د سعودي د غونډې بله ګټه، طالبان فتنه ګر دي!

م. حقپال

وروسته له هغې چې له بېلابېلو ديني مراجعو څخه په افغانستان کې د طالبانو د روانې جګړې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راغی؛ اوس په تازه کې د مکې مکرمې د مسجد امام په افغانستان کې د طالبانو جګړه فتنه بللې ده.

د مکې مکرمې امام او د سعودي عربستان د ملکي دېوان مستشار، صالح بن عبدالله بن حميد د افغانستان روانه جګړه فتنه بولي او وايې د دې هيواد وضعيت نور د زغملو نه دی او بايد دلته جګړه ودرول شي. نوموړي ويلي مونږ د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوو، څوک چې سوله غواړي هغه کامل مسلمان دی او څوک چې سوله نه غواړي هغوی د شيطان لار تعقيبوي.

خو په مکه مکرمه کې د ۳۷ هيوادونو ديني عالمانو ناستې ته په غبرګون کې طالبانو بيا ويلي، هر څوک چې جګړه غندي د امريکا ملګری دی. طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي هيڅوک حق نلري چې دوی د ترهګرو او باغيانو په نوم ياد کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسلامي فقه د باغي په اړه وضاحت لري او له مخې يې هغه چا ته باغي ويل کيږي چې د شرعي امام د اطاعت نه ځان وباسي او سرغړونه يې وکړي. يا باغي هغه چا ته ویل کیږي چې پر مشروع امام باندي خروج وکړي، هغه داسي چې مسلمانان یو امام مقرر کړي او پر هغه یې اتفاق راشي، بیا یوه ډله د دې امام د اطاعت نه ځان وباسي او سرغړونه يې وکړي.

د مکې مکرمې غونډه څه ګټه لري؟

که څه هم په وروستيو کې په اندونيزيا کې د دينې عالمانو غونډې او فتوا، په کابل کې د دينې عالمانو فتوا او د حرمين شريفين امامانو فتوا د طالب او د طالب په روحيې پراخ اغېز کړی او ترې يې د خپلې کرغېړنې جګړې جواز اخيستی دی خو په سعودي کې د عالمانو اوسنۍ غونډې ته ځکه هيله مندي زياته ده چې دغه غونډه د نورو تېرو هغو سره توپير لري. توپير يې په دې کې دی چې دا ځل په دې غونډه کې نه يواځې دا چې د افغانستان جګړه نامشرع او حرامه بولي، بلکې په کې د سعودي له حکومته غوښتل شوي چې طالبان هم وغواړي او له نيږدې ورسره خبرې وکړي.

بل توپير يې د نورو تېرو غونډو او کنفرانسونو سره دا دی چې په دې کې د ګډون کوونکو دينې عالمانو له جملې څخه يو پلاوی جوړيږي چې په افغانستان کې د افغان حکومت د سولې په کارونو څار او له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره زمينه برابره کړي. دا دوه هغه ځانګړتياوې دي چې د سعودي اوسنی کنفرانس يې له تېرو هغو څخه بېل کړی او د خلکو هيله مندي ې زياته کړې ده.

د مکې مکرمې له غونډې وروسته د طالب جګړه

په افغانستان کې له طالب څخه د جګړې جواز هغه وخت واخيستل شو، کله چې په اندونيزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا ديني عالمانو په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه ناروا وبلله، بيا کله چې په کابل کې څه کم درې زره ديني عالمانو په زغرده فتوا ورکړه چې روانه جګړه حرامه او هيڅ شرعي صبغه نلري نو طالبان وارخطا او د آی ايس آی په دروازه ورخوشې شول. د آی ايس آی د جيره خورو پاکستاني عالمانو لکه مولانا سميع الحق لخوا ورته د افغان جګړې په اړه د هرې فتوا د رد فتوا او پرې د امريکايې ټاپې لګولو جواز ورکړل شو.

د خپلې همدې ادعا د ثبوت لپاره د مولانا سميع الحق هغه څرګندونې يادوم چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له درې ورځنې اوربند له اعلان وروسته يې کړې وې. سميع الحق ويلي چې په افغان جګړه به د حکومت او طالبانو اوربند کوم اغيز ونه کړي او له اختر وروسته به طالبان بيا خپلو جګړو ته ادامه ورکړي. په هماغه ورځو کې کله چې د اندونيز فتوا او د کابل د ديني عالماو فتوا له طالبه د جګړې جواز اخيستی و طالب جان هم د مولانا سميع الحق څخه د اسلامي نړۍ د عالمانو د فتوا په خوا فتوا ترلاسه کړه. په دې مانا چې له همدې ورځې وروسته طالب هر سوله ايز حرکت ته امريکايې نوم ورکړ او ورسره خوا کې یې ځینې داسې حرکتونو ته زور ورکړ چې په لړ کې یې د تعلیم د پرمختګ د مخنوي په موخه د ځینو ښوونځیو په بندېدو اقدام وکړ او په لوګر کې یې د نجونو او هلکانو یو ښوونځی په اور لولپه کړ چې دا کار یې د خپل بادار د خوشحالولو په مخه کړي چې اصلاً کاملاً د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې دی.

خو اوس چې په جده او مکه مکرمه کې د افغان جګړې په اړه عالمانو خپل نظر څرګند کړ او په افغانستان کې د طالب جګړه يې فتنه وبلله؛ طالب نه يواځې دا چې بې دليله شو بلکې د ټول افغان ملت پر وړاندې محکوم او په روانه جګړه کې د ټولو قرباني شويو افغانانو د وينو قاتل وبلل شو. اوس د سعودي له فتوا وروسته په افغانستان کې د طالب جګړه مطلقاً ناروا او فتنه يادیږي چې ورسره نه يواځې د طالب جګړې بلکې په بشپړ ډول د طالبانو امارت هم خپل مشروعيت له لاسه ورکړ. نور د افغانستان د مسالې حل يواځې د ولس په لاس کې پاتې شو چې ټول ولس په يوه خوله او يو موټی په ټول افغانستان کې د طالب په خلاف راپاسيږي او دغه بدنامه څېره د افغانستان په نامه له اسلامي جغرافيې ورکه کړي.