مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

جوردانو برونو (بخش نخست)

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

حضرت دوست

نوشته نذیر ظفر  شدم خراب إزا و خوب‌تر نمیگردم نهال خشک   شدم با…

 پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

«
»

د غونډې نه؛ بلکې د شکايت وخت دی

له کله نه چې د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان په ګډون د سولې څلور اړخیز بهیر د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې پیل شو؛ تر دې دمه یې څلور، څلور اړخيزې ناستې ترسره شوي چې هيڅ کومه مثبته پايله یې نه ده ورکړې. که څه هم دغه پروسه له پیله ناکامه وه او د خلکو له نیوکو سره سره حکومت ورته دوام ورکړ؛ خو د کابل په پل محمود خان سيمه کې له خونړي بريد وروسته چې په سلګونو هيوادوالو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او افغان حکومت د دغې بريد مسوليت د حقاني شبکې پر غاړه واچولو؛ له پاکستان سره د افغانستان اړيکې ترينګلې شوي او افغان حکومت د سولې څلور اړخيزې ناستې تحريم کړلې. خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې د څلور اړخیز بهیر د پنځمې ناستې لپاره چمتووالی روان دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هڅې روانې دي چې د روانې مې میاشتې په وروستیو کې د څلور اړخیزې کمېټې پنځمه ناسته ترسره شي. سرچينې زیاته کړې، که څه هم د دې غونډې نېټه نه ده ټاکل شوې، خو په همدې میاشت کې په پام کې ده او په ورته وخت کې به له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو د حاضرولو هڅې هم جاري وي. د افغانستان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه غور کوي.

د دوه عمده دلايلو پر اساس بايد افغان حکومت د سولې راتلونکې څلور اړخيزه غونډه تحريم او په خپله لاس په کار شي:

لومړی دليل : د چين ، امريکا او پاکستان په ګډون د افغانستان سولې بهير اړوند په څلور اړخيزو غونډو کې ژمنه شوې وه چې منځګړي هيوادونه به په پاکستان فشار راوړي څو افغان طالبان له افغان حکومت سره د سولې د مذاکرو ميز ته کينوي. دغه راز ژمنه شوې وه چې، د سولې له خبرو انکار کوونکې ډلې باید د غړو هېوادونو تر پوځي فشار لاندې راشي. خو دا دی تقريباُ د پنځو مياشتو په تيريدو سره؛ نه يوازې دا چې پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړي بلکې د پلازمينې کابل په ګډون د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې امنيت لا پسې ترينګلی شو. وروستۍ خونړۍ بيګله يې د کابل په پل محمدود خان سيمه کې مرګونی بريد يادولی شو چې په سلګونو هيوادوال یې مړه او ټپيان کړل. د څلور اړخیزو بهیر د ژمنو له مخې، پاکستان دوه میاشتې مخکې باید وسله وال طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنولي وای، خو پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان افغان حکومت په خپلو تکراري ژمنو دوکه کوي بلکې له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت د کار د پيل او آن د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم دغه هيواد له افغان حکومت سره خپله هيڅ يوه ژمنه هم نه ده عملي کړې. نو اوس د دې پر ځای چې افغان حکومت يو ځل بيا په پاکستان ړوند باور وکړي او څلور اړخيزو غونډو لړۍ کې برخه واخلي؛ افغان حکومت بايد د سولې عالي شورا، قومي نفوذ لرونکو څېرو او له اسلامي حزب څخه په ګټې اخيستنې؛ د وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره يوه بين الافغاني شورا جوړه کړي. افغان حکومت بايد له اسلامي حزب سره د سولې موافقې تر لاسليک وروسته؛ په وسله والو طالبانو کې د اسلامي حزب د نفوذ څخه ګټه پورته کړي او وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته رامات کړي.

دويم دلیل : همدا اوس د دې وخت رارسيدلی چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته له پاکستانه شکايت وشي. ځکه په سياسي انزوا کې د پاکستان د راګيرلو لپاره؛ تر بل هر وخت همدا اوس ښه فرصت دی. اوس له پاکستان سره نه يوازې د افغانستان اړيکي ترينګلې شوي دي؛ بلکې له امريکا سره چې د پاکستان ستر مالي ملاتړې ګڼل کيږي؛ هم يې اړيکې ترخې شوي دي. همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د پاکستان مشرانو جرګې ته د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه  وويل، چې د امريکا له لوري د ايف ۱۶ الوتکو په پېرلو کې د مالي مرستو د بنديز له امله له تېرو درې مياشتو راهيسې د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې دي. همداشان په وروستيو کې پاکستان د جاسوسۍ په تور د نيول شوي ډاکټر شکيل افريدي په اړه د امريکايي حکومت او کانګريس غوښتنې رد کړي چې دې کار هم د امريکا او پاکستان تر منځ په اړيکو کې درځ پيدا کړی دی. بل پلو امريکايي کارپوهان او رسنۍ هم په وروستيو کې له هر ډول دليل پرته پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي. دا ټول هغه دلايل دي چې د پاکستان په سياسي انزوا کې د راګيريدو امکان ډيروي. پس لازمه ده چې د پاکستان سره د امريکا او چين په منځګړيتوب د افغانستان د سولې اړوند؛ افغان حکومت په خپل پخواني دريځ ټينګ ودريږي او راتلونکې پنځمه څلور اړخيزه غونډه تحريم کړي. د دې تر څنګ افغان حکومت بايد د وخت څخه په اعظمي ګټې اخيستنې؛ د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې له پاکستانه د شکايت کولو لپاره پوره لابيګري وکړي. افغان حکومت بايد په امريکا، لندن او نورو هيوادونو کې د خپلو ډيپلوماتانو په وسيله؛ له پاکستانه د شکايت مسله ډيره مطرح کړي څو په ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د رسمي شکايت څخه وړاندې ورته پوره لابيګري شوي وي او بيا ملګرو ملتونو ته د دې فرصت برابر نه شي چې له پاکستانه د افغان حکومت شکايت مسترد کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي