ماتم

اوردی لګېدلې ، مړه کول ئې معماګانې دي
ټول جهان ستي شو هرې خواته ژړاګانې دي
څوک پکې رنځېږي دچاورور دچا مورجانه ده
سودترې پورته کېږي خوشحالي دلوټمارانو ده
نېست ته چې نژدې شي دجګړو لورته ورتلل غواړي
ډک کړي خپل کندو ورپسې مړي ښخول غواړ ي
دا ئې دبقا رنګينه ژوند اصولي لېاره ده
نورورته غلام ښکاري دا سره کله باداره ده
ډک شول ګدامونه له وسلونه پېرېدلو ته
وژني انسانان دا دعاېد سرشاره چاره ده
خېټه اچول په بازارونو وه دستا مرام
خام فکرونو غو څ کړلو له تا ځنې خپل ټول اندام
اوس چې درته ګورم ساۀ وتلۍ نيم افګار ښکارې
کله کولنګي چرګ شې، بېا کله بو ېنګ دار ښکا رې
جوړه د داعش دې کړله ډله مرګ وژلوته
داهم دستا پلا ن دی دخپل ژوند رونق بښلوته
سردی کړل دوينو سره رودونه محلونوکې
داد چا بچېان چې وژل کېږي ستا لاسونو کې
دغه ستا ژوندون شو فا شېستي هسکو قصرو سره
مېنځ کې ئې خېراباد ښکاري خټينو دېوالو سره
ستانه،ادم خان وخته نيولي ټول ملکونه دي
تا له حېوانېت ځنې راباسي جنتونه دي
ېادونه: دلغمان دعمرزاېو خېراباد ځما دغېرتي پلار حا جي جمعه ګل دجنرال عبدلقاهر ورور دسر شهيد ملک محمد شريف دمشر زوی پلارنۍ ټاټو بۍ دی ٠
انجنېر ظهورالدين اندېش
ويانا
30.9.2015