امید حکومت مشارکت ملی قربانی تجربه های ناکامی حکومت وحدت…

نویسنده: مهرالدین مشید در این تردیدی نیست که در این جهان…

«نمی‌ خواهم که دیگر یک انسان باشم!» 

محمد عالم افتخار                   (مقدماتی بر تئوری های پسا کرونایی ـ 4) برخ…

عدم همکاری صادقانۀ اسلام آباد باکابل سبب نگرانی واشنگتن…

نویسنده: مهرالدین مشید زمان پیوستن کشور های همسایه به کاروان مصالحه…

عید درقرنطین

 نوشته : نذیرظفر ای یار در قر نطـــــــین عید شما مبارک ای…

رکود اقتصادی بزرگ‌تری در پیش است

نورئیل روبینی/ آمادور نویدی اگرچه هیچ‌گاه زمان خوبی برای یک بیماری مُسری…

عید در پهنه دود و آتش

در ا نتظار عید م ،   اما   نمی …

داستان «جلای وطن»

نویسنده «عبدالله حسین»؛ مترجم «علی ملایجردی» عبدالله حسین (-1931) زمانی که…

عید آزادی وطن

رسول پویان عیدسـت تا که دل بـه دل گفتگو کند یک بوسـه…

عید تنهایی

عید ما عید کرونایی بود  عید فکر و عید سودایی بود در…

شعار های ناهمزمان با مرحله رشد جامعه

بیژن باران  من به ویژه نسبت به هر فرد روسی…

سروده ای طنزی برای رهبران جهادی بنام!

امین الله مفکر مینی 2020-08-05 با این همه جد…

آیا سرمایه‌داری از پیامدهای پاندمی کووید ـ ۱۹ جان به‌در…

نویسنده: بهمن آزاد برگرفته از : شماره ویژهُ «مانیفست صلح» ارگان کمیتهٔ…

سخاوتمندان نابکار

نویسنده: میترا تهامی در سال ۲۰۱۵، به‌دنبال اعلام جرم پزشکان هندی علیه…

واکسن‌ها و بنیاد گیتس

برگرفته از : کانال تلگرام مجله «دانش و مردم» مدافعان جهانی سلامت…

جنگ، تداوم تراژیدی و فاجعه انسانی!

بنابر گفته دوستی، افغانستان تجربه گاه خونین کشور های مختلف…

اقتدار و زعامت ملی و حکومت داری خوب مشتی کوبنده…

نویسنده: مهرالدین مشید صلح خوب است و اما نه با طالبان اقتدار…

من متهم مى سازم! 

میر عبدالواحد سادات من جرم را تعريف و مجرم را معرفى…

فیصله امیر المؤمنین حضرت عمر به نفع یهودی

امین الدین «سعیدی ـ سعید افغانی » مالک از سعید بن…

برای طالبان، پاندمی یک نردبان است

این گروه اسلام‌گرا از بحران ویروس کرونا برای پروپاگندا -…

مثبت اندیشی مدیریتی

 هر چیزی در این گیتی طوری وجود دارد که حالت…

«
»

د هند خیرات او افغاني غیرت



پارلمان د درې ګونو قواوو څخه یو دی او تر ټولو مهمه دنده یې قانون جوړونه ده،چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه پکې رول لري.

که څه هم زموږ د تېرې دورې ولسي جرګې لازم خوند نه و، خو خلکو د مثبت بدلون په پار ځینو نویو څېرو او کسانو ته رأیه ورکړه او ځيني بیا د پیسو په زور تر ملي شورا بیا په ځانګړي توګه ولسي جرګې ورسېدل.خو د خواشینۍ خبره ده،چې دا ځل د ولسي جرګې د پیل ټولې کړنې د اندېښنې وړ او نهیلي کوونکي دي.

په دې ټول پوهېږو،چې د نړۍ د ډېری هېوادونو په پارلمانونو کې اخ‌وډب کېږي،خو توپیر یې زموږ له ولسي جرګې سره دا دی،چې د دوی جنجال د ولس د ګټو پر تأمین وي نه د شخصي اغراضو له امله او بالاخره جنجال یې د ولس په ګټه پای ته هم ورسېږي.

اوس به راشو د هند خیرات او افغاني غیرت ته!

کابو ۴۰ ورځې مخکې د ولسي جرګې د ریاست لپاره ټاکنې وشوې، چې په پای کې يې د ولسي جرګې د مؤقت مشر لخوا میر رحمان رحماني د رئیس په توګه اعلان شو،خو د ریاست د څوکۍ لپاره بل نوماند کمال ناصر اصولي او پلویانو يې د رئیس په توګه د رحماني له ټاکنې سره له دې امله مخالفت وښود،چې نوموړي پنځوس جمع یو رأیې ندي ترلاسه کړې.

تمه وه،چې دا ستونزه به ډېر ژر د ولس ظاهراً خدمتګارو استازو له لوري حل شي،خو داسې و نه شول او بل نوی جنجال هم ور اضافه شو،چې وړاندې یوه رایه باطله اعلان شوې وه،خو اوس یې یوه ډله معتبره او بله ‌يې باطله.

تېره ورځ یو ځل بیا په ولسي جرګه کې ځیني وکیلان سره لاس او ګرېوان شول او په پایله کې د ځینو افغاني غیرت راوپارېد او د هند له خیرات او مرستې جوړ میز او څوکۍ باندې یې زړه تش کړ.

که څه هم خلک له پارلمان څخه چندانې خوږه خاطره نلري ،خو دې حالت ته په کتو له خپلو ورکړیو رأیو پښېمانه شوې او وايي؛ دوی تمه‌ لرله نوې وکیلان به خلکو ته د هغو شعارونه‌ پر بنسټ خدمت وکړي، چې د ټاکنیزو کمپاینو په وخت کې یې مطرح کول، خو داسې و نه ‌شول.

لکه څنګه،چې ښکاري په نوې ولسي جرګه کې ډېری،بې سواده،احساساتي او قومي او ژبني ناروغه کسان راټول شوې دي او د دوی له کړو وړو له ورایه ښکاري،چې اکثره یې د پیسو،تقلب او زور پر مټ تر ولسي جرګې را رسېدلې دي.

د دوی څلوېښت ورځني فعالیت ته په کتو،چې مفته تنخواه یې هم ترلاسه کړې ویلای شو،چې دوی د ولس استازیتوب څه ،چې د ځان استازولي هم نشي کولی.

دوی که غیرت او همت درلودی د هند په خیرات جوړ شوی میز او څوکۍ به یې نه ماتولای،بلکې برعکس سرونه به یې ګرېوانه ته کښته کړې وای.

بله ستره جفا،چې د نوې ولسي جرګې ځینو غړیو د ولس په حق کې وکړه؛ هغه په هېواد کې د قومي او ژبني تعصب نوې لړۍ پیلول دي.

دا به د شرم ځای وي،چې هند موږ ته پارلمان په خیرات راکوي،خو زمو بریتور غیرتیان او تش په نوم د خلکو استازي پکې انډوخر جوړوي.

که په پارلمان کې روان جنجالونه همداسې دوام وکړي مقننه قوه به نوره هم بې ارزښته کړي او د لا ډېرو لاس وهنو زمینه به پکې مساعده شي.له همدې امله د ولسي جرګې لانجې بېلابېل غبرګونونه هم راپارولې دي.

یو مورد یې دا دی،چې له اوږدې چوپتیا وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ هم غبرګون ښودلی او د دې قضيې د ژر حل غوښتنه يې کړې ده.
د یوې حکومتي سرچینې په حواله هم ویل شوي،چې ولسمشرۍ ماڼۍ کولای شي رامنځته شوې ستونزه په یوه ورځ کې حل کړي،خو د دغه جرګې ځینو غړيو بیا د دې خبرې په غبرګون ویلې،چې ولسمشر او ستره محکمه د ولسي جرګې په داخلي چارو کې د لاس‌وهنې صلاحیت نلري، ځکه د کورنیو دندو اصول لري او خپلواکه ده.

د دې ترڅنګ په کابل کې د امریکا سفیر “جان بس” بیا ویلې،چې نوې پارلمان خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.

 

د حل لار څه ده؟

لومړی؛حقوق پوهان وايي، هغو کسانو،چې تاوتریخوالی رامنځته کړی او د ولسي جرګې شتمنیو ته ‌یې زیان رسولی، باید همدغه جبران یې کړي او له خلکو بخښنه وغواړي.

وکیلان دې روانه لانجه ژر تر ژره پای ته ورسوي او هغه مسوولیتونه دې ترسره کړي،چې خلک یې غوښتنه لري او د شخصي ګټو پر ځای دې ملي ګټو ته پام وکړي.  

دوه نوي کسان دې را میدان ته شي او له منظمې رأی اچونې وروسته دې د ریاست څوک باندې کېني.

او که بیا هم د دغو استازیو قهر سوړ نشو،نو محترمانه او با عزته حل لار به یې دا وي،چې

د ولسي جرګې دروازې ته قلف ور واچوي،ځکه چې متل دی وايي “در بسته، بلا بسته”

له هرې ورځې بې عزتۍ یې بنده دروازه غوره ده.

لیکنه: خوشحال آصفي