امرالله صالح – ریګستانی – بسم الله محمدی – یونس قانونی له اخطارو
نه وډار شوو ؟؟ که غنی انتخابات ګټلي وو نو بیا ولی امریکایانو او ملګرو
ملتو ته په زغرده ونه ویل چې زه برنده یم او د هیچا سره د مقام او چوکیو
ویش نه منم ، او عبدالله عبدالله چې رایی ډیرې وړی لاړ د شي د اپوزسیون
رهبر د شی او زه هیڅکله اتلافی ، مصلحتی ، دستوری ، دیکته شوۍ حکومت نه
جوړوم او نن به دغه لوی کشمار چې په ۱۰۰ ورځو کی د ۳۰ نفرو باکفایته
شخصیو شتون ور ته نا ممکن شوو ، هغه کسان چې اصلی مانع د کابینی شول
عبارت دی له (( جنرال دوستم – سرور دانش – عبداله عبدالله – محمد خان –
حاجی محمد محقق – سیدمنصور نادری – بسم الله محمدی – یونس قانونی –
ریګستانی – ستار مراد – امرالله صالح – عطامحمد نور – ظاهر قدیر – وزیر
مالیه زاخیل وال – جیلانی پوپل – علی احمد جلالی –  پیر صاحب ګیلانی –
حضرت صاحب مجددی )) او ډیر نور او غنی ویل ما هیچا ته وعده نه وه ورکړی
چې ته به دغه یا هغه وزارت تر لاسه کوې ، اوس چې ددغو کسانو د نمایندګانو
څخه د حکومت کابینه جوړه شوه معنی ېې داده چې اتلافی ناهمګونه کابینه دیو
او بل په ضد جوړه شوه چې هره ورځ ریس جمهور ته یو خطر او مانع ده او
کارونه به دهر چا په غوشتنه تر سره کیژي او ددغو کسانو نمایند ګان د چا
پلار د رشوت او اداری فساد – زورګویی او غصبولو نه ، نه شي منع کولای ځکه
دوی هریوه ټیم ۱۹۰ ملیونه ډالره په کمپاین کی مصرف کړی که تر دی ډیری تر
لاسه نه کړی اقلا خپل مصارف باید په هر شکل چې وی باید پوره کا ، نو ددی
نه دا نتیجه اخلو چې دغه هیواد په لومړی قدم کی ددغو مخالفینو په موجودیت
سره نور هم د چالشو سره مخامخ کیژي  او بیا چې د کالو کالو د مقام او
څوکۍ وږي ( طالبان او حکمتیار ) ددی داړه مارانو سره په حکومت کی یو ځای
شي نو دلته بیا ډیر لاس پوڅي کسان د امریکا او پاکستان او ایران مزدور
کسان کابینی ته شامیلیژي او د اشرف غنی د حکومت د شکست سبب کیژي ، زما په
عقیده د هیواد د نورمال حکومت دارۍ له پاره بیرته باید د امریکا په وساتت
، ع ع استعفی ته مجبور شی ، یا داوطلبانه استعفی وکړی او اپوزسیون ته لاړ
شی او په افغانستان کی فقط یوه ریس جمهور ته اجازه ورکړل شي چې نورمال
دیوه منظم سیستم لرونکۍ دولت جوړ کړي او افغانستان ته ددشمنانو د مداخلو
مداخله په جدی توګه ونیسی او امریکا کاملا په افغانی اډو کې ووسي او د
خارجی یلغرو په وړاندې سخت او جدی عکس العمل وښيي او فقط مادی کمکونه غرب
افغانستان د هغه کنفرانسو په نتیجه کی چې دوی وعده ورکړی وه د مالی وزارت
ته ورکړی ، نو به زموږ هیواد د ۵ کالو په دوران کی فقط ۸۰٪  امنیت ، ۱۰٪
تحول او ترقی ته مخ کړي ، او که دغه کار وشي دا به د اشرف غنی د حکومت له
پاره یوه لویه بریا وي