انبیق یادها

رسول پویان صـدای بلـبـل آبـی و شـالـیــزارانم دوباره زنـده کند خاطـرات دورانم ز…

هیچ انسانی غیر مجاز نیست!

سیامک بهاری «اتباع غیر مجاز حق اجاره کردن خانه و ملک…

نزدیک به ۶۰ اجماع سازمان برای افغانستان – نشست دوحه…

که ۶۰ هزار اجماع هم برگزار شود – تا عنصر…

واهمه

از شكستن غرور واژه‌های تو  عطر باغچه هم شكست و قنارهای سركش…

نشست های جهانی و نبود اجماع سیاسی و بی پایانی…

نویسنده: مهرالدین مشید اجماع سیاسی در سطح ملی و بین المللی…

از بلند پروازی تا سقوط

عبدالصمد ازهر                 …

وحدت ضامن پیروزی وحافظ بقای ماست

پيشگفتار: مردم آزاده افغانستان در درازنای تاریخ هر زمانیکه خاک آبایی…

کدام دانه های تلخ را خلیلزاد در افغانستان کاشته است؟

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       زلمی خلیلزاد نماینده…

اسلام گرایان از نفی سیطره ی غرب تا نفی فرهنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید نفی سیطره ی غرب را نباید با نفی…

حکایت خورشید

رسول پویان چـو بـال مـلۀ صـیـاد از پـرِ خـام است تـمــام پـرّش…

تان «پیرمرد من»

نویسنده «ارنست همینگوی»؛ مترجم «جعفر سلمان‌نژاد» حدس می‌زنم الان به آن…

فراخوان بخاطر نجات أفغانستان

به نام خداوند حق و عدالت سازمان ملل متحد در نیمه…

دریای عشق

{تقدیم به ساحت حضرت ختمی مرتبت(ص)} یا محمّد، گوهر دریای عشق!  ای…

افغانستان افتاده در زیر پاشنه های تروریسم و رویا های…

نویسنده: مهرالدین مشید مبارزه برای یک افغانستان واحد از رویا پردازی…

فریاد فدرال خواهی از گلوی فراریان جمهوری

           فدرالیزم ، تجزیه نیست .           …

خون عشق و محبت

رسول پویان بیا که دامن صحرا سبز و رنگین است بهــار نـاز…

نویسنده گی مسؤولانه یعنی نفخ صور و برپایی شور در…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت سوم نویسنده گی یعنی روایت آفرینی و اسطوره…

بزرگترین کشور جهان و 50 کشور پهناور دنیا از لحاظ…

با نگاه کردن به نقشه جهان پهناورترین و بزرگترین کشورهای…

فیزیوکراتی،- دست دراز سرمایه داری در اقتصاد فئودالیستی

Physiokati. آرام بختیاری فیزیوکراتی،- طبیعت و کشاورزی کلان در خدمت بورژوازی.  فیزیوکراتی واژ…

«
»

د پنجابي حکومت پر مخ د منظور پښتين توکاڼې

سره له دې چې په پاکستان کې پنجابي حکومت، استخباراتي ادارې او پوځ يې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت غوښتنې په احتجاجونو بنديزونه لګولي او د دغه غورځنګ په مشرانو يې بېلابېل فشارونه راوړي څو دغه غورځنګ پايته ورسوي او نور احتجاجونه ونه کړي؛ بيا هم په لوی افغانستان په زرګونو مينانو پښتنو پرون ورځ په لاهور ښار کې د پنجابي حکومت په خلاف غږ پورته او د منظور پښتين په مشرۍ يې ستره غونډه ترسره کړه. منظور پښتین يو ځل بيا د پاکستان د څارګرې ادارې او پوځ پر مخ توکاڼې تو کړلې او يو ځل بيا يې د پښتون ولس د يووالي او د مبارزې ښودنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په زرګونو پلويانو پرون د لاهور په موچې ګېټ کې احتجاجي مظاهره وکړه. بيا هم پرون ورځ پاکستاني پوځ او استخباراتو هڅه وکړه چې د دغې غورځنګ د احتجاج مخه ونيسي خو مبارزو پښتنو ځوانانو يې هڅې شنډې کړې. پرون په لاهور کې پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو د مردارو اوبو لارې خوشې کړې او د ناليو چټلې اوبه يې په احتجاج خوشې کړلې خو دا چې د عدالت غږ هيڅ قدرت نه شي بندولی نو پښتنو مبارزينو هم خپل احتجاج په ښه شکل ترسره کړ. د غورځنګ مشر منظور پښتين دې سترې غونډې ته په وینا کې د لسګونو زره بې درکه کړای شویو پښتنو د برخلیک د معلومېدو، د غیرقانوني وژنو او د پاکستان د پوځ د نورو بشري ضد اقداماتو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

که څه هم دلته په بره او هلته په لره پښتونخواه کې له ځينو پښتنو سره دا اندېښنه شتون لري چې ګويا د پاکستاني استخباراتي ادارې او پوځ په مقابل کې به بې سياسي ملاتړه او ځواک څخه به تنکی ځوان منظور پښتين او ملګري يې څنګه مقابله وکړلی شي؟ يا دوی داسې انګيري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به رنګ رانه وړي، اصلاً داسې نه ده. دغه غورځنګ ډير زور لري او کولی شي چې د لر او بر يو افغان او لوی افغانستان هيلې پوره کړي. اوس په کوزه پختونخواه کې د منظور پښتين په مشرۍ دغه غورځنګ د پاکستان له حکومته لاره ورکه کړې ده چې څه وکړي.

د پاکستاني حکومت د وارخطايې ښه بېلګه په پاکستاني رسنيو د حکومت فشار يادولی شو چې له مخې يې پاکستاني رسني نه شي کولی د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې خپرې کړي او يا يې په اړه خبر خپور کړي. پر پاکستاني حکومت دومره فشار راغلی دی چې آن د دغه غورځنګ په اړه په رسنيو کې ځينې خپاره شوي پخواني راپورونه او تبصرې يې هم له خبري ويب سايټونو ديليټ کړي دي. آن تر دې چې پاکستاني حکومت هڅه کړې چې په ټولنيزو ميډياوو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو د خپرېدو مخنيوی وکړي. که دغه غورځنګ معمولي وای نو پاکستاني حکومت به يې د مخنيوي لپاره ولې له هرې وسيلې کار اخيستلو؟

اوس بله خبره د دغه غورځنګ د ارزښت او قوت په اړه د نړيوالو سياست مدارانو او رسنيو پام راوړيدل دي. اوس سره له دې چې پاکستانی حکومت هڅه کوي د دغه غورځنګ خبرونه او غونډې په رسنيو کې خپرې نه شي، خو بيا هم په نړيوالو رسنيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پراخه کچه انعکاس کيږي. بل لور ته نړيوال سياست کې مطرح سياسي څېرې هم په پښتون ژغورنې غورځنګ تبصرې کوي. پس لازمه ده چې دلته په بر او هلته په لر کې بايد خلک ناهيلي نه شي چې ګويا د پښتون ژغورنې غورځنګ نتيجه نه شي ورکولی. دغه غورځنګ په خپل ذات کې ستر ارزښت لري او کولی شي چې د پښتون ولس د رابېدارېدو باعث شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پراختيا او انعکاس ورکول کولی شي چې د ډيورند کرښې په اړه د نړيوال فکر بدلون ته زمينه برابره کړي. یعنې د دغه غورځنګ ملاتړ او بيا يې بريا کولی شي چې په نړيواله کچه خلکو سره د پر ډيورنډ کرښې له سره غور کولو ته زمينه برابره کړي. ښه بېلګه يې د اروپايې پارلمان مرستيال څرګندونې يادولی شو چې څه موده وړاندې يې وکړلې. د اروپا پارلمان مرستيال ريچارد چارنسکي وايي چې لوېدیځوال بايد پر ډیورنډ کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق پر ځای کړي.چارنسکي ويلي د ترهګرۍ پای ته رسولو له پاره هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي.

او کله چې له سره دغه کرښه مطرح کيږي نو پرته له شکه چې پاکستان به په کې زيان وي. ځکه اوس په کوز او بر کې د لوی افغانستان او لر او بر يو افغان ناره وهل کيږي او دا دا مانا ورکوي چې د ډيورنډ کرښې په اړه د ټول پښتون ولس نظر يو دی. که په داسې حالاتو کې بيا د ډيورنډ په اړه خبره ريفرنډوم ته ورځي نو بيا يې هم ګټه افغانستان ته ده.

چارنسکي د اروپا پارلمان ته ويلي چې ( پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورنډ کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.) ده ویلي، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل سوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په اړه خپله تاریخي تېروتنه سمه کړو. د چارنسکي دا خبره وړه او بې ارزښته نه ده. کله چې د يو بهرني قدرتمند هيواد د پارلمان غړي دا حقيقت درک کوي چې پاکسان پر ډيورنډ کرښه د برلاسه کېدلو لپاره په افغانستان کې ترهګري پياوړي کوي نو مانا يې دا ده چې د ډيورنډ کرښې حقيقت ټولې نړۍ ته معلوم شوی دی او دا چې پاکستان څنګه له دغې کرښې د افغانستان د خوږې ګوتې په توګه استفاده کړې ده؛ نړيوال به لا هم مطمين کړي چې پاکستان د ترهګرۍ مور ده.

لیکنه : خوشحال آصفي