جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

د جګړي پای که پيل

په دې ورستیو کې د ائتلافاتو خبري ډېرې کېږي. د جنرال دوستم او عطا محمد نور ائتلاف او وروسته د نورو نويو ائتلافاتو پیدا کېدل منفي او مثبتي پایلي لري.  

موږ هر کله چې یو مثبت اقدام کړی له منفي پایلو سره مخ شوي یو. پخوا هم داسې ډلې ټپلې ډېرې جوړي شوي وي چې په پای کې له خپل منځي شخړو سره مخ شوي دي. زموږ  اوسنۍ حکومت له دوو موازي ډلو ډاکتر اشرف غني احمدزي  او ډاګتر عبدالله عبدالله څخه جوړ دی. دوی نه یوازې یو له بل سره سیاسي اختلافات لري، بلکې فکري او ګوندې اختلافات هم لري. په ورته وخت کې هېواد له دوو موازي مخالفو ‌‌ډلو سره هم مخ دی، چې عبارت له طالب او داعش ډلي څخه دي. لکه څنګه چې د حکومت ډلي یو له بل سره جوړ نه دي همداسې مخالفین هم یو له بل سره جوړ نه دي. اوس ویره دا احساسیږي چې که دا ډول ائتلافات را منځته شي نو حکومت کې څو اړخیز موازي قوتونه به رامنځته شي. پوښتنه دا ده چې ولي دا ډلي غواړي چې یو له بل سره ائتلاف وکړي. ایا دوی په حکومت کې عملاً کار نه کوي. ایا دوی مستقماً مسوولیت نه لري. ایا جنرال عبدالرشید دوستم یوازې د شمالي ولایتونو د امنیت دنده لري که د ټول افغانستان؟

ځواب ټولو ته روښانه ده، چې دواړه د حکومت قدرتمند او با صلاحیته ډلي دي. ددې پر ځای چې د مشخصي سیمي د امنیت لپاره ائتلاف وکړي، باید د هېواد له ملي امنیت، استخباراتو، ملي اردو او نورو قواوو سره مرستي وکړي، خپل تجارب شریک کړي او ځانګړي طرحه یا ستراتیژي جوړه کړي، تر څو د یوې منظمې لارې څخه پر مخ لاړ شي. بله دا چې جنرال عبدالرشید دوستم د ټول افغانستان مسوولیت لري نه یوازې د شمال، همدا اوس د ننګرهار ولایت ولسوالۍ د سقوط سره مخ دي، لغمان، نورستان، کونړ، هلمند، پکتیا او نورو ولایتونو کې عملاً جنګ روان دی، دی څنګه ځان یوازې شمال پورې محدودوي.؟

مشخصاً غواړم چې د دا ډول ائتلافاتو ګټې او زیانونه په لنډ ډول ولیکم.

اول ګټې:

دا چې دواړه ډلي با تجربه او جهادي مشران دي شاید وکولای شي چې د طالب او داعش پر وړاندې وجنګیږي. او یو څه اندازه امنیت په شمال کې ښه کړي.

دوهم زیانونه او یا نواقصات

  1. په ګټو کې مو وویل چې شاید شمالي ولایتونو کې امنیت ښه شي، دا تجربو موږ ته ثابته کړي، چې که په مخالفینو باندې په یوه حوزه کې فشار راشي بلې حوزې ته ځي. مثلاً د شمالي ولایتونو څخه خپل مسیر تغیروي، جنوبي او یا شرقي ولایتونو ته ځي.

  2. زه فکر نه کوم، چې دا دوه اشخاص د هېواد د دفاع او داخلي وزارتونو پر نسبت ډېر نفوذ او قوت ولري. د فوځ او قوت جوړول مصرف غواړي، منظم روزنې ته ضرورت لري او وخت هم نیسي، نو ښه به دا وي چې له دفاع وزارت، داخلي وزارت، ملي امنیت او نور اړوندو ارګانونو سره مرستي وکړي تر څو دوی ډېر منظم او تخنیکي پر مخ لاړ شي.

  3. داعش یوازې افغانستان لپاره خطر نه بلکې د سیمي او نړۍ لپاره هم لوی ګواښ دی. داعش دومره لوي قوت او منظم فوځ لري، چې دا دوه ډلي ورسره د مقابلي توان نه لري. ځکه مخالفین په ډېرو مجهزو وسلو سمبال دي، قوي حمایت لري مګر دا ډلي بیا له دې امتیازاتو محروم دي.

  4. داسې هم ویل کېږي چې پخواني مجاهدین غواړي بیرته قدرت ته ځان ورسوي، دا ائتلاف شاید ډېر مرسته وکړي تر څو د یو قانونې لارې خپل فوځ او ډلي منظمي کړي. په کابل کې جنرال دوستم او ډاکټر عبدالله سره د نورو مجاهدینو، په بلخ کې عطا محمد نور د خپلو ډلو سره، هرات کې اسماعیل خان د خپلو ډلو سره او په ځینو نورو حوزو نورې اعتمادي ډلي به پورته کېږي.  په نتیجه کې د حکومت او مجاهدینو سره بله جګړه شروع کېږي.

  5. اوسنۍ اردو به د کمتري  او بې حرمتۍ احساس وکړي، سره ددې چې دوی هره ورځ د مرګ پر پوله ناست وي قرباني ورکوي او له هېواد څخه دفاع کوي. 

وړاندېځونه:

  1. دا دوه ډلي جنرال عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور رسمي دندې لري. که د بلخ والي خپل د ولایت امنیت او پرمختګ لپاره فکر او کار وکړي دا به یې لوی کمال وي او تر څنګ یې خپل تجارب له مرکزي حکومت سره هم شریک کړي. جنرال عبدالرشید دوستم د خپلې تجربې له مخې باید د ټول افغانستان لپاره فکر وکړي او یو منظم ستراتیژیک پلان جوړ او د تطبیق لپاره وزارت دفاع سره مرسته وکړي او لازم هدایات ورکړي.

  2. موږ  هېواد کې ډېر تکړه جهادي مشران لکه ډاکټر عبدالله عبدالله، محقق، انجینراحمدخان، جنرال دوستم، عطا محمد نور، استاد سیاف او نور لرو، که هدف سوله او امن وي، نو دوی کولای شي چې د خپل تجاربو څخه په استفادي سره یو ځای شي او د منظمي طرحي له مخې د افغانستان امنیت لپاره کار وکړي.

  3. موږ د امریکا هېواد سره امنیتي تړون امضا کړي، باید له دې تړون څخه استفاده وشي، کومې ژمنې چې شوي دي د امریکي هېواد څخه باید وغوښتل شي، اردو او پولیس په مجهزو جنګي او استخباراتي وسلو سمبال شي، تر څو وکولای شي د هېواد څخه دفاع وکړي.

  4. د سرحداتو د کنترول لپاره منظم پلان جوړ او په جدې ډول تطبیق شي.

  5. جاسوس او خاین مسوولین ونیول شي او اعلنې اعدام شي تر څو هیڅ څوک راتلوونکي کې خیانت ته زړه ښه نه کړي.

     

    نظر پورته دلایلو زه دا ډول ائتلافات د جګړي پای نه بلکې پیل کڼم. هیله ده، چې رئیس جمهور، ملي شورا او مدني فعالین نور هم دا موضوع وڅیړي او لاړم اقدامات وکړي.

    په درنښت

    صیام الدین پسرلی

    کابل