نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«
»

د لستوڼي ماران 

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۳۱مه ۲۰۱۵کال
په کوچنوالي کې مې  په جوماتونوکې  د سپین ګیرو له خولې داستانونه او قصې اوریدلې وې اوس لږ لږ یاد ته را ځي ، خو هغه څه چې نن د لسوتو نۍ د مارانو په هلکه لیکم هماغه زړه قصه ده چې یوه روحانی سپین ګیرې کوله را په یاد شوه (( واېې یوه مذهبی مشر یو مار لیدلۍ وو چې په ژمي کي د یخنۍ څخه لړزې نیولۍ وو او تر واورو لاندې کیدو نو ېې زړه ورته خفه شو او دغه مار ېې خپل لستوڼي ته داخل کړو تر څو تود شي او بیا به ېې چیرته خوشۍ کړي ، خو کله چې مار تود شو او په خوځیدو راغۍ او د روحانی سپین ګیري تر لاس ېې لکۍ تاو کړه او سپین ګیري ته ېې وویل چې اوس د چیچم ، نو روحاني چې په کور کې پشو ساتلې وه او ډیره ورته ګرانه وه نو ېې هغه نژدي را وبلله چې پشو راشه نو پشو چې راغله ده ورته اشاره وکړه چې زما لستوڼۍ ووینه او په دغو وخت کې ېې مار ته وویل چې ما چیچې نو یو وار خو د مخ را وښیه چې زه څه درته وایم ، مار چې سر دلستوني څخه را وایستو نو پشو ورټوپ کړل او مار ېې تر ستوني ونیو اوسر ېې وژوولو او د روحانی لاس ېې خوشۍ کړو او مړ شو او د پشو نوش جان شوو، زموږ په وطن کې (( دخاوې – وطن – ترقۍ – د ښځو دازادۍ – دملی وحدت – دیو اوبل په غیږ کی نه نیول – یو او بل نه منل او توهینول – دخلکو او دولت جایدادونه او کورونه  چورول او غصبول – پشتون  تاجک ته ، هزاره پشتانه ته ، ازبک تاجک ته  په ښه سترګه نه کتل – د خپل وطندار ، بیچاره ، مظلوم او خوار افغان څخه رشوت اخیستل – د روحانی ملا او طالب دهول ته نڅا او د پاکستان نوکري کول او ډیر نور شیان تاسې ور علاوه کړۍ خصلت او کرکتر لرونکو کسانو ته په افغانستان کې د لستوڼي ماران ویل کیژي )) ،هغه وخت چی ریس جمهور ان او ریس اجرایه چې زموږ خلکو ورته کمپاینونه وکړل – زموږ خلکو ورته منډې او رامنډې وکړې – زموږ خلکو ورته په فیسبوک او سایټوکې زما په شمول کمپاینونه وکړل – او هغه وخت چې احتیاج وو هر نفر ته ېې سرټیټولو ، په وار وار ېې خلک په غیږ کی نیول او پښو ته ورټیټیدل ، خو کله چې موږ او تاسې  تر ارګه ورسول بیا ېې زموږ ټولې ښیګڼې هیرې شوې او نن ېې وینو چې ورنه د لستوڼي ماران جوړ شوي دي او زموږ دخلکو دلستوني ماران وګرزیدل زموږ سربازان -افسران ښځې هلکان ېې په وینو کې ډوب پریښودل (کندز- هلمند – بدخشان – کنر – ننګرها ر- نورستان – غزنۍ – زابل ) در په یاد کړۍ ، ښه ورته ځیرشۍ  په رڼا ورځ او توره شپه کې زموږ خلک چیچې ،اوپه ډیرو خطرناکو زهرو زموږ واړه ، زاړه ، ځوانان ، نارینه او ښځینه  وژني، یا ېې د بیکارۍ – مریضۍ – بې کورۍ – بیخوراکۍ – لوږې – تندې چاره نه شي کولای نو دغه کسان دغه د لستونی ماران به څنګه – څه وخت د چا په واسطه وژنو او ځانونه او زموږ عادی بیوزله وطنداران به ددوی له غمه او خطرناکو زهرو نه خلاصوو ؟؟؟
یو مار نه دی چې په پشو یا سپي یا په توپک یا توره یا چاړه یا تبر یا لاره – یا سوټي – یا لښته یا خردم ېې ووژنې بلکه په لس هاوو زره د لستوني ماران دی ، دوی ( ووسې زمونګ کره – اب اوهوا زموږ څښي او تنفس کوي – چکرونه او منزلونه زموږ په وطن او خاوره کی ازاد وهی – په لکسو موټرانو د توپک داره بادي ګاردانو قاتلینو تر حمایت لاندې خلک ځوروي او تهدیدوي  – او په لوړ منزله لکسو بلډنګو کې ژوند کوي او په دروازو کی پهره داران او بادیګارډان لري ، شکاری سپیان ، تازیان او لیوان لري – اوږدې او تیزې ژبې لنډ پاران لري ) خو موږه چې نه زور لرو ، نه واسطه لرو – نه هیڅ ډول چاره لرو – ددغو مارانو  حخه به څنګه نجات پیدا کوو ، الله د زموږ د وطندارانو چاره وکړي او دوی د له دغو مارانو څخه خلاص کړي .
آیا په دوعا هم موږ ددغو خطرناکه نیشداره  زهردارومارانو څخه ځانونه خلاصولای شوو ؟؟؟ باید وحيي الاهی ته متظر ووسو ؟؟ یا جبر د تاریخ ته منتظر ووسو ؟؟ نه خیر دغه دوه کاره هم ناممکن دی چې دلستوني ماران او په یوه قلا ( کلا ) کې حصار یا پنډ نه کړو او بیا ورباندې پطرول وا نه چوو او وېېې نه سوزي بل ډول خلاصون ناممکن دی ، خو دا به څوک وکا ؟؟؟ دلته یوه ڼه ؟؟ بلکه یوه لوی با تقوای ، یوه لوی متخصص او تحصیل کرده لښکر ته ، یوه وطن پرسته متعهد نفوس ته ، یوه متحد تر سر تیر او شجاع قوم ته ضرورت دی چې ځانونه او د افغانستان عام خلک ددغو لستوڼي مارانو څځه ځانونه خلاص کړي  .آیا تاسې دغه ماران پیژنۍ ؟؟  که ېې نه پيژنۍ زه ېې در پيژنم  (( هغوی چې پرون ېې ددین ټیکه داری کوله – هغوی چې ځانونه ېې مسلمان بلل – هغوی چې لوېط ګیرې لري ، هغوی چې په مکه مکرمه کې ېې په قران لاسونه کیښودل – هغوی چې پرون ېې ګوډ خر نه لرلو نن لوړمنزلهتعمیرونه او قصرونه لري – هغوی چې نن په تا او ما بابايي کوی — هغوی چې امریکا اوغرب ته ېې د افغانستان د اشغال او بې سترۍ او لوټولو زمینه برابره کړه – هغوی چې ستا وسله وال پوځ ېې مضمحل کړو – هغوی چې تر ننه ستا دشمنان تاته تحریکوی ، مسلح کوی ، او تا ورباندې وژني – هغوی چې هم مسجد ته ځي – هم الله اکبر وای – هم نعره تکبیر وایی – هم غلاکوی او هم ددشمن سره لاس لری – هغوی چې داوله بیا تر ازله د پاکستان نوکران وو او وی به )) تر څو دغه دلستوڼي ماران و نه سوزۍ همیشه به د خطرناکه مارانو له خوانه یو یو چیچل کیژۍ، هر هغه څوک چې په دغو لښکر کی ځانونه تنظیموي د افغانانو کار دي