کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

حامییان حق!

امین الله مفکر امینی !    2025-03-06   نترسم زدشمن تکیه برحـــق کــــــــــرده ام باتکیه…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش نخست درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

افغانستان در تلاقی آشوب و رقابت؛ قرائتی تازه از فروپاشی…

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی طالبان؛ تلاطم‌های داخلی و بازتاب‌های جیوپولیتیکی منطقه‌ای…

در مورد تعاونی‌های کارگری

از آثار کلاسیک لنین برگردان: آمادور نویدی درباره تعاونی‌های کارگری تذکر سردبیر سایت مارکسیست– لنینیست امروز: این…

«
»

د ملا صبور ډالري فتوا

د تاريخ پاڼې ګواه دي چې افغان ولس په پوره ميړانه او اسلامي جذبې سره د چنګېز، انګرېز او نورو پر وړاندې په جهاد او مبارزه کې خپله ميړانه ښودلې ده. افغان ولس د تاريخ په هر پړاو کې هر کفري لښکر ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. د هغه لښکر په مقابل کې چې لمر يي په امپراطورۍ کې نه ډوبيده؛ همدغه افغان مسلمان او مجاهد ولس د نورو رهبرانو تر څنګ د غازي امان الله خان په مشرۍ راپورته شو او په الله اکبر ناره يی ورته تاړاک مات کړ او آزادي يی ترلاسه کړه. خو زمونږ د افغان ملت يوه تاريخي تيروتنه دا ده چې تر ډيره د تعقل پر ځای د احساساتو قرباني کيږو. که څوک راته ووايي چې غوږ مو سپي يووړ نو پرته له دې چې خپل غوږ وګورو؛ د سپي پسې منډې وهو. له څو لسيزو په تېره بيا له نږدې څلورو لسيزو راهيسې د افغانستان ملي ارزښتونه او ملي هويت تر پرله پسې ګواښونو لاندې دی. د پرديو ګوډاګيانو، پرديپالو او نورو کم درکو اشخاصو او ډلو په دې لړۍ کې خپله منفي ونډه لرلې ده.

اوس په وروستيو کې افراطي ملا صبور په غازي امان الله خان د بې دینۍ فتوا ورکړې ده. دغه له دينه ناخبره ملا د ملسمانۍ معيار ږيره ګڼلې ده او بې ږيرې هغه يي په يو ډول د ملسمانۍ له مداره ويستلي دي. ملا صبور ويلي دي:
١ــ امان الله خان بې دينه ځكه و چې ږيره يې خرىيلې وه؟ دلته پوښته پيدا کيږي چې ای ملا صبوره..! تا ته چا دا حق او مسوليت دركړی دی چې يو مسلمان د دين څخه وباسې؟ د كومې قانوني محاكمې او عدل حكم او فيصله شوې وه؟ ای ملا صبوره ستا له دغه ډول مغرضانه فتوا د ډالري فتوا بوي راځي. داسې څرګنديږي چې د بنډل ډالرو په مقابل کې دې د افغان تاريخ په وياړلي شخصيت د بې دينۍ تور پورې کړی دی.

٢ــ ګوډ ملا؛ ولي الله دی ځكه چې هر ځای كې چې به ناست و هغه ځای به شين شو؟ دلته بيا هم پوښته پيدا کيږي چې ای ښاغليه ملا..! ته د كوم آيت ٬ حديث او يا هم قانون په اساس ثابتولی شې چې د ګوډ ملا د ناستې ځای شين كيدو؟ هغه اسناد٬ شواهد٬ مدارک او شنه شوي ځايونه چېرې دي؟ د مسلمانۍ لپاره د جاهلو ملایانو معیار ږيره او لونګۍ ده، دوی فکر کوي چې که غل وي، که خايين وي او که خاوره پلورونکی وي خو چې ږيره ولري نو خادم دین او اصلي مسلمان دی. دغه له دينه ناخبره ملايانو ته بيا (اقرار باالسان و تصدیق بالقلب) کوم ارزښت نه لري.

دلته درې خبرې مخ ته راځي. لومړی دا چې ملا صبور له دينې، اسلامي او افغاني اصولو او ارزښتونو ناخبره دی او هسې تش د ملا په نوم يي په خلکو ځان منلی دی. ځکه ده په غازي امان الله خان د کفر فتوا ورکړې ده او غازي امان الله خان هغه څوک و چې په خپله به يي د جمعې لمونځ ورکولو.
دويمه دا چې که په رښتيا د دين، اسلام او افغاني اصولو او ارزښتونو څخه خبرداره وي نو بيا يي ذهني توازن له لاسه ورکړی ځکه خو د تاريخ په اتل او د افغان مجاهدينو په سرلاري د کفر فتوا ورکړې ده.
او دريم دا چې ذهني توازن يي پر ځای دی خو د ډالرو په مقابل کې يي ايمان بايللی دی او پرته له کوم اسلامي معقول ثبوته يي د پرديو هيوادونو په لمسه د پيسو په مقابل کې ډالري فتوا صادره کړې ده.

غازي امان الله خان د ټولو افغانانو او اسلامي نړۍ وياړ دی، دغه ستر شخصيت د افغان مجاهدينو په ملتيا؛ له افغانستان او سيمې د هغه استعمار ټغر ټول کړ چې لمر يي په امپراطورۍ کې نه ډوبيده. دين، هېواد او پرمختګ ټولو ته يې نه هرېدونکي خدمتونه وکړل. په هغه وخت هم همدغو استعمارګرو هيوادونو د غازي دا برياوې ونه شوې زغملای، نو ځکه يې غله او ډاکوان او په پيسو مين ملايان په هغه پسې راپاڅول او په دې ډول يې زموږ د خلکو له سپېڅلو اسلامي احساساتو څخه يې ناوړه ګټه پورته کړه. له هغه مهاله بيا تردې دمه دا لړۍ په يو نه يو ډول روانه ده، کله له يوې معلومې او کله هم له يوې مجهولې خولې د هېواد د ملي شخصيتونو پر ضد ځينې سپک الفاظ حواله کېږي. که چيري ناپوهه، ګوډاګيانو او د دين سوداګرو غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ اړوند خپل پلان عملي کيدو ته پريښی وای نو نن به افغانستان هم د سيمې له سيالو هیوادونو لکه ايران او ترکيه سره به په قطار کې ولاړ و.

د ملا صبور دا خبره چې ملا لنګ يی (ولي الله) بللی او وايي په کوم ځای کې به چې کېناست، هغه ځمکه به شنه شوه؛ دا خبره له شرعي اصولو سره خلاف ده ځکه، دا کار له کراماتو لوړه او معجزه بلل کېدای شي او معجزه یوازې د انبیاوو او پیغمبرانو پورې محدوده او منحصره وه.

په افغانستان کې له ډیر پخوا راهيسې همدا ستونزه شتون لري. پخوا به هم چا چې په دولتي ښوونځي کې زده کړې وکړې نو همدغو افراطي ملايانو به ورته د انګريز او پنجاب غلام ويلو. اوس هم همدغه ځينې افراطي ډلې دولتي مامور ته کافر وايي. زمونږ د ولس ډيره برخه نالوستې ده. د دغه ډول ستونزو تر منځ سمه پريکړه نه شي کولی نو همدا سبب دی هيواد مو تر نن ورځې د بل مرستې ته مجبور پاتې دی.

 

لیکنه: خوشحال آصفي