پاکستان و ایران حاميان اصلی طالبان و عاملان فاجعه در…

نویسنده: مهرالدین مشید ابراز نگرانی پاکستان و ایران از گروه‌ های…

چند شعر از دارین_زکریا

برگردان چند شعر از #دارین_زکریا شاعر سوریه‌ای خانم "دارین زکریا" (به…

چهار هایکو

ترجمه‌ی چهار هایکو از #توروالد_برتلسن هایکوسرای دانمارکی* توسط #زانا_کوردستانی  آقای "توروالد…

فلسفه هایدگر میان تبلیغ فاشیسم و آنتی کمونیسم

Martin Heidegger(1889-1976)  آرام بختیاری کج فهمی فیلسوفان مذهبی دانشگاهی وطن از هایدگر. چرا…

سفر ملاهبت الله به کابل ؛ نشانه های زوال یا…

نویسنده: مهرالدین مشید نبض زمان و رقم خوردن شمارش معکوس در…

جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

«
»

ملي پیوستون ساهو ژوندون

زما خورا ګران دوست،درنه ،ویاړلي اوخواږه ملګري ارواښاداستاذ محمد عثمان نژند چې دپوهې ،شعر،ادب اوفرهنګ یوه ځلانده،بریمنه اوپیژندل شوي سټه وه اودهیواد په بیلابیلوسیموکې ېې په زرګونوزرګونوځوانان اوماشومان روزلي اوپاللي اوپه دي ډګرکې یوبریالی اوهرچاته قدرمن ښوونکی ویوه په زړه پوري ټوکه کوله ویل یی چې داستقلال په ښوونځۍ کې یوښوونکی وهغه په خپلو خبروکې یوتکیه کلام درلوداوهغه دپدرنعلته اصطلاح وه اوناببره به ېې له خولي دپدرنالته وېې راوته د ده په شاګردانوکې یوهم داعلیحظرت محمد ظاهرشاه زوی ویوه ورځ دټولواک زوی دسهارپه مهال ناوخته ټولګي ته راغی استاذ دخپل همیشني عادت له مخی ورته وویل چې اوپدرنالت چرا ناوخت امدي؟

دظاهرشاه دزوی ټولوټولګیوالوکټ کټ وخندل اوداعلیحظرت زوی سخت وشرمیده کله چې دپاچازوی په دي اړه خپل پلارته خبرورکړپاچاهم په غوسه شودپوهنې وزیرعلي احمدپوپل ته ېې تیلیفوني هدایت ورکړچې داستقلال له لیسې څخه نوموړی استاذ دارګ ماڼۍ ته حاظرکړي دپوهنې وزیربې له ځنډه داستقلال لیسي ته ولاړاواستاذېې پخپل موټرکې داعلیحظرت حضورته ورساوو.داعلیحظرت په حضورپه داسې حال کې چې زوی هم ورسره ناست ومشرف شوله ستړي مه شي وروسته پاچا استاذ ته په خطاب کې وویل سخته ګیله درنه لرم هغه داچې دغه زوی مې راته وویل چې استاذ دټولوهم صنفیانوپه مخکې دپدرنعلت خطاب راته وکړ.استاذبې له ځنډه دخپل همیشني عادت له مخې دپاچازوی ته مخ ورواړوه ورته وویل آوپدرنعلت مه توراکی پدرنعلت ګفتم.پاچا،وزیراودهغه زوی کټ کټ په خندا شول اوپه دي پوه شول چې استاذ. دپدرنعلت پرته خبرې نه شي کولی. دنوموړي استاذ په اصطلاح په دې شپواوورځوکې بیایوشمیرپدرنعلتان پیدا شوي اودروانوحالاتودګډوډی اوسبوتاژپه ناولوموخود ډله ییزورسنیوله لاری اوتې بوتې اوشیطاني هلې ځلې پیل کړي دي څودنفاق اوتربګنیوپه رامنځته کولوسره بیا دڅارګرومافیاېې کړیوله خواډالرې اوامتیازات ترلاسه کړي اوبه خړې اوکبان ونیسي څوپه دي توګه دهیواد دتاریخي میرڅنیودخوشالۍ له پاره خدای مه کړه اوسنی نسبي ثبات اوټیکاوګړبړکړي اوله بده مرغه په دغوشوموپلانونوکې دبهرنیوڅارګروسازمانونواودوښمنوهیوادونولاسپوڅي اومزدوري انځوریزي اوغږیزي رسنۍ لوی لاس لري اوپدغوافغان دوښمنه تبلیغاتوسره غواړي دافغانستان دوروڼوقومونواوملیتونوپه منخ کې دنفاق تخم وشیندي اودهیواد دملیوني پرګنوپه ټپونومالګې اوزهروپاشي .هیله ده چې دملي وحدت اوپیوستون اوسمهالي مشران دامنیتي اړوند مسوولوارګانونوله لارې دهغه استاذ په اصطلاح د دغومعلوم الحاله پدرنعلتانودبې مسوولیته څرګندونواوخصمانه تبصرومخه ډب کړي دبیان ازادي په دي مانا نه دی چې هرڅوګ هرڅه هرڅه وواېې اودټولنې ثبات اونوروملي ارزښتونوته زیان ورسوي دپاکواوسپیڅلوانسانانودیني ،ملي اوافغاني دېن اومسوولیت دی چې ټول افغانان وروڼه وبولي اودملي وفاق اوټینګ پیوستون په لاره کی دخپل پاک وجدان له مخ نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي .

ملي پیوستون دساهوژوندون په مانادی ترهغه چې افغانان پخپل منځي شخړو،تربګنیو،نفاق اوځانځانیولاس بري شوي نه وي زموږهیودوال به له خپل خواږه ټاټوبي څخه دبهرنیو هیوادو په لوري دیوه نامعلوم برخلیک په موخه فرارکوي لکه چې څوورځې دمخه یوه ستره اوزوروونکي غمیزه دتورسمندرګي په اوبوکې رامنځته شوه اوزموږتنکي تنکي ماشومان،ځوانان،خویندې اووروڼه په سمندرسمندرهیلواوارزوګانودسمندرپه څپوکې لاهو،مړه اوورک شول اودنهنګونوخوراک شول ټولوافغانانوته دایوملي ماتم دی دزښت خپګان اوخواشینی ځای دی چې دځمکې په دې ارته کره کې داسیازړه ګران اوښکلي افغانستان یوه ویروونکي،ځوروونکي اووحشیانه بڼه غوره کړي ده اوپه بهرنیوهیوادونوکې دافغانستان نوم دطالب،القاعده،انتحار،وحشت اوفساد سره له بده مرغه مترادف مفهوم غوره کړیدی دافغانستان شخړو،ورانیواوناپایه جګړوکې نه یواځې سیمه ییزاونړیوال دوښمنان لاس لري خوترډیره بریده په خپله کورني دوښمنان دافغانستان دورانولو،ویجاړولواوبربادولولامل دی چې سترسبب ېې دملي یووالي ا وپیوستون نشتوالی دی که افغانان یوموټی،یوسوک یوتن شي خپل هیوادبه دبري اوسوکالی لوړې څوکي ته ورسیږي اوبیابه افغانان په سمندرونواوځنګلونوکې دنهنګونواوځناوروخوراک نه ګرځي په خپل کوراوکلي کې به بسیا اوهوساوي.

زما په اند د ملي وفاق انځور په دغه بیت کې له ورایه لیدی شی.

 

جـــــلاجــلا ګوتی زور یی د نوک شــی

چې شي یو موټی زور یی د سوک شی

 

د ګران افغانستان د ملي پیوستون او سوکالی په هیله.

 

مــــخ یی تـــــور لکـــــــــــه د سکور شــــه

ســـــــــــــــور تــــــنور د هغـــه کـــــور شــــه

چــــــې په وطــــــن کې نفـــــاق غــــــواړی

شــــــرمنـــــده یی پلار او مــــــور شــــــــه

ځوانانو راپاڅـــــیږی دا مـــــو وخت دی

سترې سوبې مو په برخه لور په لور شه

اکـــــبـــري په زغــــرده، نــــــــــره وایــــــــي

زرنــفـــرینه د مزار په عـــــــطا نـــــور شــه

بسم الله اکبري هالنډ -۱۱-۱۱-۲۰۱۴