افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

له خپله حده تير شو، پدرام څه غواړي؟

وروسته له هغې چې په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي لطيف پدرام تېره اوونۍ وویل چې ډیورند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني او د افغانستان حکومت هم باید رسماً دا کرښه د دوو هیوادونو ترمنځ منل شوې نړیواله پوله وپېژني؛ اوس يې ويلي چې هند او افغانستان د ده د وژلو هڅه کوي. نوموړي يوې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ويلي وروسته له دې چې د دیورند کرښې په اړه یې لانجمنې څرګندونې کړي، د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ده د وژلو هڅه کوي. پاکستانۍ ورځپاڼې (تریبیون) تيره ورځ راپور ورکړ چې د ملي کانګریس ګوند مشر عبدالطیف پدرام وویل، ګومان کوي چې د هند استخباراتي اداره هم د ده د وژلو په پلان کې شامله ده چې ځکه چې هند غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانو اختلافاتو کې خپلې ګټې خوندي کړي. ورځپاڼه وايي چې پدرام وايي چې په سلو کې ۸۰ افغانان د ډیورند کرښې په اړه د ده د دریځ ملاتړ کوي. ده تاکید کړی چې د ډیورند کرښې د منلو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې پدرام له دا ډول بوينو او مغرضانه څرګندونو څه غواړي ترلاسه کړي؟

پدرام له خپلو بې بنسټه څرګندونو څخه غواړی څلور موخې ترلاسه کړي:
لومړی؛ له پاکستانه ترلاسه شوي کلدارې هضمول: که د ډيورنډ فرضي کرښې اړوند د پدرام وروستيو څرګندونو ته وکتل شي؛ له ورايه ښکاري چې خوله د پدرام ده خو خبرې ترې د آی ايس آی راووځي. په  تيره يوه لسيزه په ځانګړې توګه وروستيو کلونو کې پاکستان ډيره هڅه کړې چې د ډيورنډ کرښې ته رسميت ورکړي. په ځانګړې توګه د ملي يووالي حکومت له داخلي اختلافاتو او کورني ضعف څخه په استفادې په اوسني وخت کې يې دغه خبره ډيره ګرمه کړې او هڅه يې دا ده چې له قومي تفرقې څخه په استفادې د ډيورنډ کرښې اړوند په افغانستان کې منفي ذهنيت واچوي. نو د پاکستان آی ايس آی اوس د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره پدرام چې له پخوا په قومي، ژبني او سمتي تعصب تورن او د افغانستان له نومه منکر دی؛ ښه فکتور او آله وليدله او په کلدارو يې واخيست. اوس پدرام د دې لپاره چې د آی ايس آی کلدارې هضمې کړي او پاکستان ته خپله وفاداري وښيې؛ وخت ناوخت د ډيورنډ خبره رسنيزه کوي.

دويم؛ خپل ځان او خپله کنګرې ته شهرت ورکول: پدرام د شهرت زيات وږی دی. دغه شخص آن د خپلې ځوانۍ له دورې د شهرت د ترلاسه کولو خوبونه ويني. پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د پرچم ګوند له مشرانو څخه و، وروسته جمعیت ته واوښت خو په وروستیو کلونو کې یې د ملي کانګریس (ګنګره ملی) په نوم ګوند جوړ کړی دی. همداراز پدرام په تيرو څو لسيزو کې ډيره هڅه کړې څو په هره طريقه که کيږي ځان او خپلې کنګرې ته شهرت ترلاسه کړي. د همدې هدف لپاره يې په وروستيو کې کله چې لطيف پدرام د ډيورنډ د رسميت خبره راپورته کړه نو د رسميت دعوه يې د خپلې کنګرې او شخصاً خپل له طرفه ياده کړه. په افغانستان کې هم هر رنګ خلک شته، ملي او سترې مفکورې لرونکي هم شته خو په يوه کمه کچه د پدرام په شان د پردې پالنې مفکورې لرونکې اشخاص هم شته. نو د دې لپاره چې پدرام په خلکو کې ځان ته او خپلې کنګرې ته شهرت پيدا کړي؛ دغه ډول حساسيت پارونکې څرګندونې کوي.

دریم؛ د قومي او ژبني تعصب تنده خړوبول: که لطيف پدرام سياسي بيګراونډ وکتل شي نو دغې شخص له تيرو لسيزو راهيسي د پښتون قوم پر خلاص ډير کارونه او څرګندونې کړي دي. آن په وروستيو کې چې کله ملي يووالي حکومت د لومړي ځل لپاره خپله کابينه ولسي جرګې ته معرفي کوله او صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو د نوماند وزير په صفت جرګې ته خپل پلانونه تشريح کول نو ښاغلي رباني د خپلو خبرو پيل په پښتو وکړ. په هماغه مهال لطيف پدرام له پښتو او پښتنو سره د تعصب له امله په توهين آميزه توګه او د اعتراض په ډول په خپله فيسبوک پاڼه ولیکل چې رباني د تبرک لپاره په پښتو ژبه خبرې پيل کړې. همداشان د شاه امان الله خان پسې يې هم بد رد ويلي دي. خلاصه دا چې د دغې شخص په وينه کې له پښتنو سره تعصب اخښل شوی دی. اوس د دې لپاره د ډيورنډ رسميت خبره پورته کوي چې که دا کرښه افغانستان وګټي نو او د کرښې هغه غاړه پښتانه له افغانستان سره شي نو د پښتنو نفوس به زیات شي او هغه ونډه چې د پدرام دې ډله په حکومت کې لري پرې به کمه شي؛ د ډيورنډ د رسميت او د پاکستان په ګټه څرګندونې کوي. يعنې د ډيورنډ د رسميت چيغه يې د پښتنو سره د تعصب له امله ده.

څلورم؛ د کابل ـ ډهلي اړیکو زيانمنول: په وروستيو کې د پاکستان پوځې محکمې اعلان کړی دی چې هغه هندي افسر چې دوی د جاسوسي په تور نيولی دی؛ اعداموي. نو په غبرګون کې يې هند پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که په هغه هيواد کې يو متقاعد هندي افسر اعدام شي، سخت عواقب به ولري. د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوارج خپل پارلمان ته په خبرو کې وويل چې هند به دا موضوع په ډيره لوړه سطحه له پاکستان سره مطرح کړي څو ډاډه شي چې د کولبوشان یادف په برخه کې عدالت تامين شي. يادف تير کال په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور نيول شوی او روانه اونۍ د يوې پوځې محکمې له خوا پر اعدام محکوم شو.

اوس له همدغه فرصت نه په ګټې اخيستنې پدرام غواړي د کابل او ډهلي اړيکې چې ډيرې نيږدې او پرمختللې دي؛ د پاکستان په غوښتنه زيانمنې او د افغانستان او هندوستان تر منځ په اړیکو کې خنډ واقع شي. په همدې موخه اوس پدرام دا ادعا کړې چې د افغانستان او هندوستان استخبارات په ګډه د ده د وژلو هڅه کوي. دی غواړي په دغه ډول خبرو د افغانانو تر منځ د هندوستان لپاره بدبيني پيدا او د کابل او ډهلي اړيکو ته صدمه ورسوي.

لیکنه : خوشحال آصفي