بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

«
»

عمران خان به د افغانستان په اړه د پاکستان نيت بدل کړي؟

تېره چهارشنبې په پاکستان کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې پايلې يې د پخواني کرکټر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران  په ګټه وې. د پاکستان د ملي اسمبلۍ د ٢٧٢ سيټونو له جملې د مطلق اکثريت لپاره ١٣٧څوکيو ته اړتيا وه، خو د عمران خان ګوند لږ تر لږه ١١۵ څوکۍ ګټلې دي. ​په دغو ټاکنو کې د عمران خان د ګوند اصلي سیال د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف د ټاکنو پايله رد کړې او پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې له دې ټاکنو سره د پاکستان ډیموکراسي څولسیزې پرشا ولاړه.

پاکستان هغه هيواد دی چې تل يې د افغانستان په اړه سياست او پاليسي د پوځ او استخباراتو لخوا وړاندې کيږي. د پاکستان پوځ تل د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ترلاسه کړي او دلته يې د جګړې ډګر کرم ساتلو لپاره له هرې حربې کار اخيستی دی. آن تر دې چې د پاکستان مشهور عالمان د پاکستان د پوځ او استختباراتو لخوا تمويليږي او منظمې لارښوونې ورته کيږي چې د افغانستان د جګړې په اړه وخت ناوخت غږ پورته کړي او د جګړې د تودې ساتلو لپاره لار ولټوي.

عمران خان څنګه او چا واک ته ورساوه؟

د عمران خان په بريا کې په غوڅ ډول د پاکستان استخبارات او پوځ دخيل و او په مستقيم او غير مستقيم ډول يې د عمران خان ملاتړ کړی دی. ځکه د پاکستان دا پارلماني ټاکنې په داسې حال کې ترسره شولې چې پخوانی صدراعظم نوازشریف په محبس کې و او هڅه وشوه چې د ګوند غړي یې په بېلابېلو طریقو تطمیع او له تحریک انصاف سره یوځای شي. په وروستيو کې نواز شريف هڅه کوله چې د پاکستان پر سياست د پوځ دوديزه واکمني راکمه کړي ځکه نو ښاغلی شريف د پوځ پر وړاندې ستر خنډ و او غوښتل يې چې له مخې يې ليرې کړي.

اصلاً د نواز شريف او پوځ تر منځ يې اختلاف هغه مهال راپورته شو کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان په ممبۍ ښار کې خونړۍ حمله وشوه او نواز شريف په دغه پيښه کې د پاکستان استخبارات او د پوځ لاس لرل ياد کړل. له هماغې ورځې نواز شريف د پاکستان د استخباراتو او پوځ په تور ليست کې شامل شو. پوځ او استخباراتو له هماغې ورځې راهيسې د نواز شريف د ګوښه کولو لپاره په منظم ډول کارونه شروع کړل چې پوځ يې دغه چاره د عمران خان پر مټ پر مخ بيوله.

عمران خان د تېرو ټاکنو پر مهال هم چې نواز شريف په کې بريالی شوی و؛ د پايلو له منلو يې انکار کړی و او وروسته يې بيا پر نواز شريف د تقلب تورونه پورې کول او د ګوښه کولو لپاره يې په ټول پاکستان کې مظاهرې هم وکړلې. د دغو مظاهرو تر شا د عمران خان پر مټ د استخباراتو او پوځ لاس موجود و. پوځ يې پوهېده چې نواز شريف که پاتې شي نو په افغانستان کې د دوی د نورو لاسوهنو په اړه به له حقيقته پرده پورته کړي ځکه خو يې نواز شريف ته د فساد قضيه جوړه، لومړی د محکمې لخوا له دندې ګوښه او بيا زندان ته وليږل شو.پاکستان يواځې نواز شريف نه بلکې د دې لور مريم نواز او زوم يې صفدر هم چې ويل کيدل د نواز شريف وروسته مريم نواز د خلکو انتخاب و؛ هم د زندان تورو تمبو شاته واچول.

همداراز په دغو ټاکنو کې د نواز شريف د ورور شهباز شريف تر څنګ د عمران خان بل سيال بيا د بې نظير بوټو زوی بلاول بوټو و. د پاکستان پوځ له بوټو سره هم دښمني لري. ځکه د پاکستان د ديکتاتور ولسمشر د واکمنۍ پر مهال کله چې بېنظير بوټو ووژل شوه نو پر کودتايې ولسمشر پرويز مشرف يې تور پورې شو. کله چې پوځي جنرال پرويز مشرف د بوټو په قتل کې تورن شو نو د پوځ او بوټو د ګوند تر منځ هم اړيکې خرابې شوې. اوسمهال هم پاکستان نه غوښتل چې د بېنظیر زوی دې واک ته ورسيږي، ځکه خو يې د دغو دواړو (شهباز شريف او بلاول بوټو) د ماتولو لپاره د عمران خان ملاتړ وکړ او واک ته يې ورساوه.

د عمران په واکمنۍ کې د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره

عمران خان د امريکا متحده آیالتونو چندان ښې اړيکې نه لري. نوموړي تر دې وړاندې په ځلونو ځلونو په افغانستان کې د امريکا پر روانې پوځي مبارزې او په پاکستان کې پر افراطي وسله والو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر بريدونو نيوکې کړي دي. اوس که څه هم په خپلو خبرو کې وايې چې د کابل، اسلام آباد او هند تر څنګ يې د امريکا سره به اړيکې ښې کړي خو نوموړی به تر ډيره د پوځ تګلاره مخته يوسي. ځکه د پوځ لخوا واک ته رسيدلی دی. د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ ستراتيژي له وړاندې معلومه ده چې تل يې د افغانستان په جنګ کې خپلې ګټې لټولې دي.

همداراز عمران خان په پاکستان کې له هغو مدرسو سره چې ترهګر روزي؛ ځانګړې همدردي لري. نوموړي آن څو کاله وړاندې په افغانستان کې روان جنګ جهاد بللی و او له وسله والو طالبانو يې غوښتي و چې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي. همداراز اوس هم تر ډیره همدا باور دی چې نوموړی به د آی ايس آی او پوځ ستراتيژي پر مخ يوسي او هغه څه چې د پوځ پلان وي؛ دی به يې عملي کوي. لهذا د افغانستان لپاره به هیڅ ‌ډول ګټور واقع نه شي. افغان حکومت دې ترې د سولې او د همکارۍ تمه نه کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي