تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

«
»

لار ورکي طالبان!

لیکنه ا- ځواک

د حامد کرزی په اوایلو کې کله چې وسله والو طالبانو خپل فعالیتونه بیا پیل کړل؛ نو اکثر قوماندانان یې لوستي له دیني زدکړو برخمن و؛ خو اوس د دوی اکثر قوماندانان نا لوستی دی.

دا څو ورځې مخکې مې یوه ویډیو وکتله چې د وسله والو طالبانو د یوه مشره وینا د اختر ورځې په پار پکې ضبط شوې دې قوماندان په اوایلو کې ویل چې “شما از اسلام خارج هستنید اگر از اسلام خارج نمبودین خو تیت سلام منداختید و مگفتید که اسلام علیکم و رحمه الله و برکاه و …” دا په دې دلالت کوي چې مطلق بېسواد دی او همدا شان یو څو ورځې مخکې مې د نصرت پارسا د ازادۍ راډیو خبریال یوه مرکه وکتله چې د لوګر ولایت د زرغون ښار په سیمه کې یې کړې وه نوموړي خبریال له طالب قوماندانان څخه پوښتي چې تاسو ولې د نجونو له زده کړې سره مخالفت کوي طالب قوماندان چې ښه غټه ګیره لري وایي چې په اسلام کې د ښځو له پاره تعلیم نشته! دا په داسې حال کې ده چې علم پر ښځه او نر فرض ده.

دوی عام خلک په دې تېر باسي چې یو دینی علم دی او یو هم عصري؛ خو زه دا وایم چې خدای پاک په قرانکریم کې فرمایلي دي چې: تاسو پلټنه وکړئ؛ نو نوي نوي شیونه به لاسته راوړي!

د دې معنی خو دا ده چې تاسو ټلڼه وکړي چې نوي کشفیات یا پنځونې لاسته راوړئ، تاسو پلټنه وکړئ چې د انسان په هکله د انسان د جوړوښت او ناروغیو په هکله نوي معلومات او تجرپې تر لاسه کړئ، تاسو پلټنه وکړئ چې د ښځو د د سینو د سرطان د ناروغیو درملنه کړئ او داسې نور؛ نو آیا دا په عصري علم سره شونې ده که نه؟ هو هرمرو نو بیا ولې هغې ډاکټرې ته چې د ستا او زما د خور مور علاج کوي که هغه د سینو ناروغي وي که هغه د تناسولي آلې ناروغي او که هغه د نسايي او ولادی ناروغیو درملنه وي؛ دا درملنه کې ښځو په خپله نورې ښځې او یا ډاکټرانې وکړي نو د خدای پاک رضایت او د رسول صلي الله علیه وسلم روح به پرې خوشال نه شي؟!

نو مطلب دا چې اوس ولس په دې پوی شوی دی چې کومې پیسې د دوی له جېب څخه دا طالبان اخلي هغه په دې مصروفوي چې د همدې کلیوالو او افغانانو پلونه پرې په بمونو والوزوي د همدې کلیوالو ښوونځي وتړي او یا وسیځې او داسې نور اوس خلک تور او سپین ښه پېژني؛ نو ځکه دا وسله وال طالبان هم هر لوري ته لاس اچوي لکه اوبه وړي.

هغه پخوانیو قوماندانانو دا وکړای شول چې د عامو خلکو څخه د عشر او ذکات په نامه پیسې راټولې کړي او خپله ډله پرې غښتلې کړي چې کېدای شي د دوی د پرمختګ او په خلکو نفوذ یو دلیل همدا لوستي قوماندانان واوسي.

خو اوس خبره کاملاً سرچپه شوې اکثر قوماندانان یې نا لوستي دي داسې معلومېږي چې د تار سر ترې ورک وي. پخوا به یې کمیسون په پاکستان کې و او ټولې وړې او سترې مسلې او فتوایې به له همغه ځایه حلېدلې؛ خو اوس خبره سرچپه ښکاري حتی د کمونست روس خبره هم ورته مرهم ښکاري او په هغه غونډه کې یې د روس دعوت منلی چې د سولې په پار یې له دولسو هېوادونو د ګډون غوښتنه کړې وه.

دا په دې معنی ده چې دوی ته خپلې ګټې مهمې دي نه نور څه. دوی ته مخکې سب سی پهلی پاکستان و خو اوس تر هر څه مخکې خپلې ګټې مهمې دي او بس.

کېدای شي اوس د پاکستان په مردار نیت څه نا څه پوی شوي وي؛ نو ځکه اوس هرې خوا ته کوښښ کوي؛ خو په کومه لار چې دوی روان دی هغه به دوی خپله ډېر ژر په توره کنده کې غوزار کاندي. که خلک د داعش له موجدیت او فعالیت څخه ویره ونه لري د دوی ټغر به اوس وخته را ټول کړای وای د داعش فعالیتونه د دوی له پاره ډېره ګټه کړې ده په همډې خاطر له ایران سره هم د دوی اړیکې ټینګې شوي او له روسې سره هم؛ خو حکومتي چارواکو ته په کار ده چې تر هر وړاندې د داعش د فعالیت او له منځه وړلو له پاره ګړندي ګامونه پورته کړي. تر څو سولې او پرمختګ زمینه برابره شي او خلک د آرام ساه واخلي.

زه باور لرم که افغانانو ته موقع برابره شي ډېر ژر افغانستان د نورو پرمختللو هېوادونو  سره سیال کړي او ټوله دنیا به ځان ته حیرانه کړي لکه د کرکېټ اتلان چې اوس په نړۍ کې ځلېدلي او ځلېږي.

په همدې هیله