شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

هجرت و تمدن؛ از زایش تمدن‌ها تا زایش بحران‌ ها

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دوگانه هجرت؛ دیروز امید، امروز اضطراب هجرت به‌عنوان…

طالبان؛ اسطوره شکست ناپذیر با پاشنه اشیل

نویسنده: مهرالدین مشید توهم اقتدار پایدار؛ از فروپاشی امپراتوری‌ها تا شکست طالبان ظهور…

«
»

د سمندر مرګوني څپې او که د زورواکو خونړی منګولې

په عاموولسونوکې دا متلونه ډیر دژبوپه سردي چې وایې. خپله کوره،خپله ګوره.اویاوایې چې خپله لاسه،ګله لاسه.دولسونوداخبره هم له مانا اودرنښته ډکه ده چې وایې: تیږه یاډبره پخپل ځای درنه وي.زما موخه زموږله ګران هیوادڅخه دځوانانوډله یېزمهاجرت اوباندنیوهیوادونوته کتلوي پناه وړل دي اوله بده مرغه داغمجن اوزړه بوږنوونکی بهیردڅلورولسیزوراهیسي پرافغانانوتپل شوی اوروان دی اوپه دغه موده کې په میلیونو،میلیونوافغانان له خپل کور اوتاټوبي پریښودوته اړشوي اولامل یې هم زموږدهیواد پرضد دسره اوتورښکیلاک خونړي یرغلونه اوناپایه جګړې دي چې دهغه په پایله کې افغانان دویرجن ناتاراودناهیلیوډک برخلیک سره مخامخ دي.

دکدوالۍ لاملونه هم بیلایلې بڼې لري خوپه دې لیکنه کې غواړم په همدا اوس مهال کې دافغان ځوانانو،خویندو،میندواوتنکیوماشومانوډله یېزستونزمن اوله خطرونوډک مهاجرت په اړه د درنواوګرانوهیوادوالوسره دزړه دردشریک کړم اوهغه داچې زه هم یوله خپل ټاټوبې څخه کډوالۍ ته اړشوی کډوال یم همدغه سختې ځنګلي،غره نیزي اوسمندري لارې مې په ستړومزلواوتڼاکوپښو وهلي دي اودیونامعلوم برخلیک په لور مې ځان هالینډ ته راورساوه دپوښتنو،ګرویږنودلومړني پروسجروروسته دکډوالۍ له لومړني پنډغالي څخه دمهاجرینویوبل سترکمپ ته واستول شوم دغه کمپ په دویمه نړیواله جګړه کې یوه ستره پوځي اډه وه اودکرایېلوپه نوم یادیده په دغه کمپ کې  دګڼوهیوادونوپه سلګونو،سلګونومهاجرمیشت وواومولټي کلتورکمپ و.

دکمپ اړوند یوه کوټه کې څوتنه کډوال میشت ووچې دهغوله ډلې څخه یوزه اوبل دلغمان ولایت اوسیدونکی معلم عمر ویواوبل ته دپیژندګلوی اومعرفی وروسته هغه ځان دجمیعت اسلامي ګوند غړی اوپخپله سیمه کې دیوه پیژندلي قوماندان په توګه راوپیژانداوله هغه وړاندی یې دښوونکي په توګه دنده ترسره کړي وه ماهم دخپل ځان دپیژندنې په اړه ورته وویل زه دوخت دواګمن ګوند یادوطن ګوند غړی اودیوه ژمن ژورنالیست په توګه مې په مطبوعاتوکې کارکړی دی.معلم صاحب عمردتنظیمي قوماندان کرکټراودچاخبره دبدبه نه درلوده یومینه ناک،مهذب اوخواخوږی انسان وپه ټوکو کې مې ورته ویل معلم صاحب تاسوه به سکر۶۰چلولی وي خومادخپل قلم څوکه چلولي اوپخپل ګران وطن کې موله بده مرغه یواوبل ته دوښمنانه دریځ درلوده هغه وخندل ویې ویل دهمدغودوښمنیوله بابته دمهاجرت دګډ برخلیک سره مخامخ اودطالبانودمرګوني ګواښ له کبله اوس دادی زه اوته دکډوالۍ په پنډغالي کې میشت یو.دکمپ دمشرتابه دادارې له خوازه اومعلم صاحب د دغه سترکمپ دیوي برخې پاکوالي ته وګومارل شوودسګرټو،کاغذونو،دمیوودپوټکواونوروخلوځلوموسترې،سترې پلاستیکي کڅوړي ډکولي اودچټلیوغټوکانتینرونوته موګوزارولې دکارپه لړکې مودزړه خواله سره کوله هغه به ما او مابه هغه ته حیران ،حیران کتل ده ته به ښایې په ټولګي کې دګلالیوشاګردانو څیرې یادید ې اوماته به هم دتلویزیون په هنداره یادراډیو په څپواویاد درنو،درنوقومي مخورواومشرانوپه جرګوکې ښکلي خا طري یادیدي دخیالونونیلي به مووخغلول اوشیبه به دماضي په یاد ټالۍ وهلې بیا به مودپلاستیکي کڅوړي په لاس اودټاکل شوي ساحې په پاکولوبه بوخت اودخیالونومارغه به موله ذهنه والوت .معلم صاحب ته مې وویل کار ښه دی اوپرځای ویلي دي چې الکاسب حبیب ا لله . هغه وویل رښتیا وایې انسان ته امرشوی دی چې لیس للا انسان الاما سعی.

اوما دشیخ سعدې شیرازي دابیت ورته واوروه چې وایې.

آن که شیران راکند روبا مزاج       احتیاج است،احتیاج است احتیاج

په کمپ کې ګڼ شمیر نورافغانان هم ووټولوورته روزګار درلوداوله بده مرغه په کډوالوکې انجینران،ډاکټران،استاذان،حقوق پوهان،جنرالان داهل هنود سیکان اوهندوان اودبیلایلولوړوزده کړومسلکي کادرونه هم شامل ول اوشمیریې زرګونو،زرګونوته رسیدي اوزماپه اند زموږدهیواد دبدمرغۍ لوی لامل همدا دکاري اورغنده ځواکمن پوتانسیل ډله یېزمهاجرت دی اوګرده افغانان دناهیلیوپه توپان کې راګیر اوس مهال هم دابهیرزموږپه هیوادوالوروان دی.

زموږځوانان هسې انګیري که اروپآویاکوم بل بهرنې هیواد ته ولاړشم نوژوندبه مې ګل ګلزارشي دیوي خاطرې یاد اړین بولم  هغه داچې موږیوې ډلې افغانانوچې له ډاکټر،انجینراوجنرال نه نیولي آن افغاني درنې میرمنې هم پکې وې دځمکني توتانو دټولولوپه یوه کرونده کې کار کاوه یوه ورځ په شیبو،شیبوباران اوریده اوپه کوچنیو،کوچنیوفلزي کراچیوکې چې پلاستیکي ډبي پکې ایښي وي دتوتانو په ټولوبوخت ووپلاستیکي موزې اوپتلونونه مودشړکنده باران له کبله لمده خیشته ووچې ناببره له متحده اماراتوالعین څخه راته یوه ګران ملګري دتیلیفون زنګ وواهه دجوړپه خیر،سلام ،کلام وروسته یې رانه وپوښتل چې اکبري صاحب څه کارکوې؟ ورته ومې ویل دکمپیوټرشا ناست یم کمپیوټرکوم،کمپیوټر.راته ویې ویل هوغږ یې اورم مزې مووکړې،مزې.موږخودعربوګرمۍ ترپوزوراوستي یو.زمادشاوخواملګروکټ،کټ وخندل.

که څه هم کارکول افتخاراوویاړدی خوله بده مرغه پخپل وطن کې بیا داډول کارونه راته شرم ښکاري اوپه بهرني هیوادکې دهوټلونوکاچوغې اوغابونه نیکټایي په غاړه په ډیرفخر مینځو.پوهان وایې کار که کوچنی هم وي باید دوجدان له مخې دزړه له کومي ترسره شي زموږسترپیغمبرپخپله اوښي لویشلي اوخپل کالي یې میځلي دي.

متمدن اوپرمخ تللي هیوادونه دخپلوولسونوپه پرله پسې کار،هڅوهاند دترقۍ اوپرمختګ لوړوپړاوونو ته رسیدلي دي اومشهوره وینا ده چې لومړی مدني انسان هغه وچې کار یې وکړ.کاراوزیارنیکمرغي اوسرلوړي ده .دامریکاسترپانګه وال مولټي میلیونر راکفلرزوی له خپله پلاره دیخوپرسردځغاستلوبوټان وغوښتل راکفلردزوی په لاس کې تبرورکړاوورته ویې ویل لاړشه دهغه ځنګله ونه لنډه اوقطعه کړه په بازارکې یې وپلوره اوځان ته بوټان واخله دراکفلرزوی په همدې ډول خپل ځان ته بوټان راونیول کنه راکفلر ته  دوټانورانیول لکه دسمندرڅخه دیوه څاڅکي ارزښت درلود خودهغه موخه دخپل زوی دمټودځواک په کاراچول وو
دلته په اروپا کې نارینه اوښځینه په کارونولګیا اوکارکول د درنښت اوسوکالۍ محک اوضامن دی  

ډله یېزمهاجرت  چې زموږپه هیوادکې دتپل شوي وحشیانه اوخونړی جګړې له کبله دژوند په ټولوډګرونوکې نا امني،مزمنه بیکاري،اداري فساداوفاسده اداره،دقانون اوعدالت نشتوالی،دبې رحمه زورورومافیایې کړیوتسلط،کمزوری اقتصاداوبې وزلي،زموږپه کورنیوچاروکې د دوښمنوهیوادونوپه بیلایلوبڼوپوځي،استخباراتي اواستعماري لاسوهنې اوپه خپلووحشي بړیڅوجنګ جګړواوځان وژونکوحملوته لمنه وهل،دمخدره موادوبې ساری تولید اوپه ټولنه کې په هغوداعتیاد دکچې لوړیدل،دهیواد دزیربنایې رغیدنې اوانکشاف نشتوالې اوله بده مرغه دافغانانو ترمنځ دوروګلویزي خواخوږی،تعاون اونوع پالني دروحیې کمزوري اونوربیلابیل لاملونه دي چې اوسنی زړه بوږنوونکی ناورین رامنځته کړی دی خپل هیوادورته تنوراودوزخ ګرځیدلی اودمرګوني سفراودسمندرڅپوته دځان ګوزارولومهاجرتونه روان چې آن ګرده نړۍ ورته حیرانه ده اوداغمجن بهیرلاپه زور کې روان دی.دادسترواوابرځواکونودوستی برکت دی چې ګران هیواد مووران،ویجاړاودشیطاني توطیوپه خطرناک جال کې راګیراودبدنامې،خاینې اوبې ضمیره کړۍ په منګولواوواکمنی کې لویدلی دی.

په همدې شیبه کې چې لیکنه کوم دمدیترانې له سمندرګې څخه دڅلوروتنوکوچنیوافغان ماشومانودمړودرایستلوخبرخپورشوبایدپه سترګووینې وژاړودتنکیوماشومانودپسرلي دګلانوپه څیرتنکی،تنکی هیلي دهغوپه معصومانه سیلګوکې دآبد لپاره ورژیدې.زړه بوږنوونکي تراژیدي اوافغاني ماتم.داسترې غمیزي زموږله هیواداوزموږدتش په نوم چارواکودبې عدالتی،بې غوری اوبې کفایتی څخه راټوکیدلي دي په تیروڅوارلسوکلونوکې څه دپاسه یوسلودیارلس میلیارده ډالره دښاغلي کرزي دچوراوچپاول په پاچاهی کې د ګوتوشمار په جیبونوکې ولویدل اودفرعوني ژونداوتزاري قصرونوخاوندان شول ایا زموږ ږیروراوبې ږیري اوسني مشران په یوم الاخرت اومحشرباورلري دمسلمانی غټې ادعاوې کوي هرو مرودقیامت په ورځ ایمان لري اودحساب کتاب په دغه ورځ لوی خدای (ج) قاضي دی زموږپه ټولواعمالواوکړووړوپوه دی دادبې ګناه افغانانوبې رحمه قاتلان اودمسلمانوافغانانودشتمنیومعلوم الحاله غله اولوټماران به لوی جبار،قهاراوغفار رب العزت ته څه وایې ایا په جګوسرونوبه ولاړوي اوکه سرونه به یې ترځمکې پوري ځوړند وي .ایاداقاروني،فرعوني اوطاغوتي شتمنی به هغوته نجات ورکړي نه،نه،نه هیڅکله نه.که دوی دیوم الاخرت اومحشرپه ورځ سرلوړي غواړي الله تعالی، خیرالناس من ینفع الناس خوښوي نوای زموږجهادي اوغیرجهادي مشرانوتاسوولې دخدای (ج)  بې وزلواوخوارومسلمانوچوپړته نه وردانګی اوپه سمندرونوکې د ډوب شویواودرپه درافغان کورنیوسوي،سوي چیغي اوکوکارې واوری دمحشردورځې له عادل قاضي څخه وویریږی.

لویه خدایه!دیوه ګناهګاربنده په توګه مې دشهادت څوکړیکي واوره:.

والله با الله ثم تآلله حامد کرزی اودهغه وروڼه په میلیونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول شتمني لري

والله بآلله ثم تا الله صبغت مجد دي اود ده کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول شتمنی اوپانګه لري

والله بالله ثم تالله پیرسیداحمدګیلاني اودهغه اړوند کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول شتمنی اوجایداد لري

والله بالله ثم تالله برهان الدین رباني اود ده کورنۍ په میلونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول شتمني لري

والله بالله ثم تالله عبدالرب رسول سیاف اود ده کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول پانګه اوشتمني لري

والله بالله ثم تالله ګلب الدین حکمتیاراود ده اړوند کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول شتمني اوپانګه لري

والله بالله ثم تالله جلال الدین حقاني او د ده کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول پانګه اودرایې لري والله بالله ثم تالله احمدشاه مسعود د ده وروڼه اوکورنۍ په میلیونو،میلیونوډالره منققول اوغیرمنقول پانګه اوشتمني لري

والله بالله ثم تا لله مارشال فهیم اود ده کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالره منقول اوغیرمنقول پانګه اوشتمنۍ لري

والله بالله ثم تالله بسم الله محمدي اود ده کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالرمنقول اوغیرمنقول شتمنۍ لري

والله بالله ثم تالله داکترعبدالله،عبدالله اود ده کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالرمنقول اوغیرمنقول دارایې اوپانګه لري

والله بالله ثم تالله یونس قانوني اود ده کورنۍ په میلیونو،میلیونوډالرمنقول اوغیرمنقول پانګه لري

والله بالله ثم تالله ظاهرقدیرپه ولسي جرګه کې دخپل اعتراف له مخې په میلیونو،میلیونوډالرمنقول اوغیرمنقول جایداداوپانګه لري.

د دغوشتمنیودګاوصندوقونوخاوندانوشمیرسلګونواوزرګونوته رسیږي چې دافغانستان بې وزله اووږي مسلمان ولسونه یې دبې وسیواوخپل هیوادپریښودوته اړکړي دي که چیرې د دوی په میلیاردونوپانګه دعام ولس په چوپړاوواک کې ولویږي یو افغان به هم له لوږې اوبې وزلۍ ونه کړیږي.
له نیکه مرغه زموږهیواد دکرکیلي دپراخوځمکو،دتیلو،ګازوسربیره په زرګونومعدنونو،ځنګلونوداوبودسرشاروزیرمواوکاري پوتانسیل په درلودلوسره د بډاینې اوهوساینې خورازیات امکانات اوعیني زمینې لري دبریښنا دتولید لپاره دبندونوجوړول ډیراړین اوله بده مرغه دکال کابودوه سوه اته اتیا میلیارده متر مکعبه اوبه بې له ګټې اخیستنې بهرنیوهیوادونوته بهیږي اوموږدچاخبره دسمندرپه غاړه تږي ناست یو.

دسترګوتوروځوانانووروڼوخویندو!

کلونه پخوامې په جرمني کې دیوي غونډې په ترځ کې داعلیحظرت غازي آمان الله خان دلورشهزاده ګی اندیاڅخه واوریدل چې موږبه اعلیحظرت امان الله خان هر مازدیګرمهال دسمندرغاړې ته بیوواودلمر دغروب اوپریوتوننداره به موکوله اعلیحظرت ته به دګران افغانستان دزیړي مازدیګرخا طرې یادې اوسترګې به یې تل له اوښکو ډکې وې اویابه کله چې د ده لیدوته ځیني افغاني میلمانه راغلل درخصتیدوپه وخت کې به ډیر غمګین ښکاریده اوترهغه به یې دهغه دبیرته تګ لاره څارله څومیلمانه به له سترګوپناه شول بیا به یې دخپلوسترګواوښکي پاکولې اوپه سوي غږبه یې ویل نیکمرغه اوبختوردي زما ګران هیواد افغانستان به وګوري.

رښتیاهم خپل پلرنی اومورنی وطن خوږدی اودحب الوطن من الایمان مقوله دهغه څرګند مصداق دی. اوله دې کبله علامه محمود طرزي  دافغانستان دژورنالیزم پلاراوزموږدهیواد دعلم،فرهنګ اوسیاست ،یوه درنه اوپیژندل شوي څیره اوویاړلی شخصیت دی هغه به دخپل دویم مهاجرت په دوران کې دترکیې داستامبول دښار په کوڅوکې دوطن په یادپه کوکو،کوکوژړل دانامتوافغان د۶۸ کالوپه عمرد۱۹۳۳کال دنومبرپه ۲۲چې د۱۳۱۲کال دلیندې دویمې نیټې سره سمون خوري دمهاجرت په ترخه دیارکې وفات اودخپل ګران هیواد دبیالیدلوارمان یې ګورته یووړاودخپل دردیدلي زړه کړیکه اوبړاس یې پخپل شعر کې داسې څرګنداوانځورکړی دی.

درغربت اګرمرګ بګیردبدن من             ایا که کندقبرکه دوزدکفن من

تابوت مرابرسرکوهی بګذارید                تا باد بردخاک مرادروطن من

دلوټمارانواوغدارانودرسوایې اونابودی په هیله

بسم الله اکبري

۲۹/۱۱/۲۰۱۵