آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

«
»

د تفکر، لیکنې او عمل کمپاین

د کمپاین کاري ډله

 

ګرانو هیوادوالو!

د افغانستان د ښځو ستونزې زموږ د ټولنې بنسټیزې ستونزې دي. د دي مسئلې حل پرله پسې، ټولیز، صادقانه، نوښتګر کار ته چې زموږ د ټولنې د ودې او پرمختګ سره همږغی وی، اړتیا لري. په دغه له ستونزو ډکه او کنډو کپره لارکې د د لویو بریالیتوبونو د ترلاسه کولو په خاطر یو شمیر افغاني ښځو، ټولنیزو او سیاسي سازمانونو، رسنیو، مختلفو سیاسي او فرهنګي شخصیتونو او د افغانستان نورو خلکو یو وړوکی ګام اوچت کړی او د« تفکر، لیکنې او عمل کمپاین» په نوم یي نومولی دي. هیله لرو چې د هیواد هر وګړی دغه کمپاین د ځان وګڼي، د پرمختګ او د کمپاین د موخو د پلي کولو له پاره ایماني او وجداني هڅې او هاند وکړي.

د کمپاین نوم: « د تفکر، لیکنې او عمل کمپاین»

د کمپاین موخې:

۱ ـ اړینه ده چې تر ټولو نه مخکې زموږ هیوادوال په ټولیزه توګه د افغانستان د ښځو په تړاو یوه شیبه ژور سوچ وکړی او په لنډه توګه څو لیکې ولیکي. تر څو له یوې خوا زموږ د هیوادوالو د  احساس یوه کوچنۍ برخه د دوي د افکارو په چوکاټ کې ټولنې ته وړاندی شي، د بل لوري دغه یوه جمله چې پراخ مفهوم په ځان کې ولري، کیدلای شي د لوستونکو په افکارو کې په دوامداره توګه ستره اغیزه وکړي.

په اوسنی وخت کې د کار او روزګار د بوختیدو په خاطر زموږ هیوادوالو ته دا موقع او ځغم نشته چې اوږدې لیکنې او مطلبونه ولولي. «د تفکر، لیکنې او عمل کمپاین » هڅه کړی ده چې د سوچ وهلو دا ډول زمینه د څو لنډو او له مفهوم نه ډکو جملو، له پاره برابره کړی.

۲ ـ دویمه خبره داده چې دغه کمپاین د ویلو او عمل تر مینځ اړیکو ته اسانتیا او چټکتیا ورکوي. کله چې زموږ یو هیوادوال داسې یوه لنډه جمله چې باور پرې لري، لیکی، په ناڅاپې توګه داسې سوچ ورته پیداکیږي چې خپله یي په عمل کې پلې کړی او یا تیار دي چې په عمل کې پلې کړی؟

۳ ـ دریمه خبره داده چې د مقولو او لنډو جملو خپرول د ژوند په تړاو په رسنیو کې په دوامداره توګه لږ تر لږه څلور میاشتي، هره ورځ تازه او اړینې ګڼل کیږي چې د ښځو د ژوند مختلفې برخې د رسنیو په لومړۍ پاڼه کې ولیدل شي، تر څو په دغه اړوند سوچ کول زموږ د هیوادوالو په ورځنی بوختیا واوړي. په بهر او کور کې د ډله ییزو رسنیو د مسئولینو څخه دزړه له کومې هیله کیږي چې د دغو نظریاتو د خپرولو په اړوند کلکه پاملرنه او هڅې وکړي.

د کمپاین محتوي:

د ښځو د ژوند، ستونزو، د ستونزو د حل لاري، د ښځو مقام او موقف د ژوند په ټولو ډګرونو لکه ټولنیز، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، کورنې، د نارینوو د انساني کړونو اړتیا د ښځو سره د ټولنې د یوه غړې په توګه، د ښځو حقوق د اسلام له نظره، د نړۍ بیلابیل قوانین د افغانستان د قوانینو په ګډون، د ښځو په تړاو علمي ارزونې او پایلې ، په افغانستان کې د ښځو د قوانینو د ارزولو او اصلاحاتو په اړوند او نور اړوند موضوعات په بر کې نیسي.

په کمپاین کې ګډونکونکي:

«د تفکر، لیکنې او عمل کمپاین » ټولو هیوادوالو ښځو ، نارینه وو، نجونو او ځلموته دمنلو وړدی ، د دوي د رغنده او مهربانه ګډون هیله لرو او په ارزښت ورته ګورو.

د لیکلو کچه:

د لیکلو کچه لږ تر لږه دوي او ډیر یي څلور ساده جملې ټاکل شوی دي.

هغه هیوادوال چې نه شی کولای خپل احساس او فکر په څلورو جملو کې لنډ کړي، کولای شي چې خپل ویل په دو برخو کې چې څلور او یا تر هغو لږو جملو کې ولیکي. هر څومره چې پراخ مفهوم دقیق بیان شي، په همهغه کچه د کمپاین له پاره ګټور دي.

د لیکلو ډول:

وینا په یوه چوکاټ کې ولیکئ او په پای کې خپل نوم ولیکئ. یو نفر کولای شي چې څو مقولې خپرې کړي. د نظرونو او یا مقولو شمیره محدود ه نه ده.

بیلګه:

که د افغانستان ښځې غواړي چې لوڼې یي تر دوې نیکمرغه وي، باید د اولادونو په روزنه کې عادلې وې او توپیر ونه کړي.

 

د لیکلو ژبه:

 هر څومره چې په مختلفو ملي او سیمه ایزو ژبو مقولې ولیکل شي په هغه کچه یې اغیزه ډیره ده او ډیره تأثیر به وکړي.

هغه ځوانان چې پر مورنۍ ژبه برسیره په نورو ژبو پوهیږي  کولای شي په مورنۍ ژبه او یا هغو ژبو چې کولای شي، لیکنې وکړي. موږ هرو مرو داسې لوستونکي لرو چې په بهرنیو ژبو پوهیږي.

د کمپاین وخت:

دغه کمپاین دوه پړاوه  لري:

  • لومړی پړاو د مارچ په لومړۍ نېټه د مارچ د اتمې په ویاړ چې د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده پیل او د ۲۰۱۴ ز. کال د جون تر لومړۍ نیټې د جون د اتمې نیټې په ویاړ چې د افغانستان د ښځو سره د پیوستون نړیواله ورځ ده، دوام مومي. په دغه موده کې د ټولو هیوادوالو او دوستانو څخه هیله لرو چې د ښځو په اړوند خپلې مقولې موږ او یا اړوندو رسنیو ته ولیږي.
  • دویم پړاو د هیوادوالو پیغامونه  که لازم وي تر ژباړنې وروسته د افغانستان او نړۍ خلکو ته رسول دي. د پیغامونو له خپرولو وروسته په  بهرنیو او کورنیو رسنیو کې، د جون د میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته ټولې دغه مقولې د ښودنو، کنفرانسونو او د مختلفو ډله ییزو رسنیو په مرسته د افغانستان خلکو ته په دننه او بهر کې خپریږي.

د کمپاین د کار پایلې  د جون پر اتمه نیټه چې د افغانستان د ښځو سره د نړۍ د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې دویمه کالیزه ده، د یوې غونډې په لړ کې به واورول شي. څرنګه چې تیر کال د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي د منع کولو قانون په ملاتړد خلکو لاسلیکونه راټول شول، سرتاسري لاریونونه، غونډې او سمینارونه دنړۍ په بیلابیلو ښارونو لکه په کابل، فرانکفورت، هامبورګ، ټورنټو، ناروي، هالنډ، لندن او په نورو سیمو کې جوړ شول.او په زیاته کچه د جون په اتمه نیټه زموږ د هیوادوالو لخوا تر سره شول او د جون اتمه نیټه د افغانستان د ښځو سره دپیوستون ورځ ونومول شوه. د مارچ د اتمې نیټې(د ښځو د پیوستون دنړیوالې ورځې) تر څنګ د جون اتمه نیټه  به د افغاني ځانګړتیاوو له مخی د افغانستان د ټولنې د روحیې او موخو سره په همږغي کې هر کال د افغانستان د ښځو د نړیوال پیوستون په نوم ونمانځل شي.

په اوسنی وخت کې د افغانستان ښځې زموږ د هیواد د نارینوو په شان د مځکې په خاورینه کره، یانې په ټوله نړۍ کې تیتې شوی دي. د دغې ورځې د نمانځنې د روحیې پر بنسټ د افغانستان د ښځو څخه په هر ځای کې چې اوسیږي هیله لرو چې د افغانستان د ښځو ګډ نبض په خپل وجود کې احساس کړي. هر یوه باید پوه شی چې له دردونو څځه د خلاصون د لارو موندلو له پاره یواځې نه ده، نورې خویندې هم د ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي، او جنډه یې اوچته کړی ده. د دغې ورځې په نمانځلو سره غواړو چې د افغانستان ښځې پرته له توپیر او امتیازڅخه، له سلیقوي توپیرونو سره سره  یوه بلې ته دمرستې لاسونه وراوږده کړي او خپل قوت متحد کړي. د دغې ورځې  په نمانځنه سره غواړو چې د افغانستان نارینه د خپل هیواد دښځو ویره وونکي حالت ته پاملرنه وکړی، د دوې پر لورې د خپل پیوستون ږغ اغیزناکه او لوړ کړي، د افغانستان د ښځو برخلیک چې تل د ملي او نړیوالو معاملو قرباني شوی دي، یو ځل بیا د تاریخ هیرولو ته پرینږدي او د نړۍ د خلکو او خویندو پیوستون د افغانستان ښځو ته راخپل کړي. موږ غواړو چې د دی هیواد تر ستم لاندې ښځې خپله ځانګړی ورځ ولری چې په دغه ورځ ځانګړی مسایل د دوې د رنځونو د کمولو په خاطر تر بحث لاندې ونیول شي، د دوې پراړتیاوو او غوښتنو بحث او غور وشي، د دوې د د فاع په خاطر خلک نور هم سره غونډ شي او د دوې د ستونزو د حل لیارې وپلټل شي. د دی ورځي څخه د ښځو د پیوستون نمایشي ګټه وانه خیستل شي، بلکې د ښځو او نارینوو د روښانولو، د ښځو د حقوقو غوښتنې، د زحمتکښو ، زړه ورو او سرښیندونکو ښځو رابرسیره کول، د افغانستان د ښځو د پیوستون ورځ د مختلفو ستونزو د حل د لارو موندلو، د هیواد د ځانګړو شرایطو پر بنسټ ونمانځل شي.

د دغو موخو د لاسته راوړلو او د ښځو د پیوستون د ورځې ځانګړولو له پاره اړتیا شته چې زموږ ډیر هیوادوال ښځې، پوه، زړه سواندې او د لیري لید خاوند نارینه دا ورځ تایید کړي او د خپل هیواد ښځو  د دغه کمپاین په پراختیا، پرمختګ او بریالیتوب کې ملتیا او مرسته وکړي.

هیله منده یم چې «د تفکر، لیکنې او عمل کمپاین » له موخو څخه په افغانستان او نورو هیوادونو کې ټولنیز او سیاسي سازمانونه ګټه اوچته کړي او د ارزښت لرونکو مقولو په راټولولوسره چې د دغه کمپاین په محتوي کې لیکل شوی ، د نورې نړۍ ډیري ښځې زموږ د هیواد له ښځوسره پیژندګلوي پیدا کړي.

د افغانستان د ښځو دحقه حقوقو د بشپړتیا په تړاوستاسو د ریښتیني ملاتړ په هیله

په مهربانی سره لاس په لاس ـ د ګډ کار په خاطر

پای

که ته وایی چی زه یم او زه وایم چی زه یم
نه به ته نه به زه یم
که ته وایی چی ته یی او زه وایم چی ته یی
هم به ته یی هم به زه یم

خوشال خان ختک