پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

«
»

د عبرت کیسه

د مقدوني سکندر وصیت

 

دا دونیا چــا لره نه لــري بقا

ترېنه درومي کــه فقیر دی که دارا

 

دبدبې دي تیرې شــوي د شاهانو

قدرتــونه شول نسکور د حاکمانو

 

اسکندر مقدوني هم یو لوی نامداروه

مقتدر وه سر لښکر سپاه سالار وه

 

چې یې کله  د ژوند پــاڼه شوه خــزان

د ځواني او د قــوت تیر  شوه دوران

 

نظامیان یې خپل دربار ته کړل احضار

خپل حالت یې ورته  داسې کړ  اظهار

 

ویل : چې زه فاني دونیا ځینې په تلو یم

پس له مــرګه د څو هیلو په ارزو یم

 

دغــه هیلې بــه ضــرور  پــوره کــوئ

پس له مرګ به ما په دې راز خښوئ

 

لمړی خواست زما پوره کړئ په دا شان

جنازه بــه  جګــوي صــرف  داکتران

 

سپین چپنې داکتران بــه پیش قدم وي

نظامیان به ترینه وروسته هغه دم وي

 

دویم   دا چې ټولــه لار  قبر تــر ځایه

ټول هستي او زر مې وشیندئ تر پایه

 

په شخصي طلا ، زیورمې  لار ښایسته کړئ

په همدې لار کې  مې تیره جنازه کړئ

 

دریم  دا چې مې  لاسو نه  په ښه شان

له تــابوت  نــه را  بهره  کــړئ عیان

 

په همدې منوال مــې خښه جنازه کړئ

دا وصیت بــه زما خاماخا پوره کړئ

 

نظامیانو ویل : چې ستا په حال خفه یو

پس له مرګ هم ستا تابع  د قومنده یو

 

په هر رنګ  چــې وي ستا امر ، هدایت

کړو  اجرا  بــه یې په مینه  ، صداقت  

 

په دې وخت کې لوی افسر شو ډیر  حیران

دې نامدار  سپاه سالار  نه  شو  پرسان

 

ویل: عجیبه ده سالار دا کوم حکمت دی؟

ستاسو دې ډول وصیت نه څه مطلب دی ؟

 

دې کې کوم داسې یو راز پروت دی پنهان؟

د وصیت اصلي مطلب  که  کړئ  روښان

 

سکندر د زړه  مقصد ورتــه   عیان  کړ

ددې راز حکمت یې دا رنګه  بیان کړ

 

ویل : جنازه که مې کړي پورته ډاکتران

هر سړی بــه پــدې  پــوه شي هغه ان

 

معنی دا چې مرګ حتمي دي د هر چا

نه ډاکتر څــوک  بچوی شي نــه دوا

 

دویم دا چې مې هستي لاره کې شیندم

معنا دا چې مــال د ځانه سره نه وړم

 

نه کفن کــې د چــا جیب شته د پیسو

نــه  قــبرو کــې  المارۍ شته د کالو

 

دا چې دواړه لاس بیرون وي د تابوت

داسې کــار معنی ددې  لــري ثبوت

 

چې تش لاس ومه راغلی دې دونیا  ته

داسې تش لاس به ور ځم  دارالبقا ته

 

نظامیان یې دې وصیت ته شول حیران

ویل :ریښتیا چې هر هستي  لري پایان

 

د ژوندون معنی نه زور دی نه دولت دی

نیک عمل دی صداقت دی عبادت  دی

—————————

سمیع الدین افغاني

۲۰ – ۴ – ۲۰۱۵

م ۰ کال