در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

غرب او له ماتي سره مخ ماډلونه يې!

بسم الله الرحمن الرحيم

ليکنه: قاضي نجيب الله جامع

انساني تاريخي ذهنيت او اسلامي تشريعي عملي اوږده زماني پړاو، دا په ډاګه کړې چي ټروريسټي تحميلي او مصنوعي جوړښتونه هغه که په هر نوم، عنوان او القابو  ورنګول شي، د دې وړتيا او صلاحيت نه لري، ترڅو خلک اسلام د غربي مطبوعاتو او د هغوي د پروپاګندونو پر بنسټ تر پوښتني لاندي راولي .

اما د ديني اصلاحاتو او غولونکو ښکيلاکي سکولارو مفاهيمو تر عناوينو لاندي د فاسدو افکارو ودّه او ورته منظم کار کول لکه د ليبرال ډموکراسي وارداتي غربي اسټراټژي چي د اسلام د سياسي نظام او ټوليزو معتقداتو سره پر کلياتو او جزياتو کې تقابل او د ښکاره نفي طبيعت لري، هغه عوامل او دلايل دي چي غرب پر عام ډول او د دويمي نړيوالي جګړي فرعوني طاغوت خِصلته قدرتونه چي امريکا، انګليس، روسيه او فرانسه يي له سرخيلو څخه دي پر ځانګړي ډول سره غواړي چي له اسلام سره د «تمدونونو د ټکر» په جګړه کښې مبهم خيالونو ته داسي ځمکني حقيقت ورکړي هغه څه چي د ۱۷مسحي پيړۍ پر وروستيو کښې اروپا د بيچاره مسحيت په سر راوستل.

ځکه د سړي جګړي له پايته رسيدو جوخت په غربي رسنيو کې د تحليلي مباحثو په ورځنيو موضوعاتو کې د غرب سره د راتلونکي نړيوال نظام او د هغه د څرنګوالي پر سر جدي انديښنه د چارو د متخصيصينو دا وې چي دا يوازي اسلام دي چي پدي اړه به دوی ته د يوې قطبي غرب انځوره نړيوال نظم د رهبري پر سر د لمس وړ ستونزي را ولاړي کړي.

د هغه اندېښنو څرک چي اوباما پدي وروستيو کي د يوې اوږدې مرکې په مهال د اټلانټيک له مجلي سره چي ګولډ برګ ورسره کړي وه اقرار کړی او برملا کړي يې دي.

اوباما ويلي چې د ۲۰۰۹ کال په قاهري پوهنتون کې چي ده کومه وينا کړي د موخو په ترلاسه کولو کې  يي پاتي راغلي دي.

نوموړي زياته کړې چې هغه هڅه کوله ترڅو د مسلمانانو د هلاکت په ريښو باندي د بحث له مخې مسلمانان قانع کړي. اوباما زياته کړي او ويلي چي« زه دا خبره غوره نه بولم چې وايي پريموږدئ ترڅو نور له دغه تظاهر څخه لاس واخلو چي اسرائيل په منځني ختيځ کې د ستونزو لامل دي» « او مونږ د دې له پاره هڅې کړو ترڅو د فلسطينيانو لپاره دولت او کرامت رامنځ ته کړو، مګر ما هيله درلوده چې د خپلې وينا له لاري به دا ترلاسه کړم، چي داسې يو بحث رامنځه ته شي، ترڅو مسلمانان د دي فرصت پيداکړي چې په خپلو حقيقي ستونزو باندي بحث وکړي، د حکومت په ستونزوکې، د اسلام د ځينو هغو نظريو د حقيقت په اړه چې تر هغه کچي نه دي اصلاح شوې چې عقيده يې له نوښت سره يوځاي شۍ».

مجلې له دي هم پرده پورته کړې چې اوباما په خپلو خبرو کې د فرهنګونو د ټکر د بحث په اړه له خبرو کولو ډډه کوله، ځکه چې ده دا ډول موضوعاتو څخه په صراحت سره بحث کول به دمسلمانانو حساسيتونه راپاريږي.

دا په داسي حال کې چي نوموړي د دولتي مشرانو او پټو څارګريزو ځانکړو مجالسو کې پدې اړوند اعترافونه هم کړي چي « د اسلامي ټروريزم له پاره ريښه ييز حل نشته، ترڅو اسلام د داسي نوښت له جريان سره  يوځاي کړي کوم چې د ليکني د پېلز استدلال څخه په مطابعت د مظلوم او د کليسا پر خوني پوري تړلي مسحيت پر برخليک اخته کړي».

ځکه دوي پوهيږي چي اسلام د مسلمان انسان ژوندانه ته د يو هر اړخيز يعني د« کامل او شامل» اعتقادي تفسير پر بنسټ لاره پيداکړي، بنا د زور او زر د مفکوري پر بنسټ يي لکه د مسحيت په ګونډو کول معقول نه بريښي، او پدي اړوند نږدي  تجربه شوي او د مصوني پانګوني وړ لاره د هغو مفاهيمو له پاره سالم ذهنيته چاپيريال مساعدول دي، لکه ليبرال ډموکراسي چي وتوانيږي د ترکيه په  توګه مطلقا لائيک او بي دينه حکومت رامنځته کړي.

مګر د اسلامي سياسي نظام بديل ريفورم محوريز ډول د بنسټيزو مسايلو د «حل» پر برخه کې له يوي خوا او بل لورته د اسلامي ويښتيابه د ايماني هويت پاله بدلون وروستي چټک او د حيرانتيا څخه ډک عمودي او افقي پراختيايي فتوحات له بل لوري هغه د خوښی خبري او ريښتنی زيري هيلي کيداي شي چي، د استعمار او طاغوت له افکارو اغيزمن صليبي توطيه يي د افغانستان، عراق او د اسلامي امت د ننګ په سنګر کښې چي اسلامي فلسطين دي د يوي شتمي پيړۍ پر دويمه ليسزه کې نه يوازي چې دا ډول ښکيلاکي مفاهيم يي له ماتي او شک سره مخ کړي. بلکه په لوي سر کې د « واحد امت» منلي ماډل تحقق ته هم د امت د راتلونکي کهول چي« ځوانان» دي فکري تمايلات جوړ او نږدي شي.

د کومو انديښنو څرک چي اوباما غوښتل په تر لاسه کولو يي د غرب حيواني او د انساني بقا د زوال او تباهي څخه ډکو طرحو ته پړاويز او پر ټولنيزي اړتيا متکي د مادي فلسفې اندونه ترتيب او عملي کړنلارې مساعدي کړي.

او دا ممکن نشواي کيداي مګر تر څو چي په اسلامي امت کې د «بيا احيا، اصولي اندونو او تل پاتي والي بنسټيزو مباديو ته » چي د امت د تاريخي برم او سرلوړتيا کرښه جوړوي لکه د لومړنيانو پر څير په پيل کې خو که يي وس او توان کيږي مطلقا فزيکي حذف او له منځه يي يوسي ځکه دا د استعمار او فرعونيت روانشناسانه فطري صفت او عادت هم دي، لکه د دوي سلفو ابولهب، ابوجهل او يا قيصر او کسرا چي د تاريخي رواياتو د تحليل پر ځانګړي ډول د سيرت پر بحث کښې يي د جناب نبي کريم«ص» او دهغه د راوړي رسالت او الهي«ج» پيغام سره لرل او يا لکه د سبا مرتد اپوزيسون چي د ضرار مسجد په تاسيس  سره يې غوښتل ترڅو لکه د موجوده غرب خپلو افراطي او تفريطي افکارو ولاړو هيلو ته د مذهبي فتني، سياسي شرارات، او ټولنيزو مفاسدو د راولاړولو له لاري ورسيږي په کار واچولي، مګر په خوشحالي سره چي پايلي يي نه لرلي.

په

درنښت